CRI Online

د شينجيانګ په کشغر او قورغاس کې دوه صنعتي سيمې د جوړېدو په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2013-05-31 09:28:58

د شينجيانګ د کشغر په صنعتي سيمه کې خبريال وليدل چې پولي او سوداګريزه سيمه ، له ماليې څخه معاف سيمه ، د لندو ځايونو ساتونکې سيمه ، باغونه ، لوي کتابتون او داسی نورې ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي . پروژه دومره لويه ده چې تا به ويل يا د چين په لومړي لوي ښار شانګهاي يا د شن جن په ځانګړې سيمه کې ګرځم ، نه د چين په لوېديځ تاريخي ښار کشغر کې .

رښتيا ده چې دا کشغر دی او د درېو طرحې او ابادۍ له لارې د صنعتي سيمې لومړۍ بڼه جوړه شوه . مثلا د هېواد له جنوبي سيمې شن جن څخه تر کشغره عمومي سړک به ژر په کار ولوېږي ، د څو لکو مربع مترو په اندازه معياري فابريکې ، ديارلس جګې ودانۍ ، لوي سويرمارکيټ ، رستورانت او نورې ودانۍ هم د جوړېدو په حال کې دي چې له امله يې د کشغرپه نوې ښاري سيمه کې نوي عصري بڼه به ژر رامنځته شی چې دغه ښار دوه زره کاله لرغونی تاريخ لری.

 کشغر ښار

په عين وخت کې د تيان شان غره په شمال د اييلي په قزاقي لويه خپلواکه ولسوالی کې چې د چين په لويديځ کې د دروازې حيثيت لری ، د قورغاس صنعتي سيمه هم د چين او قزاقستان د پولو په اوږدو کې جوړه شوېده چې مساحت يې درې اويا مربع کيلومتره دی او د قورغاس د ځمکني بندر په ناحيه کې د سرحدی همکارۍ نړيوال مرکز ، د منځنۍ اسيا د طبيعي ګازو نل ليکه ، د چين او قزاقستان ترمنځ اوسپنيزه لاره او سړک لېدل کېږي ، نو هره ورځ لوي مال وړونکي کانتيزونه پکې تګ راتګ کوي

د درېو کلونو زيارونو له برکته دلته د دريو لکو مربع کيلومترو په پراخوالي د هستوکنې سيمه اباده شوې ده چې پنځلس زره تنه دايمي اوسېدونکي پکې ميشته دي او د لارو ، مخابراتو ، برېښنا ، بانکونو او سيلانۍ په شمول بشپړ تاسيسات او سازمانونه هم جوړ شوي او په نژدې راتلونکي کې به يو لکه تنه اوسېدونکي او په ليرې راتلونکي کې به دوه لکه تنه اوسېدونکي پکې ژوند وکړي .

د شينجيانګ د پرمختيا او اصلاح له کميسيون څخه د رارسېدلي خبر له مخې د مرکزي حکومت د ماليې وزارت هر کال په جلا جلا توګه نوموړو دوو سيمو ته د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړولو لپاره شپږ سوه مليونه يوانه مرستندويه پيسې ورکوي .تر اوسه پورې په کشغر کې د ځمکو راغونډولو او د اوسيدونکو نقلولو لپاره يو ملياردو دوه سوه پنځوس مليونه يوانه پيسې لګول شوي او د ابتدايي تاسيساتو د ابادولو لپاره يو ملياردو دوه سوه مليونه يوانه پيسې اچول شوي دي چې په نتيجه کې له ماليې څخه معاف سيمه او نوی ختيځه ښاري سيمه کې لارې اساسأ غځيدلې دي.

د قورغاس بندر

د قورغاس په صنعتي سيمه کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو لپاره نهه سوه او پنځوس مليونه يوانه پيسې لګول شوې دي چې د لارو ، د اوبو ايستلو او د ککړو اوبو د پاکولو ، برېښنا او ګرمي برابرولو په ګډون مکمل ابتدايي تاسيسات او د چاپېريال د سمسورولو پروژې هم د جوړېدو په حال کې دي. د اټکل له مخې تر ٢٠١٥ کال پورې د شينجيانګ په بېلا بېلو ځمکنيو بندرونو کې د ګمرکاتو ، مالونو او ادارې په هکله تشريفات د کمپيوتر په وسيله ترسره شی.

تر اوسه پورې د کشغر په صنعتي سيمه کې څوارلس تصدۍ راجلبې شوې چې د لسو تصديو د فابريکو جوړولو پروژې پيل شوې او يو ملياردو يو سلو پنځوس مليونه يوانه پيسې پکې اچول شوې دي. د قورغاس په صنعتي سيمه کې اتلس پروژې راجلبې شوې او دوه ملياردو او شپږ سوه مليونه يوانه پيسې راغونډې شوې دي چې دوه مليارده او دوه سوه مليونه يوانه پيسې يې لګول شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای