CRI Online

د توت ونې له پوستکو څخه جوړ شوی کاغذ

cri     (GMT+08:00) 2013-02-17 16:44:21
اورېدلی مو دی چې د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د هوتان په سيمه کې د توت ونې له پوستکو څخه جوړ شوي کاغذ ډېر زيات شهرت لري او په دې سيمه کې خاص د نوموړي کاغذ د پلورلو يو واټ هم شته.د تېر کال په پای کې موږ د هوتان سيمې د پاچکچي علاقه دارۍ د بودا نومي کلي ته تللي او کلي ته تر ننوتلو وروسته داسې ورکشاپونه ولېدل چې د پاچکچۍ د توت ونې له پوستکو څخه د کاغذ جوړولود ټاټوبی په توګه يادېږی.

د توت ونې پستکي 

موږ د پاچکچي علاقه داري د ګوندي کميټې غړي جاو شيانګ جينګ په ملګريتوب د کلي ددې خاص واټ سيل وکړ.هغه ويلي،په ځای کې د تهوتيباک او عبدالژميت کورنۍ د کاغذ جوړولو په برخه کې ډېرې مشهورې دي.جاو شيانګ جينګ وويل،

دوی ټول عام اويغوري برګران دي او د توت ونې له پوستکو څخه د کاغذ جوړولو په چارو لګيا دي .خو د تهوتيباک او عبدالژيميت په مقايسه ددوي مهارتونه لوړ نه دي.د تهوتيباک او عبدالژيمت لخوا جوړ شوي کاغذونه ډېر ښه کيفيت لري.

موږ د تهوتيباک انګړ ته ننوتلو، اوولس پايې مو وليدلې چې کاغذونه د وچولولپاره ورباندی ايښودل شوي دي.د انګړ په يوه ديوال باندي د کاغذ جوړولو جريان انځور ځوړند دی.يو ډنګر بوډا چې سپينې جامې يې اغوستې وې ،له کوره ووت.هغه د کاغذ جوړولو تکنالوژۍ لسم نسل ميراث اخيستونکی تهوتيباک دی.جاو شيانګ جينګ موږ ته ويلي،

تهوتيباک چې عمر يې سل کاله دي ،له زيږېدو نه تر اوسه پورې په دغه کلي کې ژوند کوي.کله چې عمر يې پنځه کاله و،هغه له خپل نيکه څخه د توت ونې له پوستکو څخه د کاغذ جوړولو تکنالوژۍ په زده کړې پيل وکړ او تر ننه څو لسه کلونه تير شول.دده يوې لور او يو زوی هم دغه تکنالوژی ښه زده کړه ،حتی دده.لمسيان هم د دې تکنالوژۍ له زده کړې سره علاقه لري او تر درس وروسته د ونې پوستکي پرې کوي او يا نور کارونه کوي

موږ د دوی له خوا جوړ شوي کاغذونه وليدل چې.دغه ډول ژېړ رنګ کاغذ ډېر نرم دی.خو موږ د کاغذ جوړولو بهير و نه ليد،جاو شيانګ جينګ موږ ته ويلي، 

اوسمهال هوا سړه ده، د کاغذ د تخمير او وچوالي په شمول اړوند کارونه هم نه شي تر سره کېدای. ښه به دا وي چې له جون څخه تر سپتمبر پورې د کاغذ جوړولو ښه وخت دی .

 

ياد کاغذ چې د چين د هان په امپراطورۍ دوره کې رامنځته شو،تاريخ يې څه نا څه يو زر کلونه دي او د چين په لوېديځه سيمه کې تر ټولو لرغونی کاغذ دی.په نولس سوه او اتم کال کې د بريتانيا کاشف مارک ستين د هوتان ښار په شمال يو سل کيلومترۍ د مجاګټا غره په يوه معبد کې د حساب يو کتابچه پيدا کړه چې پکې په دغه سيمه کې د کاغذ خرڅولو مفصل مالومات ليکل شوي وو.تر اوسه پورې د هوتان په موزيم کې د تانګ د امپراطورۍ په دوره کې هغه سندونه ساتل شوي دي چې له ياد کاغذ څخه جوړ دي .

لرغونی سندونه چې په موزيم کې ساتل کيږي 

د ياد کاغذ جوړولو تکنالوژي ډېره لرغونۍ ده چې په يو وخت کې له لاسه ورکړه شوې ده ځکه چې د کاغذ جوړولو کسبګرو ترې ډېرې ګټې نه شوای اخستې .اوس ځايي حکومت د کاغذ جوړولو کسب د هڅولو لپاره اړوند تدبيرونه غوره کړي،د دې په رڼا ددغه ډول ځانګړی کاغذ جوړولو تکنالوژي د لا زياتو سيلانيانو علاقه راجلبوي.

 د کاغذ جوړولو تکنالوژي چې د چينايانو لخوا اختراع شوی ، د نړيوال فرهنګ په غوړېدا کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای