CRI Online

له شينجيانګ سره د جيانګ سو ولايت مرسته

cri     (GMT+08:00) 2013-05-31 09:18:42

د هغې پرېکړې د تطبيق راهيسې چې د جيانګ سو ولايت هر کال د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ايلي له قزاقي لويې ولسوالۍ سره د يو ملياردو يوانو پيسو په ارزښت مرسته کړې ، ځايي وګړيو ته د زياتې ګټې رسولو پرته ددې ولسوالۍ د پرمختيايي ځواک هم پياوړی شوی دی. نن ورځ د ايلي وګړيو د ژوند کچې د لوړوالي لپاره د جيانګ سو ولايت نوي پړاو مرسته پيل شوه او د دوو کلونو راپدې خوا جيانګ سو ولايت د ايلي لويې ولسوالۍ په اړوندو لسو ولسواليو او ښارګوټو ، هورغوس بندر او نورو ځايونو کې دوه ملياردو پنځه سوه مليونه يوانه پيسې لګولې دي چې په نتيجه کې له بشپړ شويو شپږو سوو پروژو څخه پنځه اويا سلنې پروژې د ځايي وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره ټاکل شوې دي .

د ٢٠١٠ کال په اپرېل مياشت کې د اينين ولسوالۍ د توروفان په عسمان علاقه داری کې د باران او واورې سخت ناورين پېښ شو چې له امله يې لس زره تنه کورونه نړېدلي وو . د جيانګ سو ولايت حکومت ددې خبر په اورېدو سره سمدستی پرېکړه کړې چې ايلي لويه ولسوالی د نوي پړاو مرستندويه هدف په توګه وټاکي څو چې د ناورين ځپلو وګړو کورونه بيا اباد شی .

په تېرو دوو کلونو کې د جيانګ سو ولايت په مرسته په ايلي لويه ولسوالی کې د شپېتو زرو کورنيو لپاره نوي کورونه جوړ شوي دي . د ايلي لويې ولسوالۍ ګوندي مشر يو چينګ شان ووييل چې د جيانګ سو ولايت حکومت د بيا رغاونې په هکله يو لړ نوي تدبيرونه غوره کړي دي . د مثال په توګه د نويو کورونو د جوړولو په عين وخت کې د ځايي وګړيو بډايتوب ته هم زياته پاملرنه ورکړه شوېده .

د جيانګ سو ولايت په ١٩٩٧ کال کې د ايلي له لويې ولسوالۍ سسره مرسته پيل کړې او د نوي پړاو مرستې د شروع راهيسې يې د پخوا په نسبت لا زياتې پيسې لګولې او په عين وخت کې يې د مرستې لارې چارې هم بدلې کړې دي..

د ٢٠١١ کال په اګست مياشت کې د جيانګ سو ولايت ګوندي او حکومت پلاوي شينجيانګ ته لاړ او له شينجيانګ سره د يو سلو ميلياردو يوانو په ارزښت د سلو تصديو مرستندويه پلان يې پيل کړ . د جيانګ سو ولايت مرستيال والي شه هه پينګ وويل له شينجيانګ سره د جيانګ سو ولايت د تصديو د مرستې وتلی ځانګړتيا دا ده چې بايد هغه نظام اجرا شی چې د موثر تطبيق او ګډې ګټې پر بنسټ او د بازاري اړتياوو لمخې او د حکومت تر لارښوونې لاندی وي .

نن ورځ د ايلي په دره کې د جيانګ سو ولايت تصديو ډول ډول فابريکې جوړې کړې دي. تر ٢٠١٢ کاله پورې جيانګ سو ولايت له شينجيانګ سره د يو سلو اوياوو ميلياردو يوانو په ارزښت يو سلو اوه ديرش تړونونه لاسليک کړي چې په ايلي لويه ولسوالۍ کې يې مجموعأ اته ميلياردو يو سلو پنځوس مليونه يوانه پانګې اچولې دي

د ايلي خپلواکې ولسوالۍ ګوندي کميټې منشي لي شيون جيون په قول د مرستې وروستی هدف د دواړو ځايونو د کمبود پوره کول او د سرچينو ګډ کارول دي څو چې په ګډه پرمختيا وموندل شی.

د نوي پړاو مرستندويې پروژې عمومأ لويې پروژې دي او زياتې پانګې به پکې واچول شی . ددې لپاره چې هره روپی په لازم ځاي کې وکارول شی، د التکترونيکي نظارت او څارنې سيستم کارول شوی دی . په کمپيوتر کې د پروژو د داوطلبي ، ابادۍ او ليږدونې په شمول هر پړاو او عکسونه ليدل کېږي. د دې سيستم له کارولو راهيسې څارونکي کولی شی چې پر وخت مسئلې پيدا کړي او خپلې نظريې او وړانديزونه وړاندي کړي . دغه راز دوي د پروژو د اداره کولو په هکله درويشت نظامونه جوړ کړي ، د شپږديرشو پروژو د منظورولو تشريفات او اړوند سندونه يې بشپړ کړي دي چې له امله يي اته نيم مليونه يوانه پيسې سپما کړې دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای