CRI Online

د کب نيونې سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-02-28 14:29:08

هر کال په دسمبر مياشت کې د چين د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې هوا ډېره سړه وي.د سيمې په فو هاې ولسوالی کې د تودوخې کچه منفي دروېشتو ته کوزېږي .د اورګو نومي ډنډ بيخي کنګل شوي او د کنګلونو پونډوالی يو متر ته رسيږي،د ډنډ دواړه غاړې د ديرشو سانتي مترو په پونډوالي واورو پټې دي.خو دا د سيلانيانو پر شوق او زوق هيڅ اغيزې نه لري.شل زره سيلانيان په ژمي کې د کب نيولو په اتم سيلانيز فعاليت کې د ګډون کولو لپاره د اورګو ډنډ ته نژدې راغونډ شول .د ځايي وګړيو په خولو،دا د پسرلني جشن د رارسېدو مخکې د واورو سيل او کب نيولو فعاليت دی.

د اورګو ډنډ د چين په وچه کې له لسو لويو ډنډونو څخه دی چې په صحرا کې سمندرګۍ ته ورته دی او د وحشي کبانو په درلودلو ډير شهرت لري.په ژمي موسم کې په اورګو ډنډ کې په لوي جال کب نيونه يو دودي فعاليت دی چې تر اوسه پورې پنځوس کاله تاريخ لري.د کب نيولو فعاليت د پرانستلو په مراسمو کې لومړی د اور ټولولو فعاليت تر سره کيږي.

د اور ټولولو فعاليت د انسانانو د لمر عبادت له امله پيل شو.اور په سخت طبيعي چاپيريال کې د انسانانو د ژوند تېرولو وسيله ده .د لمر له وړانګو څخه د اور اخيستنه ډېر زيات ارزښت لري.

د اور ټولولو له فعاليت وروسته،د ډنډ د قربانۍ او د جال د کارولو فعاليت پيل شو.د کب نيونکو مشر نيمه کاسه شراب وڅښل او پاتې نيمه برخه په جال وشيندل .ور پسې نورو کب نيونکيو غټ جال ښويېدونکي ګاډي کيښود او د ډنډ مرکز ته روان شول .دغه غټ جال پنځه سوه متره پلنوالی او دوه کيلومتره اوږدوالی لری. پوښتنه دا ده چې دغسې لوی جال په کنګل شوي ډنډ کې څنګه کب نيسي؟ د کب نيونکيو مشر ليو مينګ شوي موږ ته ويلي:

موږ لومړي جال د ډنډ په مرکز کې يوه لويه سوړه کې اچوو او بيا کابو د شلو مترو په واټن په ډنډ کې هم يوه سوړه کيندو او پکې يو غټ لرګي اچوو چې په پاي کې جال له سوړې څخه راکشوو .

موږ د کنګل په سطح وليدل چې يو فني کارکوونکي د وړوکو سرو بيرغونو په ايښودلو سره د کب نيولو ساحه وټاکله ، بيا دريو څلورو کب نيونکو پر کنګلونو باندی د دوو مترو په اوږدوالي او يو متر په پلنوالي يوه لويه سوړه وکيندله او ستر جال د کب نيونکيو لخوا ژورو اوبو ته وغورځاوه.کب نيونکيو ډېرې داسې سوړې وکيندلې او په هره سوړه کې يې د لرګيو په وسيله د جال يوه برخه ټينګه کړه..

د جال کشولو منظره ډېره زړه پورې ده . د ماشين په وسيله لسګونه کب نيونکو په زوره غټ جال له اوبو څخه ورو ورو راکش کړ چې لوي يا وړوکي کبان د جال راکشولو سره د ډنډ په کنګل شوي سطح باندي راټول شوي دي .وړوکي کبان ژر د کب نيونکيو لخوا اوبو ته بيا واچول ځکه چې د کوچنيو کبانو نيول د ډنډ چاپيريال د ساتنې لپاره ګټور نه دي..

له دې امله چې دا په سږ ني ژمي کې لومړنۍ کب نيونه وه . د ځايي عادت سره سم نيول شوي تر ټولو لوی کب بايد ليلام ته وړاندی شی . که څوک په ليلام کې دغه کب واخلي ، په ټول کال کې کار او ژوند سالم کېږي ، نو سږ کال د غټ کب د اخيستلو لپاره نه يوازې د التې،حتی د اورمچي او چونګ چينګ په شمول د بېلا بېلو ځايونو سوداګران راغلي دي.د فو هاې ولسوالۍ د برونټو نومي د بحري پيداوارو شرکت منيجرې وانګ هونګ شياو د يو لکه او اتو زرو يوانو په وسيله سره دغه غټ کب په ليلام کې واخيست چې دغه بيه د تېر کال په نسبت سل په سلو کې زياته شوه .هغې وويل،

موږ د کبانو معامله کوو او غواړو چې دغه غټ کب واخلو څو چې په نوي کال ک زموږ کاروبار ته بخت ورسول شي .اوس د غټ کب د ليلام قيمت کال په کال لوړېږي.موږ غواړو چې له دغه غټ کب څخه يوه نمونه جوړه کړو او په ښه توګه يې وساتو.

په ژمي کې د کب نيونې د سيل سيلانيز پروګرام اته کاله مخکې پيل شو او سيلانيان د کب نيونې سيل په عين وخت کې د قزاقيانو له ولسي نندارو څخه هم خوند اخستی شی . دغه راز په کنګل شوي ډند کې په موتوري ګاډي سپرلی ، ځغاسته او يخ بازي هم کولی شی . البته کب خوړل هم د سيلانيانو لازم پروګرام دی .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای