CRI Online

په شينجيانګ کې د زړه پيوند يا د زړه بدلون لومړی کس

cri     (GMT+08:00) 2013-04-28 16:14:24

لس کاله مخکې نهه ديرش کلن بزګر چې لي چينګ ژن نومېږي او د ارتاي ښار اوسېدونکی دی ، د زړه ناروغۍ له امله د شينجيانګ په ولسي روغتون کې بستری شو او د زړه پيوند يا د زړه بدلون عمليات اجرا شو چې تر اوسه پورې روغ جوړ اوسېږي او ژوند او کار يې هم خوږ ښکاري . د خوښۍ وړ خبره خو دا ده چې هغه د عملياتو وروسته هم د يو زوي پلار شو .

د مارچ څلورمه ورځ د ښاغلي لي چينګ ژن د زړه د بدلون لسمه کاليزه ده . د اويغوري خپلواکې سيمې ولسي روغتون په خاص ډول دده د عملياتو د لسمې کليزې د نمانځنې مراسم پرځاي کړل . د زړه د جراحۍ څانګې معالج ډاکتر جانګ جو ګانګ اعلان وکړ چې په شينجيانګ کې د زړه بدلون لومړی کس لي چينګ ژن د اوږدې مودې د ژوند مودې ته داخل شوی دی . ښاغلي لي په هيجانی توګه وويل چې ژوند می ښکلی دی او غواړم نور څلويښت کاله ژوند وکړم .

ښاغلي لي يو بزګر دی او په ٢٠٠٣ کال کې ناڅاپه د زړه په ناروغۍ اخته شوی و او ددې ناروغۍ د درملنې او علاج تر ټولو ښه لار د زړه پيوند يا د زړه بدلون دی. د هغه وخت د حالت يادونې په مهال کې د ښاغلي لي ښځه وانګ چن لي لا تر اوسه ويره لری. کله چې دده د خاوند زړه د بدلون خبر واورېد، ډيره حيران شوه ، د خوشالۍ خبره وه چې روغتون يوازی پنځوس زره يوانه پيسې ترې واخيستې او نور لګښت وړيا و ، خو د هېواد په نورو روغتونونو کې د زړه د پيوند عمليات څلورو لکو يوانو ته په کار دي . عملياتو دوه ساعته او څلويښت دقيقې دوام درلود او ډاکترانو ويلي چې عمليات ډير بريالي دي او تر هغه وخته په چين کې يعنی له يو ميليادو او دريو سوو مليونو وګړو څخه يوازی دغه ډول څلويښت عمليات اجرا شوي دي

د عملياتو وروسته ولسي روغتون هم د ښاغلي لي سره د توان په اندازه مرستې ورکړې او دده د زخم د عفونت د وقايې او بدني قوت د تقويې لپاره په ټاکلي موده کې معاينه کړې او هره مياشت يې په وړيا ډول د څلورو زرو يوانو په ارزښت درملونه برابر کړي دي .دغه راز د روغتون ټولو کارکوونکو هره مياشت دوه يوانه پيسې د بسپنې په توګه ورکړې او دده د ښځې لپاره د اوسېدو ځاي حتی د کار دنده برابره کړې ده .

په ٢٠٠٩ کال کې د ښاغلي لي زوي پېدا شو چې دده کورنۍ ته نوې هيله رسول شوېده . خو نشی کېداې چې د زوي د روزلو او د کور د نورو لګښتونو د ادا کولو لپاره لا هم له روغتون څخه مرسته واخلي . نو بالاخره ښاغلي لي پرېکړه وکړه چې بل کار پيدا کړي چې په نتيجه کې يې د پروسږکال له مې مياشتې څخه د چټک ليږد دنده پيل کړه او په لسو مياشتو کې د درنې دندې له امله د بدن وزن يې څو کيلوګرامه ټيټ شو، خو ښاغلي لي په خندا وويل چې که څه هم ډنګر شوی يم ، خو صحت مې ښه شو او په دغو لسو مياشتو کې هيڅ ناجوړتيا نه پيدا شوه ،غواړم چې د خپلو کوششونو له لارې د روغتون بار کم کړم او د خپل توان په اندازه د هر هغه کس جبران کړم چې ما ته يې پام او مرسته کړې ده .

رښتيا ده چې لي چينګ ژن په خوښۍ سره ژوند تيروي . دده په قول اوس دده د کورنۍ غړي د روغتون لخوا په ترتيب د ديرش مربع مترو په اندازه دوه کوټيز اپارتمان کې اوسيږي . هغه خبريال ته وويل چې لور يې هم کار پيدا کړ او زوي يې په ښه توګه وده کوي . ښاغلي لي او دده ښځه هره مياشت جملتا څلور نيم زره يوانه پيسې ګټلې شی چې دده په نظر اوسنی ژوند د زړه د پيوند عملياتو د اجرا کېدو د پخوا په نسبت هم ښه دی.

ښاغلي لي هيله لری چې نور څلويښت کاله ژوند وکړي څو چې د هغو ناروغانو د ژوند کلونو ريکارډ مات کړي چې زړونه يې هم بدل شوي دي. د تازه معاينې د نتيجې سره سم اوس د ښاغلي لي صحت ډير ښه دی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای