CRI Online

د مېکرو بلوګ له لارې د مينې ليږل

cri     (GMT+08:00) 2013-04-28 16:14:59

 د مارچ په شپږوېشتمه نېټه،د شن يان ښار د فو جي نومي نجلۍ په دې ډېره خوښه وه چې په مېکرو بلوګ کې يوه غوښتنه رښتنې شي.د غوښتنې له خپرېدو نه يوازې دوه ورځې وروسته،د شينجيانګ شنه پوستکي انګور د دې د ترورۍ خاوند ته وليږل شول چې د جګر په سرطان اخته دی.

د اپرېل په څليروېشتمه نېټه د فو جي لخوا خپور شوی مېکرو بلوګ د خلکو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی .هغې په ويبپاڼه کې دا ليکلي دي چې سږ کال زما د ترورۍ خاوند شپږ پنځوس کلن دي او د معاينې په اثر د جګر په سرطان کې اخته دی او ناروغی يې وروستی مودې ته رسېدلې ده. دده يوازنی غوښتنه دا ده چې د شينجيانګ شنه پوستکي انګور وخوري.زما خور په دا ليان او شن يان ښارونو کې دغه ډول انګور پيدا نه کړ،.زما د ترورۍ خاوند لپاره به د ژوند پاتې ورځې زياتې نه وي،هغه هيله لري چې د راتلونکي مني تر فصل پوری ژوند وکړي. نو هيله من يم چې تاسو ما ته د مرستې لاس اوږد کړئ. د اټکل نه وتلې خبره دا ده چې د دغه مېکرو بلوګ له خپرېدو وروسته،زيات وګړي فو جي ته ځوابي پيغامونه ورليږلي او نيکې هيلې او مرستې يې ورکړې دي.د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې حکومت مطبوعاتي دفتر هم دغه ميکرو بلوګ په خپله ويبپاڼه کې بيا خپور کړ.د مارچ د پنځه وېشتمې نېټې په سهار وختي،د شينجيانګ د قارغيزۍ ناحيې د ګوندي کميټې د تبليعاتي څانګې مشر شيا مينګ فانګ د شنه پوستکي انګور په اړه دغه مېکرو بلوګ وليد او ويي ويل چې زموږ ځای د دغه ډول انګورو ټاټوبی دی .د کرنې وزرات زموږ د موګنا په نامه انګورو ته طلايي مډال ورکړی دی.موګنا انګور په ټول هېواد کې شهرت لري. کولی شم چې د يوه ناروغ اخري هيله پوره کړم ، نو د حکومت د مطبوعاتي دفتر د مرستې په رڼا مې د جنوب هوايي شرکت سره تماس ونيوه.

انګور بايد لومړی له کشغر نه اروموچي ښار ته وليږدل شي،هغه الوتکه چې د کشغر نه تر ارومچي پورې الوتنه هره ورځ له غرمې وروسته په يوه بجه لسو دقيقو پيل شی او په دې کرښه کې يوازی يوه الوتکه الوزي چې هره ورځ له غرمې نه په درېيو نيمو بجو داي ليان ښار ته حرکت کوي.نو د انګورو ليږدولو دنده ډېره سخته وه .

د اپرېل په پنځه وېشتمه نېټه، دوه صندوقه انګور د کشغر هوايي ډګر ته وليږدل شول او له غرمې نه په درېيو بجو شاوخوا د جنوب هوايي شرکت کارکوونکيو لاسونو ته ورسېدل.لس دقيقې وروسته انګور د الوتکې په وسيله دا ليان ښار ته د ليږدلو په حال کې وو او په همدې ورځ په سالمه توګه دغه ښار ته ولېږل شول.کشغر د چين په ليری لوېديځ کې او دا ليان په ليری ختيځ کې پراته دي.د دوی تر منځ د څلور زرو درېيو سوو او شپږوېشتو کيلومترو په اوږدوالي واټن موجود دی.خو د زيات شمير کسانو ګډه هيله دا وه چې انګور ژر تر ژره ناروغۍ ته وليږدل شي.

د مارچ د شپږوېشتمې نېټې د سهار په نهو بجو،فو جي د انګورو اخيستلو لپاره له شن يانګ ښار څخه دا ليان ښار ته ورسيد او بيا يې خواږه انګور ددې د ترورۍ خاوند ته يووړل .هغې خبريال ته وويل،زما د ترورۍ خاوند له دې نه ډېره مننه کوي،هغه ويلي چې د شينجيانګ انګور ډېر ډېر خواږه دي.هغه اوس ډېر خوراک نه شي خوړلی ،په سهار کې يې لږ څه وخوړل او له ډوډۍ وروسته يې هم ويلي چې له غرمې وروسته به بيا انګور وخوري.فو جي وويل،په نړۍ کې ښه وګړي ډېر دي. زما د اټکل نه وتلې خبره ده چې دومره زياتو ملګرو ما ته مرستې کړې دي .دا له مينې او پاملرنې څخه ډکه کيسه ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای