CRI Online

ښوونکي زما خپلوانوغوندي دي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 11:53:18
تودي محمدي متحدي شل کلن ځوان دی او ټاټوبي يې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې هوټان دی.کله چې هغه دوه کلن و،پلان او مور يې د ناروغيو له امله له دنيا نه لاړل او هغه يتيم شو.کله چې عمر يې اوه کلونه وو،د بې وزلۍ له امله له ښوونې څخه بې برخه شو او د هوتان د يتيمانو مرکز ته ولېږل شو .څرنګه چې تودي محمدي په درسونو کې تل لوړې نمرې اخيستې چې له منځني ښوونځي نه د فارغ کېدو نه وروسته يې د ازموينې له لارې د جيانګ سو پوهنتون لخوا ومنل شو .

د جيانګ سو پوهنتون د خوړو او بيولوژۍ پوهنځي ښوونکي يي فونګ وويل،پوهنځي ته د تودي محمدي د داخلېدو مخکې،د هوتان ولسلوالۍ د يتيمانو مرکز چارواکي د پوهنځي تبليغاتي ادارې ته د تودي محمدي حالت معرفی کړ او هيله يې څرګنده کړه چې پوهنځی ده ته مرستې برابرې کړي څو چې دغه يتيم زده کوونکی وهڅوي .د يتيمانو مرکز چارواکي محمدامين په خوله،که څه هم مرکز تودي محمدي ته څلور زره او اوه سوه يوانه پيسې ورکړې،خو تعليمي لګښت يې شپږ زرو يوانه وو ،د مرکز لخوا برابرې شوې پيسې کافي نه وې.دغه چارواکي په عين وخت کې ويلي چې په راتلونکيو څلورو کلونو کې به مرکز هر کال تودي محمدي ته د زده کړې نيمه برخه فيس،د پوهنتون او کور تر منځ د تګ راتګ لګښت،د ليليې ،کتابونو او خوراکو فيس برابرکړي.د پوهنتون مشرانو د دې حالت له معلومولو وروسته دغه يتيم زده کوونکي ته ډېر پام ورکړ چې نه يوازې يې له ټاکلي وخت دمخه تودي محمدي ته د صابون په شمول د ژوند اړتياوړ شيان واخيستل،بلکې د تودي محمدي د هرکلي لپاره يې ښوونکی ګوان يي فونګ د اورګاډي ستيشن وليږه.پوهنتون ته تر رسيدو وروسته، د پوهنځي د ګوندي کميټې منشي سون جنګ او اوه اويا کلن استاذ جيو جيون په ملګرتيا تودي محمدي اړونده تشريفات بشپړ کړل.منشي او استاذ هم ور ته يو زر يوانه پيسې د ډالۍ په توګه ورکړې.د نورو زده کوونکيو ګرم زړونه لرونکی پلرونو او مېندو د ده پنډونه دده ليليې ته يووړل او تودي محمدي يې اسلامي خوړنځی بوت.کله چې په دې خبر شو چې تودي محمدي په نولس سوه دوه نويم کال کې زيږېدلی،زوړ استاذ سون جنګ هه په خوښۍ ډول ويلي،ستا عمر زما د لمسۍ عمر په شان دی،ته بايد ما ته نيکه ووايې.په راتلونکې کې که چې له ستونزو سره مخامخ وې،خامخا ما ته ووايې.

د جيان سو پوهنتون

تودي محمدي وويل،که څه هم زما پلار او مور لا پخوا له دنيا نه لاړل . خو زما سره مينې او ما ته پاملرنې کمې نه دي .زه به په درسونو کې لا کوښښ وکړم .منشي جو جينو وويل،تودي محمدي د پوهنځي لومړی داسې زده کوونکی دی چې د شينجيانګ د خپلواکې سيمې له لږکيو قوم نه راغلی دی.د پوهنځي ټول ښوونکي هيله لري چې هغه ژر په نوي ژوند کې ځان ګډ شی .

د جن جيانګ او جينګ جيانګ ورځپاڼو د دوه زره او دوولسم کال په سپتمبر کې په جلا جلا ډول د تودي محمدي د بدمرغه ماشومتوب او په زده کړه کې دده د کوششونو په اړه راپورونه چې د ٢٠١٢ د سپتمبر په مياشت کې د جن جيانګ او جينګ چيانګ په ورځپاڼو کې خپاره شوي ، د ټولنې د ډېرې پاملرنې سبب ګرځېدلی دی.د جن جيانګ ښار د اسلامي ټولنې د مشر مرستيال او سرمنشي په ځانکړی ډول د جيانګ سو پوهنتون ته ولاړ او د څو مسلمانانو لخوا راغونډ شوي يو زر او شپږ سوه يوانه پيسې تودي محمدي ته ورکړې او و يې ويل چې موږ مسلمانان د يوې کورنۍ غړي دي .تودي محمدي په خوښۍ ډول خبريال ته وويل،اوس زه په پوځي روزنه بوخت يم او په زده کړو کې به ډير کوښښ وکړم او په عين وخت کې به ژر تر ژره يو کار پيدا کړم څو چې د ژوند پيسې په خپل قوت واخيستی شم.زما په ټاټوبي شينجيانګ کې د خوړو اومه مواد ډېری دي خو د خوراکونو چمتو کولوکارخانې لږې دي.زه به کوشش وکړم چې د خوراکونو د چمتو کولو ښه تخنيکونه خپل کړم او وروسته به ټاټوبي ته د اقتصادي پرمختګ لپاره خپل لازم خدمتونه برابر کړم. هغه په پاي کې ويلي،کله چې د جيانګ سو پوهنتون ته ورسيدم،له دغه پوهنتون سره مې مينه پيدا کړه.د پوهنتون ښوونکي زما د کورنۍ غړو په شان ډېر مهربان دي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای