CRI Online

ارومچی،يو عنعنوي او عصري ښار دی

cri     (GMT+08:00) 2013-02-17 16:32:09

ارومچی د چين د شينجيانګ د اويغوری خودمختارې سيمې مرکز او يو عصري ښار هم دی چې جګې جګې ودانۍ پکې ليدل کيږي.اوس به د دی ښار په باره کې څه نا څه معلومات تاسو ته وړاندی کيږي. 

ارومچی په اويغوري ژبه کې د ښکلي څړ ځای معنی لري او يو داسی ښار دی چې په نړۍ کې د سمندر نه تر ټولول ليری واقع دی.دغه ښا يو لرغونی او پرمختللی ښار هم دی ځکه چې ارومچی په تاريخ کې د وريښمو په شمالي لاره کې د ستوني په توګه رول ولوباوه او د ميلاد نه يوه پيړۍ مخکې د چين محلی حکومت د ځکمی د ابادولو دپاره هلته سرتيري وليږل.ارومچی د تيان شان غره په شمالي لمن او د څونګل ټيټ ځای په جنوب کې پروت دی.دلته ځمکې حاصل خيزې او منظرې يې ښکلې دي او د لويديځ چين يوه مشهوره او سمسوره سيمه ګڼل کيږي.د ارومچی په لارو کوڅو کې سيل کول طبيعت ته فرحت ورکوی ځکه چې دلته ډېره ګڼه ګوڼه نه شته او شورماشور نه اورېدل کيږي.سياحان کولی شي چې په ارام زړه په لارو کوڅو کې محلی دودونه وګوری او له طبيعی نعمتونو او منظرو څخه خوند واخلي.په ارومچی کې د ړلدا نومي بازار د سياحانو لپاره د شيانو اخيستلو ښه ځای دی،په دی بازار کې د ژوند د اړتياوړ شيان پيدا کيږي.مثلأ.په دکانچو او غرفو کې ډول ډول چاقوګان،ښکلی وريښمين ټوکران،غالۍ،ديوالي غالۍ،څرمنی موزې،ويغوری خولۍ،زيورات،دغه راز تازه انګور،خټکۍ،انار،ناک او مڼه،وچ زردالو او موميز ډېر ليدل کيږي.په بازار کې د دکانچو او غرفو خاوندان عمومأ قومي خلک دي.خبريال د يوی دکانچی د څښتنی ويغوری ترور سره لنډه مرکه وکړه.هغی د خپلو ميوو په باب ډېری زياتی خبرې وکړې او له خبريال څخه يې وغوښتل چې و يې خوری.ځکه چې په شينجيانګ کې دا عادت شته چې اجازه ده چې خلک د ميوې اخيستلو نه مخکې ميوه وخوري.په ارومچی کې سياحان په رښتيا د ميوو د ټاټوبی په مفهوم ښه پوهيږي.د دوبی په فصل کې ډول ډول خوږې ميوې پيدا کيږي او بيه يې ډېره ارزانه ده.د اوروموچی ښاريان په وياړ سره وايي چې موږ په دوبي کې چای نه څکو او يوازې هندوانه خورو او هره کورنۍ څو سوه کيلو هندوانه اخلي.

د ارومچی اوسيدونکي د هيواد د اصلاحی پاليسۍ په رڼا کې زياتې ګټې تر لاسه کړيدی.په لاره کوڅو کې هغه نجونی او زلميان چې موډل جامې اغوندي ليدل کيږي.محلی خلک وايي چې هغه ښکلی او موډل جامې چې د چين په لويو ښارونو ګوان جو او شانګهای کې رواج مومي،يوازې نيمه مياشتی وروسته په ارومچی کې پيدا کيږي.پخوا کچالو،کرم او د غوايي او پسه غوښې د ارومچی د اوسيدونکو فرعي خوراک و،خو اوس پرته له دغو شيانو نه چرګ،هيلی،هګۍ،کبان او ډول ډول سبزيجات هم خوري،حتی بحري پيداوار په بازار کې ډېر پيدا کيږي او د کبانو نرخونه د هېواد د ځينو ځايونو نه ارزان دی.د بيلا بيلو قومونو د خلکو د زيار له امله د اوروموچی ښار له يوه وروسته پاتی ښار څخه ګام په ګام په يوه نوی ښکلی سرحدي ښار بدل شوی او د جاپان،امريکا،روسيې،ايتاليا،فرانسې او نورو هېوادونو او سيمو سره يې د اقتصادي همکارۍ روابط ټينګ کړيدي.د شميرنې له مخې،تر دوه زره او دوولسم کال پورې د ارومچی ښار د توليداتو عمومي ارزښت له يو سو او اوياوو مليارډو امريکايي ډالرو نه هم اوښتی دی چې د دوه زره او يو لسم کال په مقايسه اوولس اعشاريه يو فيصده زيات شوی او د پخوا په نسبت ډېر زيات دي.د ښار د غير معقولو جايدادونو ارزښت درې شپيتو امريکايي ډالر ته ورسيد چې د دوه زره او يوولسم کال په پرتله اووېشت سلنه زيات شوی.ويلی شوی چې ارومچی به د چين د نورو ښارونو په شان روښانه راتلونکی ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای