CRI Online

په صحرا کې نوې سمسورې ځمکې

cri     (GMT+08:00) 2013-02-28 14:47:21

د پروسږکال په پای کې موږ صحرا ته نژدې د شينجيانګ د هوتان سيمې د قاراقاش ولسوالۍ ته ورسيدو،د ولسوالۍ د محيط سمسورتيا دفتر مدير انور جبر له موږ سره يو ځای د قاراقاش شمال کې يوې نوی سمسورې سيمې ته لاړ.خبريال وليدل چې د سړک په دواړو خواوو کې د باد پر ضد ځنګلونه ولاړ دي،ځمکې د ويالو له لارې خړوبيږي.دا زموږ لپاره د تصور وړ خبر نه دی چې پخوا دغه دلته بې پايه صحرا وه.

قاراقاش د کون لون غره په شمالي لمن کې او د صحرا تر څنګ واقع دی،هوا يې ډېره وچه ده،طبيعي نباتات يې لږ دي.د هوتان د چيرا ولسوالی د سختو بادونو د لګېدو له امله درې ځله بل ځای ته نقل شوې ده.برسيره پر دې،له دې امله چې په قاراقاش ولسوالۍ کې نفوس ډېر دي ،د هر تن په سر د ځمکې مساحت ډېر کم دي.د دومره لږې ځمکې په ساتلو سره د ځايي وګړيو بنسټيز ژوند نشوای ساتلی.

د تيرې شوې پېړۍ له څلورمې لسيزې وروسته،د ولسوالۍ چارواکو او وګړو د سختو بادونو د مخنيوي او د ښوېېدونکو شګو د کلکوالي لپاره ډېرې هڅې کړې وې .مثلا يوولس د اوبو کاسې يې جوړې، د ٤٨١٤ کيلو مترو په اوږدوالي ويالې او درې سوه دوه ويشت څاګانې يې کيندلې او شپږ برېښناکوټونه يې اباد کړي وو .تر نولس سوه پنځه اتيايم کال پورې،په قاراقاش کې په څلويښت زرو هکتاروځمکو کې ونې کيښودل شوې چې له امله يې په ټوله ولسوالۍ کې د ځنګلونو شبکه رامنځته شوې او هيڅ لوېشته خاوره د صحرا لخوا نه ده پټه شوې .

له نولس سوه اته نويم کال څخه،د قاراقاش ولسوالۍ اوسيدونکيو د صحرا د پراخېدو د مخنيوي کوشش وکړ او و يې غوښتل چې په صحرا کې سمسورې سيمې جوړې کړي.انور جبر وويل،موږ لومړی يو انکشافي پلان جوړ کړ او د سيمې حکومت لخوا بيلې شوي ټولې پيسې او دندې مو پر هرې علاقه دارۍ وويشلې .له نولس سوه او اتم کال نه،موږ هر کال د سيلابونو د رارسيدو په دوو دريو مياشتو کې د سيلابونو په وسيله د شګې ډېرۍ له منځه وړلې او سمسورې ځمکې جوړې کړې..له لسګونو کلونو کوښښونو وروسته،په صحرا کې څلور زره شپږ سوه هکتاره ځکمې جوړې شوې دي چې اوس پنځوس ځايي کورنۍ د اجارې په توګه په دغو سمسورو ځمکو کې د خرما او چارمغز ونې کينوي.انور وويل،

هغه خرما چې د قاراقاش په شمالي صنعتي سيمه کې کرل شوي ، ډېره خوږه ده او کيفيت يې ډېر ښه دی. د خرما ونې د بزګرانو لخوا د پيسو غونډولو ونو په نامه يادېږي

د سمسورې ځمکې له جوړولو وروسته،د صحرا اقليم ډېر بدل شو.پنځه کاله مخکې،هر کال په درېيو سوو او لسو ورځو کې سخت بادونه چليدل او يا شګې هوا ته پورته کېدې. خو اوس د داسی ورځو شمير دوو سوو پنځه اوياوو ورځو ته ټيت شو.پخوا په کال کې هيڅ واورې يا باران نه اوريدل،خو اوس حالات ډېر ښه شوي دي.انور په هيجاني توګه وويل،

د سمسورې ځمکې د جوړولو پروژې تر بشپړتيا وروسته،دلته کله کله باران اوري،حتی په مسلسلو درېيو څلورو ورځو کې باران نه درېږي.په ژمي کې واورې اوري.پخوا موږ هيڅ باران او واوره نه شو ليدلی.

برسيره پر دې،قاراقاش هم د شګو د کنترول او ادارې لپاره له اوو شرکتونو سره همکاری پيل کړې او په يو زرو اته سوو هکتارو ځمکو کې يې شينجيانګ چنارونه،د خرما او توتانو ونې کينولي دي.د جونګ شان پوهنتون د صحرا د اصلاح او د ځانګړيو سرچينو د استخراج اداره يو داسی شرکت دی.انور موږ ته وويل،دغه اداره د جونګ شان پوهنتون او د شينجيانګ د درملو جوړولو شرکت په ګډه جوړه شوه.دغه اداره عمومأ د دا يون نومي يو ډول قيمتي طبي بوټو کرلو څيړنه کوي.هر کال د دغه پوهنتون زده کوونکي د طبي بوټو او صحرا د څيړنې لپاره دلته راځي . دغه طبي بوټي له ادارې سره د همکاريزو شرکتونو له لارې د کوريا جمهوريت او جاپان ته صادرېږي.

د دا يون نومي طبي بوټي

د سيمې د وو جيو نومي د پانګونې شرکت د منيجير مرستيال شيې شياو هو موږ ته وويل،اوس په درې ديرشو هکتارو ځمکو کې د خرما ښه حاصلات راځي چې د يو کيلوګرام خرما بيه دوه سوه يوانه بيه دی..

لنډه دا چې له صحرا څخه د سمسورې ځمکې جوړونه يوه پوچه خبره نه ده .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای