CRI Online

مېرمن بيان او د دې د لمر کور (٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-02-01 18:25:48

د ذهني کمزورتيا لرونکيو ماشوماتو د ساتنې او پالنې مرکز د جوړولو په غرض، مېرمن بيان خپلې ټولې زيرمه شوې پيسې لګولې او حتی يې خپل زور ته زياته پاملرنه و نه کړه. د لسو کلونو راهيسې د ماشومانو په خولو کې مېرمن بيان له ښوونکې بيان څخه په ادې بيان بدل شوی، د ماشومانو هر کوچنی پرمختګ د مېرمن بيان په زړه کې ډېری د خوښۍ وړ دی. (اواز)

دوولس کلن ما جون چې درې مياشتې مخکې دغه مرکز ته رالېږل شوی، ښوونځی يې نه دی لوستلی او يوازې أه او نه ويلی شوای. د ښوونکيو تر جدي روزنې وروسته اوس د ده پرمختيا ډېره څرګنده ده. ښوونکې دي يو هونګ خبريال ته وويل

هغه اوس دری يا څلور لغتيزې جملې ويلی شي مثلا د سهار په خير ، ادې بيان. پر دې سربيره، هغه د اوونۍ هره ورځ هم پيژندلی شي.

ډېری زيات مهربان کسان د ميرمن بيان له کوششونو څخه متاثر شول . له دې مرکز سره د خبريال د مرکې په وخت کې د ين چوان د سوداګريزې ټولنې څو تنه غړي او د نينګ شيا پوهنتون داوطلبان هم د مرستندويه توکيو په وړلو سره دغه مرکز ته راغلل . د يوې تصدۍ خاوند دو چون يان خبريال ته وويل

مخکې مې يوازې په ټلويزيون کې دا ډول معيوبين ليدلي، په دغه مرکز کې د دغو ماشومانو حالت په ليدلو سره ډير حيران شوم. نو غواړم چې نور ملګري مې هم دلته بيايم او هيله لرم چې نور زيات کسان له دغو ماشومانو سره مرسته وکړي چې دوی د عامه ماشومانو په شان مينه احساس کړي شی. زما په اند، ريښتنی خوشحالي له نورو کسانو سره د مرستې په ترڅ کې ګټل کېږی.

مېرمن بيان په لسو کلونو کې په خپلو هڅو او مورنۍ مينې د ماشومانو خوښي او درناوی ، د ټولنې پېژندنه او د خپل زوی تفاهم تر لاسه کړی. د دې زوی لين شياو له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته د ين چوان ښار په هوايي ډګر کې کار کوي. د دونګ جه په ورځ هغه د خپلې مور او دغو ماشومانو د کتلو لپاره سهار وختي د ښار له ختيځ څخه لوېديځ ته ورغی . هغه خبريال ته وويل

کله چې زلمی شوم ، په دې ښه پوه شوم چې له نورو بې وزليو کسانو سره مرسته کول ارزښتناک کار دی. هر تن له ټولنې څخه د ځواک ګټلو په عين وخت کې هم بايد ټولنې ته خدمات تر سره کړي.

د غرمې په وخت کې جياو ځه خوراکونه تيار شوي او ماشومانو له ښوونکيو سره د خوشحاليو په فضا کې دغه دوديزخوراک وخوړ . خبريالان هم له دوی سره وغېږېدل.

ستا نوم څه دی؟ زما نوم ګوه چونګ يانګ دی. زه څوارلس کلن يم او ادې بيان زما ډېره خوښه ده.

زما نوم شاو مين دی او زه له ښوونکې دي سره ډيره مينه لرم.

له لسو کلونو راهيسې، اوه شپېته تنو ذهني کمزورتيا لرونکيو ماشومانو په دې مرکز کې ژوند او زده کړه کړی چې په دې جمله کې ځينو ماشومانو په دې مرکز کې شپږ يا اوه کاله تېر کړي وو. اوس د مېرمن بيان تر ټولو لويه هيله دا ده چې د بيا روغتيا په برخه کې ځينی مسلکي ښوونکي وګمارل شی تر څو ماشومان د بيا روغتيا په برخه کې لا ستر پرمختګ ومومي. دې وويل

له دې نه پرته، زه هم غواړم يوه کوچنی فابريکه جوړه کړم چې دوی وکولی شی تر لوېدو وروسته پکې کار وکړي او په خپلو لاسونو خپل ژوند تامين کړي.

د مرکې پای ته رسېدو په وخت کې ماشومانو په ډله ييزه توګه يوه سندره وويله. د دوی سندره لکه د دوی ژوند په شان دومره ښکلۍ نه ده، خو دوی د روغو ماشومانو غوندی پاک او معصوم دي او هم د نورو پاملرنې او مينې ته اړتيا لري.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای