CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي د بېوزلۍ د له منځه وړلو په هکله وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2013-03-27 20:53:52

ګو يوان ښار د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د ليو پان شان په نامه غرنۍ سيمه کې پروت دی چې د حکومت لخوا د تر ټولو بېوزلې سيمې په توګه بلل کېږي. له ډېرو کلونو راهيسې، په دغه ښار کې د ايکولوژيکي کرهڼيزې نومي اډې او د اوبو سرچينو ساتنې په شمول د مرستندويه پروژو په پلي کېدو سره د وګړيو د ژوند بنسټيزې اړتياوې پوره شوي، خو دلته د يو پر درېيمه برخه وګړيو د ژوند سويه لا هم د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ده. ٢٠١٢کال د ګو يوان ښار د بزګرانو منځني عايدات يوازې د ټول هېواد د بزګرانو د منځني عايداتو نيمه برخه نيسي.

يو پنځوس کلن ليو ان جون د ګو يوان ښار يو ځايي بزګر دی، د ده کورنۍ څلور تنه د نيم هکتار په پراخوالي کرنيزې ځمکې لري. د زراعتي توليداتو په پلورلو سره د دوی کلني عايدات يوازې شپږ سوه پنځوس امريکايي ډالره دي، نو د لا زياتو پيسو ګټلو لپاره، ليو ان جون هر کال د کار او مزدورۍ لپاره نورو ځايونو ته ځي، له دې امله چې په ګو يوان ښار کې د کار او استخدام فرصتونه لږ دي، نو هغه مجبورا ين چوان ښار ته د کار لپاره راغلی، کوم چې د ده له کور څخه ډېر ليرې دی. هغه خبريال ته وويل:

زه په عمده توګه په خدمتي چارو لګيا يم. اوس د مزدورۍ فرصت پيدا کول مشکل دي، نو زه د کار د لټولو په غرض ډېرو ځايونو ته ځم.

د ليو پان شان غرنۍ سيمه چې ګو يوان ښار پکې واقع ده، ٢٠١١ کال د حکومت لخوا د هغو څوارلسو بېوزليو ځايونو په لست کې شامله شوې چې د بېوزلې سيمې پراخوالی ډېر لوی دی او بايد ورسره ډېرې مرستې وشي.

د ٢٠١٣ کال د چين د دوولسم ملي ولسي کانګرس د مرکزي کمېټې په لومړۍ غونډه کې، د چين پخواني صدراعظم ون جيا باو د حکومت په کاري راپور کې پر دې ټينګار کړی و چې بايد له بېوزلو سيمو سره لا ډېرې مرستې وشي. دغه راز څنګه له بېوزلۍ څخه د دغو سيمو د ژغورنې موضوع بيا ډېره د پاملرنې وړ ګرځېدلې. د ګو يوان ښاروال او د ملي ولسي کانګرس استازي ما هان چنګ دې ته اشاره وکړه چې د پانګونې لګښت او د صنعتي چارو وروسته پاتې کېدل د ګون يوان ښار د پرمختګ په بهير کې تر ټولو لويې ستونزې دي. نو په راتلونکي کې به ګو يوان د پرمختګ خوا له کرهنيزو چارو او ايکولوژيکي توليداتو څخه په صنعتي او ښاري کېدو بدلې شي. هغه په دې غونډه کې په ګو يوان ښار کې د اومو سکرو، برېښنا او المونيم د پروژو پرمختګ په اړه وړانديز وکړ. ده وويل:

ما د دې پروژو په هکله څېړنې کړي، لومړی، ګو يوان ښار د سکرو سرچينې لري. دوهم، ګو يوان د المونيم د پرمختګ لپاره د مالګې سرچينه هم لري. درېيم، ليو پان شان غرنۍ سيمه د المونيم لوی بازار شته.

ښاغلي ما هان چنګ وويل، دغه پروژه د ګو يوان د سکرو سرچينې په استعمال سره د برېښنا د توليدولو له لارې بيا د المونيم د ترلاسه کولو په موخه يوه پروژه ده چې ستراتيژيکي اقتصادي ارزښت لرونکې ده. که دغه پروژه په عادي توګه له پلان سره سمه پلې شي، ګو يوان ښار به دوه اعشاريه اته مليارډه امريکايي ډالره مستقيمې پانګې تر لاسه کړي، ورپسې د فابريکې له بشپړېدو او توليد کچې تر لوړېدو وروسته به يې کلني عايدات نژدې شلو مليارډو ته او ترې تر لاسه کېدونکيو ګټو عمومي اندازه به يې يو سلو شپېته مليونو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. دغه راز به نه يوازې د ګو يوان ښار د صنعتي چارو پرمختګ ګړندی او د ښاري کېدو سويه به يې هم لوړه شي، بلکې د کار او استخدام په اړه نور زيات فرصتونه به هم د وګړيو لپاره پکې رامنځته شي.

د ٢٠١٢ کال په مارچ کې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې ځايي حکومت د چين د المونيم له شرکت سره د يادې پروژې په اړه د همکارۍ تړون لاسليک کړ. ليو ان جون وويل، د دې پروژې تر ټولو لوی ښه والی د ځايي وګړيو د ژوند سويې په لوړولو کې به ستره ونډه ولري، ډېر کسان به وکولای شي چې خپلو کورونو ته په نژدې سيمه کې کارونه پيدا کړي. ده په دې هکله وويل:

فکر کوم چې دغه پروژه په ګو يوان ښار کې ترسره کول د ځايي خلکو لپاره ډېره ګټوره ده، موږ اړتيا نه لرو چې د کار او مزدورۍ لپاره نورو او ليرې ځايونو ته ولاړ شو.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای