CRI Online

د ارومچي په ښار کې د اخلاق درس

cri     (GMT+08:00) 2013-04-28 16:13:00

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ارومچي ښار د هستوګنې په يوه سيمه کې د اخلاق درس نومي فعاليت ډېر مروج دی.په دغه فعاليت کې ښوونکی او د درس ورکولو ځای نه شته،ځايي اوسيدونکي د ميز تر څنګ کيني او د خبرو اترو له لارې غوره اخلاقونه زده کوي.

د اپرېل په لسمه نېټه،د اخلاق درس يو ځل بيا خلاص شو.دغه خبر د ارومچي د ګاو شين ناحيې د نان سان نومي د استوګنې په سيمه کې خپور شو.جنګ جي ګانګ چې عمر يې دېرش کلونه دي،په وختي ډول خپل کاروبار پرېښود او د درس ځای ته ورسيد.هغه وويل،زموږ په سيمه کې د پروسږ کال له مې مياشتې نه په هره مياشت کې د اخلاق درس فعاليت تر سره شو.ما وخت درلود او دلته مې درس هم واورېد.موږ سوداګران د کاروبار له امله له ډول ډول کسانو سره تماس نيسي.د اخلاق درس له اورېدو وروسته زما اخلاقي سويه هم لوړه شوه.دغه راز کولی شم چې په لا ښه ډول د ځايي وګړيو خدمت وکړم،فکر کوم چې د اخلاق درس ډېر ښه فعاليت دی.

د اخلاق دغه درس ډېر ځانګړی دی چې د درس ورکولو ځای او ښوونکی نه شته.ځايي وګړي د ميز تر څنګ کيني او د خبرو اترو له لارې غوره اخلاقونه زده کوي.دونګ کين ځون چې ګرمونکي زړه لری ، لومړی وايي،په هر ژمي کې ځينو کسانو د سيمې له لويې دروازې نه د وتلو او يا له بهر نه د ننوتلو په وخت کې دروازه د ډبرې په وسيله بندوله ، نو دروازه هميشه خلاصېدله چې په نتيجه کې د دوه درې ورځو د اور په وسيله کنګل شوي نلونه ويليدل .خو وړم کال کې ما د اوبو نلونه په پنبو کې ونغښتل چې له امله يې په تيرو شويو دوو کلونو کې د اوبو نلونو د کنګل پرابلم حل شو.زموږ په سيمه کې سپي هم ډېر دي. خو د سپيو ځينو خاوندانو د خپلو سپي و نه تړل .ما له دوی نه د سپيو د تړلو غوښتنه وکړه،خو دوی زما وړانديز رد کړ.نو ما له دوی سره څو څو ځله د غوره ټولنيز اخلاق په اړه خبرې وکړې او په أخر کې دوی زما غوښتنه ومنله اوس دوی د شپې له لسمې نېټې وروسته خپل سپی خلاصوي.په تيرو شويو څو کلونو کې زموږ په سيمه کې شورماشور ټيټ او کم شويدي.زما په نزد زموږ سيمې د وګړيو اخلاقي سويه لوړه شوېده.

که څه هم د دونګ کين ځون په وينا کې ياد شوي کارونه ټول کوچني دي،خو د دې خبرې د ډېرو زياتو وګړيو د پام وړ ګرځيدلي دي.ځاو چن پينګ چې يو اويا کلن سپين ږيری او د لوېديځ هواو ټينګ په سيمه اوسيدونکی دی وويل،د اخلاق درس له اورېدو وروسته ما هم په سيمه کې د کثافاتو د پاکولو لپاره له نورو سره مرستې کړېدي. هغه څوک چې ما له دوی سره څو څو ځله مرستې کړېدي،ډېر شرميدل او وروسته به دا ډول بد کار و نه کړي.زما په اند د ټولنيزې همغږۍ جوړول يو بهير ته اړتيا لري.که هر کس کوچينی کار وکړي،د ټولې ټولنې اخلاق به هرومرو ښه شی

د اويغور قوم درويشت کلنه پيغله اعبدام هم وينا وکړه او و يې ويل،په تيره شوې مياشت کې مې د اخلاق په درس کې د اولادونو د روزنې په اړه د ترورۍ دينګ کيسه واورېده.د دې د کورنۍ د ټولو غړو تر منځ اړيکې ډېرې ښې او همغږې دي.له دې امله چې زما په کور کې تر ټولو کشره لور يمه،نو کله کله له موره مې سره جنجال وکړ.خو د ترورۍ دينګ کيسې له اورېدو وروسته مې فکر وکړ چې د پلرونو او ميندو اطاعت ډېر مهم دی.ما او زما مور تر منځ اړيکې اوس ډېرې ښې دي.

درنو اورېدونکو،دا د اخلاق درس کيسې يوه برخه ده،ويلی شي چې د سيمې وګړيو د اخلاق کچه د درس له اورېدو وروسته ښه شوېده. هيله لرو چې د هېواد په نورو ځايونو کې هم داسی درسونه خلاص شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای