CRI Online

سور سيند د هوی قوم وګړيو لپاره د هيلو د پوره کولو ځای دی (1)

cri     (GMT+08:00) 2013-06-05 19:32:08

سور سيند چې په چيني ژبه کې هونګ هه تلفظ کېږی، يو نړيوال سيند دی چې اوږدوالی يې څه دپاسه يو زر دوه سوه کيلو متره دی او د چين په جنوب لوېديځ له يون نان ولايت څخه د ويتنام پلازمينې هانوي له لارې جنوبي سمندر ته داخليږي . د دې سيند سرچينه د يون نان ولايت د دا لي ښار د وې شان د هوی قوم د خپلواکې ولسوالۍ په يونګ جيان علاقه دارۍ کې پرته ده چې دلته د هوی قوم شل کلی شته. د يونګ جيان د هوی قوم په علاقه دارۍ کې هر کلی خپل جومات لري، ويل کېږی چې جومات د هر کلي نمونوي ودانی ده. په دغو شلو کليو کې دوه شل جوماتونه پراته دي چې ساختماني بڼې يې بېلې دي.

(اواز) د هوی هوی دنګ نومي جومات چې د يونګ جيان په يونګ شنګ کلي کې پروت دی، اوه سوه کلن تاريخ لري او په ټول چين کې د جوماتونو يو موډل دی. کله چې خبريال دغه جومات ته ننوت، په عربي ژبه د قران قرائت کولو اوازونه يې واورېدل.. ملا ما مينګ شياو د قاريانو استاذ دی. هغه خبريال ته وويل

هره ورځ مو څلور يا پنځه درسونه زده کوونکيو ته ورزده کوم، محتويات يې په عمده توګه د مذهب او قران مجيد په اړه مالومات دي، سربيره پر دې، ځينې عمومي مالومات هم شامل دي. دا د هلکانو يو ټولګی دی، د نجونو دوه ټولګي هم شته.

اوس د دې جومات په دريو ټولګيو کې څه دپاسه دېرش تنه زده کوونکي شته. له دې نه پرته، دغه جومات په سهار او ماښام کې د زړو کسانو او ماشومانو لپاره ځانګړی ټولګی هم ترتيبوي. ملا هو تيان جوه په دې اړه خبريال ته وويل

په سهار او ماښام کې د زړو کسانو او ماشومانو لپاره په جلا توګه نهه او څلور ټولګي شته او زده کوونکي يې تقريبا پنځه سوه تنه دي. زړو کسانو د ژوند د ستونزو له امله د زده کړې چانس له لاسه ور کړی، اوس د ژوند سويه يې لوړه شوې او اولادونه يې د کورنۍ دنده پر غاړه لري، نو دوی په سهار او ماښام راځي او ځيني مذهبي پوهې زده کوي. د ماشومانو د درس محتويات عموما د ژوند عمومي مالومات او ادب او تشريفات دي.

دا يو واقعيت دی چې د يونګ جيان په علاقه دارۍ کې له مذهبي ټولکيو څخه ډېر درانده اخوندان روزل شوي چې پکې په ټول ولايت او حتی ټول هېواد کې مشهور هم دي. هلک ما ليې د منځني ښوونځي له لومړې مرحلې څخه تر فراغت وروسته په هوی هوی دنګ جومات کې د دوو کلونو لپاره مطالعه کړې، هغه د راتلونکی موخې په اړه خبريال ته وويل

غواړم په راتلونکی کې لکه دغو استاذانو په شان په جومات کې مذهبي مالومات زده کوونکيو ته درس ور کړم.

هغه هلکان چې د ما ليې په شان دغه هيله لري، د جومات په ټولکيو کې ډېر دي، خو نه شي کېدای چې ټول زده کوونکي په پاي کې استاذان وګرځي. نو په راتلونکي کې ددوي د استخدام او کار لارې د پيدا کولو، د ټولنيز پرمختګ په بهير کې د اړتيا پوره کولو او د دغو ځوانانو د کلتوري کيفيت د لوړولو لپاره، د وې شان علاقه دارۍ اسلامي ټولنې په دې سيمه کې مسلکي ښوونځي ته وړانديز کړی چې په ګډه ټولګي جوړ کړي. په ٢٠٠٩ کال کې لومړی پنځه ازمويښتي ټولګي جوړ شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای