CRI Online

د شان شي ولايت په شي ان ښار کې د هوا جوی شيانګ جومات په اړه مالومات

cri     (GMT+08:00) 2013-04-04 16:25:05

هره ورځ د شي ان په هغه لوی جومات کې چې د دې ښار د هوا جوی شيانګ په واټ کې واقع دی، د لمونځ اذان اورېدل کېږی. دغه لوي جومات د چين له لرغونيو ودانيو څخه شمېرل کېږي او په نړۍ کې هم ډېر مشهور دی.

د شي ان د هوا جوی شيانګ جومات د عيسوي اوه سوو دوه څلويښتم کال يعنی د تانګ امپراطوري په موده کې جوړ شو او په سونګ، يوان، مينګ او چينګ څلورو سلسلو کې د څو څو ځلو ترميم او ساتنې په اثر اوسنۍ بڼه رامنځته شوه . د جومات عمومي پراخوالی ديارلس زره مربع متره دی او د لمونځ په تالار کې له يو زرو څخه زيات کسان ځايېږي . د تالار پر څلورو لرګينو ديوالونو د قران مجيد أيتونه ليدل کېږي چې نيمه برخه يې په چيني ژبه او بله نيمه نيمه يې په عربي ژبه حکاکي شوي دي او د حکاکی دا ډول هنر د نړۍ په جماتونو کې لږ ليدل کېږی.

د هوا جوی شيانګ جومات د ادارې کمېټې مشر ان شي يوان خبريال ته وويل د دې جومات د پېژندنې مخکې بايد دوه اتيا کلن اخوند ما ليانګ جې ياد شي. هغه وويل : (اواز) اتيا کلن اخوند ما ليانګ جي زموږ د هوی قوم وګړيو د هستوګنې په سيمه کې روحي مشر دی او په دې سيمه کې د ارامتيا ساتلو او مساوات هڅولو په برخو کې يې مهم رول لوبولی او لوبوي يي. امامان، جومات او زموږ د هستوګنې سيمه نه جلا کېږي ، په دې برخه کې اخوند ما ډېر ستر خدمتونه تر سره کړي دي.

د مالوماتو له مخې، اخوند ما ليانګ جي د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د دې جومات د ترميمولو دنده په غاړه درلوده او د قران مجيد أيتونو د حکاکي کولو کارونه يې تر سره کړل چې دا د خطاطۍ ، حکاکۍ او ساختماني سبک ترمنځ نمونوي نښه ده او د اسلامي کلتور د خپرېدا لپاره يې ګټوره ده ، نو د ډېرو کسانو لخوا ستايل کېږی. اخوند ما خبريال ته وويل

د قران مجيد أيتونو په لاندني برخه کې ژباړل شوي چيني متن دی . څوک چې په عربي ژبه او د قران کريم أيتونه نه پوهېږي ، هم د أيتونو ماناګانې ښه لوستی شي. د سعودي عربستان يو پارلماني مشر زموږ له جومات څخه تر ليدنې وروسته وويل دا درې ټکي دده له اټکل څخه وتلي دي چې لومړی، په چين کې دومره لوی جومات شته. دوهم، په چين کې دومره زيات مسلمانان لمنوځ کوي. درېيم، د دې جومات په لوی تالار کې پر لرګيو باندي د قران مجيد ديرش سواتونه حکاکي شوي دي.

د هوا جوی شيانګ جومات بڼه له زرو کلونو راهيسې د شي ان ښار د هوی قوم مسلمانانو د کلتور او روحيې ژوند څرګندونه ده. مسلمانان د دې جومات په شاوخوا سيمه کې اوسېږي او سوداګري کوي . د جومات او شاوخوا مسلمانانو تر منځ اړيکې ډېرې نژدې دي. که د چا په کور کې څوک مړ شي، اخوندان به د مړ شوی کس له کورنيو سره خواخوږی ښيي . که د ګاونډيو په منځ کې کومه ستونزه او يا شخړه رامنځته شي، اخوندان او ملاګان به د مسئلو د ليرې کولو لپاره کوښښونه وکړي. په هره جمعه او يا اختر به مسلمانان په لوی جومات کې راغونډېږی چې لمونځ کوي او د اخوند لخوا لوستل شوی قران مجيد أيتونه اوري.

دغه جومات نه يوازې په شان شي ولايت کې ډېر مشهور دی، بلکې په ټول چين کې هم شهرت لري. ښاغلي ما يو جن چې د چينګهای ولايت له شي نينګ ښار څخه دغه جومات ته ورغلی، خبريال ته وويل

له شي ان څخه د سيلانۍ يو مهم پروګرام په دې جومات کې لمونځ کول دي، څرنګه چې زموږ په زړونو کې دغه جومات ډېر د احترام وړ دی، نو غواړم پخپلو سترګو وګورم.

اخوند ما خبريال ته وويل هم اخوندان او ملايان او هم جومات بايد د مسلمانانو د راغونډولو او د ټولنې د مساوات او ثبات د ساتلو لپاره مهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای