CRI Online

په عولجا ښار کې د بايدورا جومات ساختماني او هنري بڼې

cri     (GMT+08:00) 2013-05-31 09:15:54

د جومات ساختماني کولتور د چين د ساختماني کولتور يوه مهمه برخه او د چيني فرهنګ يوه مادي نمونه هم ده . په ټوله نړۍ کې جوماتونه د ساختماني شکلونو او پراخوالي له نظره بېل دي او ساختماني کولتور او محتويات يې هم متنوع دي . په چين کې زرګونه جوماتونه پراته دي ، خو د ساختماني بڼې له مخې په کشغر کې عيدګار جومات تر ټولو لوی ، د چينهاي ولايت په شينين ښار کې د دونګ ګوانګ جومات داسی جومات دی چې لمونځ کوونکي يې تر ټولو زيات دي ، د بيجينګ نيوجي جومات د ښکلي لرغوني ودانيو په ساتلو سره نه يوازی په چين کې بلکې په نړۍ کې هم ډير شهرت لری. ..

د شينجيانګ د اييلي د قزاق ي قوم خپلواکه ناحيه د چين په شمال لويديځه څنډه کې يوه شتمنه سيمه ده او اب وهوا يې معتدله ده او طبيعي منظرې يې ښکلۍ دي . دلته د قزاق ، اويغور ، هان او حوي قومونه ميشته دي چې نفوس يې پنځه مليونه تنه دي . عولجا ددې خپلواکې ناحيې مرکز دی چې اوس پنځه لکه تنه پکې اوسېږي او درې لکه تنه يې مسلمانان دي. په تاريخ کې عولجا د چين په لويديځ کې يو سياسي ، اقتصادي او کولتوري مرکز و او شپږ سوه کاله مخکې اسلامي فرهنګ دې سيمې ته خپور شو.

په عولجا ښار کې دوه جوماتونه مشهور دي چې يو يې د حوي قوم جامع جومات او بل يې يايدورا جوما دی چې شاوخوا اوسيدونکي يي اويغوريان او قزاقان دي.

بايدورا جومات نژدې دوه سوه کاله تاريخ لری او دوه سوه اويا کاله مخکې د چين د چيانلونګ امپراطور د سرحدي سيمو د ارامولو لپاره دغه جومات جوړ کړ او د جوړېدو په لومړيو وختونو کې په جومات کې حتی څو سوه طالبان اوسېدل .حتی يو ترکي لوي امام هم د سفر لپاره دلته راغلی و. اوسنی جومات د نهو کلونو د کوششونو له کبله په ١٩٩٦ کال کې بيا جوړ شو او لوي تالار په سپينو مرمرو پوښل شوی او منار يې شپږديرش متره جګوالی لری چې لومړی پوړ يې ګدام او هټي ، دوهم پوړ يې د لمونځ عمده تالار ، دريم پوړ يې فرعي تالار او د دريم پوړ دپاسه ګنبد او منار دی..

د بايدورا جومات ساختماني بڼې په عربي او فارسي پورې اړه لری او حتی د منځني اسيا ساختماني شکل هم پکې لېدل کېږي.د جومات په ښی خوا کې د اذان برج لا هم پروت دی چې درې سوه کاله مخکې جوړ شو او چيني ساختماني بڼه لری. د جومات په انګړ کې ليدل کېږي چې دا جومات د اويغوريانو د هوښياريو نمونه ده او اسلامي او چيني فرهنګونه په دې جومات کې ښه يوځايښت شوی دی.

د جومات په وړاندی تر سترګو کېږي چې د جومات په ښۍ خوا کې د شلو مترو په جګوالي د اذان برج ولاړ دی او درې پوړونه لری. پرته له کف نه د تالار سقف ، ستونونه او ديوالونه ټولټال د لويو يا کوچنيو رنګينو ګچکارو تختو په وسيله ښکلي شوي دي چې لويه تخته يې دوه مربع متره او کوچنۍ تخته يې يوازی ورغوي غوندي وړوکی دی ، دغه راز اوږدی ، لنډې ، ګردې يا کږې حتی خالي شوۍ تختې هم ليدل کېږي . د تختو ګرافيکونه يې هم ډول ډول دي چې د څارويو ، ګلونو او د قران کريم د بيتونو په شمول څوسوه ډوله لری . دغه هنر له عربي کولتور څخه راغی او په څوارلسمه پيړۍ کې په شينجيانګ کې مروج شو . ددې هنر ځانګړتيا تقارن يا برابری ده . ويل کېږي چې د بايدورا جومات د ګچ په وسيله د حکاکۍ هنر غوره نمونه ده . د بايدورا جومات عمده ودانی پنځه شپېته متره اوږدوالی، څلوېښت متره پلنوالی او څلور متره جګوالی لری چې بڼه يې مقعره ښکاري او د دريم پوړ په بام غټ بلوري څراغ ځوړند دی او په يو وخت کې درې زره تنه لمونځ کوونکي پکې ځاييږي . هره جمعه جومات له ګڼو لمونځ کوونکو څخه ډک وي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای