CRI Online

د شي ان ښار خوندورې قورمې

cri     (GMT+08:00) 2013-04-10 20:11:09

هر کله چې خبريال د شي ان د هوی قوم وګړيو د استوګنې سيمې ته ورځي، نو هلته ګوري چې ډېر مشتريان د قورمې يعنی د مالګې وهلې غوښې د اخيستلو لپاره ليکه ولاړ وي ، سيلانيان په دې حيران دي چې ولي دغه ډول مالګې وهلې غوښې دومره زيات مينوال لري. واقعيت دا دی چې دلته د لاو ما، لاو تونګ او لاو سونګ په شمول څو مشهورې مغازې شته چې خاص د غوايه او پسه مالګې وهلې غوښې خرڅوي، نو کاروبار يې ډېر ښه دی، په مشتريانو کې هم ځايي وګړي شته او هم سيلانيان .

ځايي وګړي ما فانګ قوی خبريال ته وويل

موږ نسل په نسل د دوی له مغازو څخه د قورمې غوښه اخلو ، د غوښې د مالګې وهلو او د پخلي لارې چارې ځانګړې دي او له نيکونو څخه دغه دود په ميراث اخيستل شوي دي، نو د دغې غوښې خوند ډير ښه دی.

د مالوماتو له مخې د لاو تونګ نومي مغازه دوه سوه کلن تاريخ لري. ددې مغازې پنځم نسل خاوند تونګ شن خبريال ته وويل د دوی په مغازه کې د غوايه او پسه غوښې د چمتوکولو بهير ډېر جدي او د پخلي مهارتونه يې ډېر ځانګړي دي چې د غوښې له انتخاب څخه تر پخلي پورې هر پړاو تر ډېر جدي ادارې لاندې په دقت ترسره کېږي. ده وويل

موږ لومړی په سترګو او لاسونو غوره غوايه او پسونه انتخابوو ، بيا دغه غوايه او پسونه حلالوو، غوښې پرې کوو او مالګې پرې وهو. د پخلي په ترڅ کې اور بايد ښه کنټرول شي، که اور لوی وي، غوښې به يې د لرګي غوندي وچې شي. که اور کم وي، غوښې به يې کلک شي.د مالګې وهلو مهارت هم په دې کې ډيره مهمه برخه ده، په ژمي کې د غوښې مالګې وهلو بهير له اوو څخه تر پنځلسو ورځو او په دوبي کې يوازې دوه درې ورځې په کار دي . اوس زموږ مهارتونه هم عصري شوي دي چې په دوبي کې غوښې هم له اوو څخه تر پنځلسو ورځو پورې پرې مالګه وهل کېږي ځکه چې د هوا د سړېدو په حال کې مالګه وهلې غوښې ښه خوند لري.

د يادولو ده چې د لاو تونګ نومي مغازې څخه د مهارت د ميراث اخيستونکي ټاکنه هم ډېره جدي ده او مهارت يې يوازې د خپلې کورنۍ هغه ځوان ته ورکول کېږي چې د پخلي هنر او اخلاق يې تر ټولو ښه وي. ښاغلي تونګ شن وويل

د نورو کسبونو په نسبت زموږ د کسب توپير دا دی چې دغه مهارت نه دا چې پلار خپل زوی ته ، بلکې د خپلې کورنۍ تر ټولو غښتلي ځوان ته ور زده کول کېږي. د بېلګې په توګه، د پخلي مهارت ما له خپل مشر تره څخه زده کړی دی. هغه ځوان چې غواړي دغه مهارت د ميراث په توګه واخلي بايد لومړی له دې کسب سره مينه ولري، څرنګه چې په دې کسب کې دومره زياتې پيسې نه شي ګټلی، خو د يو مهارت خپرول او په ميراث يې اخيستل نه يوازې يو ساده کار نه دی، خو يو ډول کلتور هم دی. موږ غواړو تر ټولو خوندور خوراک نسل په نسل مشتريانو ته وړاندې کړو.

د شي ان د حلالو غوښو په پلورنځيو کې د لاو تونګ نومي غوښې ډېرې مشهورې دي او د شي ان له خوندورو خوراکونو څخه شمېرل کېږي . د ژمي په فصل کې کاروبار ډېر ښه وي چې هره ورځ يو زر کيلو ګرامه مالګې وهلې غوښې پلورل کېږي.

د ښاغلي تونګ شن په قول، د ده پر غاړه دنده يوازې د غوايه او پسه غوښې پخول نه دي، خو د يو ډول کلتور خپرېدا هم ده. د شي ان ښاروالۍ هم د لرغوني تجارتي نښو د خپرېدا او پرمختګ فعال ملاتړ کوي. اړوند مامور وو ځو چاو وويل

موږ د لرغوني تجارتي نښو د خپرېدا او پرمختګ د هڅولو په برخه کې غوره تګلارې لرو چې يوه خوا موږ د مشهورو نښو د ثبتولو په هکله دوی هڅوو. دوهم هر کال د خوندورو خوراکونو نندارتون جوړوي چې ډېرو زياتو سيلانيانو ته زموږ دوديز خوراکونه له دې لارې ورپېژندل کېږي.

باور دی چې د بېلا بېلو خواوو د ګډو کوښښونو له کبله به د شي ان ښار دوديز خوراکونه په ښه توګه وساتل شي او د يو ډول کولتوري نښې په توګه به د تخنيکي اصلاحاتو په رڼا کې نوی حياتي ځواک وروبخښل شي

.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای