CRI Online

د داخلي مغولستان په خوحه هاوټ ښار کې د مسلمانانو زړکتون (١)

cri     (GMT+08:00) 2013-04-12 16:57:51

د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې د مرکز خوحه هاوټ ښار د هوی قوم وګړيو په اوسيدونکې ناحيه کې د مسلمانانو يو زړکتون شته چې د ناحيې حکومت لخوا جوړ شوی او د داخلی مغلولستان په سيمه کې يوازنی زړکتون بلل کېږی چې خاص د زړو مسلمانانو خدمت لپاره جوړ شوی خيريه زړکتون دی.

دغه زړکتون يوه اسلامي ځانګړتيا لرونکې دوه پوړيزه ودانۍ ده چې پکې شپږ پنځوس معياري کوټې شته او له سلو نه زيات زاړه کسان پکې ځاېيږي. دغه راز د ژوند او مذهب په برخو کې د زړو مسلمانانو د غوښتنو د پوره کولو په هکله يې د ښځو او نارينه وو لپاره د لمونځ جلا خونې، حمامونه، کلينيک، د روغتيا ساتلو او د سپورټ خونې، د لوستلو خونه او لوی او کوچنۍ طعام خانې موجودې دي.

څرنګه چې په دغه زړکتون کې خدمتي تاسيسات بشپړ، لګښتونه يې مناسب او خدمتونه يې ښه دي، نو د زړو کسانو لخوا هر کلي کېږی او د دوی د خوښې وړ ځای دی، حتی د زياتو نورو ولايتونو او ښارونو زاړه کسان هم غواړي پکې واوسېږي او ثبت شوي زاړه کسان دوه کاله وروسته پکې اوسېدای شي. خو څو کاله مخکې داسی حالت نه لېدل کېده ځکه چې په هغه وخت کې د زړکتون اداره ګډوډه شوې وه. يو کارکوونکی چې جانګ شيانګ نومېږي، خبريال ته وويل

په هغه وخت کې د زړو کسانو يا د کارکوونکو حتی د کارکوونکو او زړو کسانو تر منځ جنجالونه کله نا کله پېښېدل او اداره يې بيخې ګډوډه شوې وه.

جانګ شيانګ، چې نژدې د لسو کلونو لپاره په دې زړکتون کې يې کار کړی، په خپلو سترګو د زړکتون هغه د خوښۍ وړ بدلونونه وليدل چې د ٢٠٠٧ کال د جون له اتمې نېټې څخه د زړکتون د درېيم دوره مشر په توګه د ښاغلي ما جيان جونګ د ګمارلو وروسته رامنځته شوي دي. جانګ شيانګ خبريال ته وويل

ښاغلي ما د زړکتون مشر تر ګمارلو وروسته لومړی د زړکتون اداره سمه او منظمه کړه . هغه شپږ اوه تنه کارکوونکي چې د ادارې اطاعت يې و نه کړ ، ګوښه شول، دغه راز يو تن د کار په وخت کې قطعه بازي کوله، هم ګوښه شو . د ښې ادارې نتيجه دا ده چې بد کاري سبک ليرې شو.

د ښاغلي ما جيان جونګ په وړاندې چې د کار کولو جدي رويه او ډېرې نوې نظريې لري، لومړی د زړکتون زړو کسانو او کارکوونکيو باور نه درلود، خو په څو کلونو کې، ښاغلي ما جيان جونګ په واقعي عملياتو خپل کاري توان څرګند کړی او د زړو کسانو اعتماد او درناوی يې هم تر لاسه کړی دی. هغه د زړکتون د اداره کولو نوی لارې چارې کاروي . نن ورځ زړکتون په مېلمستون، روغتون او لويې کورنۍ بدل شوی دی. د دې زړکتون کارکوونکي هم د ده ډېر درناوی کوي. جانګ شيانګ خبريال ته وويل

د زړکتون مشر په توګه د ښاغلي ما جيان جونګ تر ټاکنې وروسته زموږ د زړکتون حالت کال په کال ښه شوی. مخکې موږ په تم خونه کې هېڅ خدمتي تاسيسات نه و. خو اوس زموږ زړکتون لکه مېلمستون په شان کوچونه، د بوټو د پاکولو اله، خومتي مېز او خدمت غوښتونکي اله او نور بېلا بېل خدمتي تاسيسات لري.

د ښاغلي ما جيان جونګ په سترګو کې د زړکتون څه دپاسه سل تنه زړ کسان او شل تنه کارکوونکي ټول د ده د کورنۍ غړي دي او زړکتون د زړو مسلمانانو د يوې لوې کورنۍ غوندی دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای