CRI Online

په شينجيانګ کې د يوې بوډۍ ژوند

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 11:50:01

د پسرلي په پيل کې د ارومچي هوا لا هم سړه ده.د فبرورۍ په اووېشتمه نېټه،خبريال په نرۍ واوره کې د ارومچي ښار د توتون هه نومي د هستوګنې په سيمه کې د بوډۍ وې شيو ينګ کور ته ورغی او و يې ليدل چې دا يو درې کوټيز اپارتمان دی او کوټې يې ډېرې پاکې دی، برنډه يې له ګلونو او شنو نباتاتو نه ډکه ده او په هرې ګلدانۍ باندې کوچنی کاغذونه ځواړنده دي چې ورباندي د روغتيا معلومات کښل شوي دي.وې شيو ينګ وويل،ګلونه او نباتات نه يوازې د کور هوا پاکولی شي بلکې عادي ژوند ته ښکلا ورکړی شي.هغې وويل،اوس زموږ ټولنه ډېره ښه ده چې خوراک،څښاک کافي او،کالي مالي ډېرې دي.هېواد په هره مياشت کې موږ ته يو زر يوانه راکوي.زموږ ژوند ډېر ښکلی دی.

وې شيو ينګ چې عمر يې اويا کلونه دي،له نولس سوه يو شپيتم کال څخه له خپل مېړه سره يو ځای له لان جيو ښاره ارومچي ته نقل شوه.هغه پنځه اولادونه او يوه نيکمرغه کورنۍ لري.خو په دوه زره او دوهم کال کې ميړه يې له دنيا څخه لاړ چې له امله يې د دې ژوند ناڅاپه خراب شو.ورپسې هغې د مېړه د مړينې له سيوري نه د وتلو لپاره څه وليکل .هغې وويل،

ما منځنی ښوونی هم لوستلی او غوښتی مې چې د ورځې يادښتونه وليکم. يوه مياشت وروسته مې هره ورځ يادښتونه وليکل او په اخر کې مې له ليکلو نه خوند واخيست.له هغه وخته راپدېخوا مې د ورځې يادښتونو ليکلو ته دوام ورکړی دی.

وې شيو ينګ وويل،هغه په ژوندانه کې خوښ او خندان بوډۍ ده. اولادونه يې په کار او وظيفې بوخت دي او له دې څخه جلا ژوند کوي.خو د دې ژوند لا هم له ډېرو خوندونو نه ډک وي. دا د ډولونو او سنجونو ډلې غړې ده او کونګ فو،تايزي ورزش کوي .هره ورځ پرته له ورزش څخه هم انځور کوي او يا ډرامه اوري ، البته د ورځې يادښتونه هم ليکي.

هغې خبريال ته خپلې کتابچې وښودلي او و يي ويل،دا درې کتابچې د روغتيا په اړه دي.که څوک له کومې ستونزې سره مخامخ وی،تر هر څه لومړی بايد د ستونزې پر ليری کولو باور ولري. لنډه دا چې د ستونزې د حل لارې تل تر ستونزې نه زياتې وي.زما په کتابچو کې اخلاقي خبرې کښل شوي مثلأ،سره له دې چې يو سړی ډېر شتمن دی،که ښه طبيعت و نه لري،ښه ژوند به له لاسه نه ورکړی شی.څوک چې د مبارزاتي روحيې،ارمان او هيلې خاوند وي ،بريالی به شي. زه هميشه مثلونه زما اولادونو ته وايم.هيله من يم چې دوی خپل کارونه په ښه ډول ترسره کړی شی.

د وې شيو ينګ په کتابچو کې نه يوازې ډول ډول اخلاقي خبرې،بلکې په هېواد کې رامنځته شوې مهمې پېښې او کارونه هم ليکلي دي.خبريال پکې په دوه زره او اتم کال کې د بېجينګ د المپيک لوبو،په دوه زره او نهم کال کې د ولسي جمهوريت د جوړېدو د شپيتمې کليزې،په دوه زره او لسم کال کې د شينجينګ په اړه د مرکزي کاري غونډې،په دوه زره او يوولسم کال کې د ارومچي د ګړندی بسونو د استعمالولو ،په دوه زره او دوولسم کال کې په ارومچي ښار کې د سکرو سوځولو پر ځاي د طبيعي ګازو د کارولو په هکله زيات مالومات لوستلي دي.وې شيو ينګ خبريال ته وويل،سږ کال مې په ارومچي ښار کې وليدل چې هوا او چاپيريال د تيرو کلونو په مقايسه ډېر ښه شويدي.پخوا چې واوره اوريدله، د واورې په سطح د سکرو تورې دوړې ليدل کېدې.خو اوسمهال د ښار د شنه کېدو پروژې د بشپړتيا په رڼا سختې دوړې او لوخړې ورکې شوې.د ښار ګړندی بسونه هم په ښه توګه تګ راتګ کوي.ويل کيږي چې ارومچي په راتلونکيو پنځو کلونو کې ډېر انکشاف ومومي.په تيرو درېيو کلونو کې دغه ښار هم چټکه پرمختيا موندلې ده.زموږ ژوند به ورځ تر بلې ښه شي.

که څه هم وې شيو ينګ يوه بوډۍ ده، خو هره ورځ د خوشاليو په فضا کې ژوند کوي او د هېواد له پرمختيايي برياليتوبونو نه ګټه اخلي.دا د شينجيانګ په ارومچي ښار کې د يوې بوډۍ د ژوند کيسه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای