CRI Online

ريحانه ګل عمر: زه غواړم د ټاټوبي د وګړيو لپاره ځينې غوره خدمتونه تر سره کړم

cri     (GMT+08:00) 2013-03-13 20:25:28

اوس په چين کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډه تازه پای ته رسېدلې، خو د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه لا هم روانه ده. د دې غونډې په بهير کې خبريال د شينجيانګ پلاوي په يوه خلاصه غونډه کې ګډون کړی او د استازيو د بحث خبرې اترې يې اورېدلي. ښځينه استازې ريحانه ګل عمر چې د شينجيانګ د قيزلسو قيرغز خپلواکې سيمې د ئاقتو ولسوالۍ له کليوالې سيمې څخه راغلې، د بزګرانو او کوچيانو لپاره د ضمانتي کورونو د جوړونې او په کليوالو سيمو کې د شته کاري ځواک لپاره د کاري روزنې په هکله يې خپل وړانديزونه وړاندې کړل. هغې وويل

هيله لرم چې حکومت په ګوښه او ليرې پرتو سيمو کې د ضمانتي کورونو شمېر او مرستندويه پيسې زياتې کړي تر څو لا ډېر بزګران او کوچيان خوندي کورونه لاسته راوړي. دوهم، هيله ده چې په ګوښه او ليری ځايونو کې د بيا استخدام په اړه مرستندويه پيسې زياتې او په کليوالو سيمو کې د شته کاري ځواک لپاره روزنې پياوړې شي. درېيم، د شينجيانګ د جنوب په يادو سيمو کې د کليو د مشرانو معاشونه بايد لوړ او د دوی تر تقاعد وروسته دې د ټولنيز ضمانت په اړه ستونزې يې ليرې کړی شي.

د ريحانه ګل ټاټوبی ئاقتو ولسوالۍ د تکلمغان دښتې په لوېديځي برخه کې واقع دی او د خلکو اقتصاد يې ډېر کمزوری دی. د ٢٠٠٧ کال په مې کې ريحانه ګل د منځني ښوونځي له لومړۍ دورې څخه تر فارغت وروسته په زړوره توګه د عاداتو له خنډونو څخه په وتلو سره د مزدوري لپاره د چين ختيځ د جه جيانګ ولايت د څه شي ښار د منسوجاتو په يوه فابريکه کې يې کار پيدا کړ، پنځه کاله وروسته هغې نه يوازې د ژبې ستونزې ليرې کړې،بلکې ددې تر څنګ يوه فني کارکوونکې ګرځېدلې، او د مزدورۍ لپاره يې د خپل ټاټوبي څه باندې يو زر ښځو ته په جه جيانګ ولايت کې د کارونو موندلو په اړه ترتيبات ونيول چې په دې وسيله د دوی برخليک هم ور سره بدل شوی دی.

څلورويشت کلنه ريحانه ګل ډېره ځوانه ده، خو هغه هيله لري چې په خپلو کوښښونو د ټاټوبي له وګړيو سره مرسته وکړي چې د کار او پوهنې له لارې خپل برخليک بدل کړي. د ملي ولسي کانګرس د سږنۍ غونډې مخکې، هغې له هغو ګوښه او ليرې سيمو څخه ليدنه کړې چې د دې له ټاټوبي ئاقتو څخه پنځه سوه کيلو متره واټن لري او د څېړنې نتيجې له مخې يې اړوند وړانديزونه تر لاسه کړل. د استازيو بحث په ترڅ کې د دې وړانديزونو تودې چک چکې او هر کلي تر لاسه کړي. دې وويل

ډېره خوشحاله يم چې د ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه د بزګرانو او کوچيانو په منځ کې انتخاب شوې يم، دغه دنده ډېره د احترام وړ او هم ډېره درنه ده. نو زه غواړم د دې فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره د خپل ټاټوبي وګړيو ته ځيني خدمتونه تر سره کړم.

ريحانه ګل وويل اوس د دې ټاټوبي بڼه ډېره بدله شوې چې بزګرانو او کوچيانو د اصلاحاتو او ورخلاصون له برياليتوبونو څخه ډېرې ګټې اخيستي. د بېلګې په توګه د ئاقتو په ولسوالۍ کې د نهو کلونو اجباري تعليم تګلارې پلی کېږی او زده کوونکي په دغو نهو کلونو کې د زده کړې لګښت ته اړتيا نه لري. پر دې سربيره، د بزګرانو او کوچيانو لپاره د ضمانتي کورونو د جوړولو پروژه هم عملي کېږي. خو ريحانه ګل لا هم د کليوالو سيمو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. دې وويل

سږ کال د صدراعظم ون جيا باو په کاري راپور کې زموږ غوښتنې او هيلې هم څرګندې شوې، مثلا بايد په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو پرمختګ بايد ګړندی شي، د بزګرانو د ژوند سويه دې لوړه او ښوونې او تعليم ته دې لومړی اهميت ور کړی شي. له دې څخه څرګندېږي چې د حکومت او وګړيو هيلې يو شان دي او د کوښښونو او هڅې يوه ګډه خوا لري.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای