CRI Online

د سپن زرو ګاڼو د جوړولو په اړه د هوی قوم يوه کورنۍ

cri     (GMT+08:00) 2013-06-18 17:10:58

د چين په جنوب لوېديځ خوا کې د يون نان ولايت د وې شان ولسوالۍ د دا وې ګنګ په نامه کلی کې د هوی قوم يوه کورنۍ شته چې يانګ نوميږي، نسل په نسل يې د سپين زرو ګاڼې جوړوي. د چينګ په امپراطوري موده کې د دوی لخوا جوړ شوي نقره يي ګاڼې ډېر شهرت درلود. د څو نسلونو په کوښښونو سره، د نقره يي ګاڼو د جوړولو تکنالوژۍ يې ګام په ګام غښتلې شوه او اغېزه يې هم مخ په زياتېدو ده.

کله چې خبريال د يانګ کورنۍ ته ورسېد، و يې کتل چې څو تنه کورنی غړی يې په انګړ کې د نقره يي ګاڼو په جوړلو بوخت وو.

نيکه يانګ ځه مين سږ کال اوه اويا کلن دی او بدن يې هم ډېر غښتلی دی. که څه هم هغه زربين ته اړتيا لري، خو د نقره يي ګاڼو د جوړولو سرعت لا هم ډېر ګړندی دی. هغه خبريال ته وويل د لاسي کار په اړه د دوی تکنالوژۍ له نيکو څخه راپاتې شوې او سل کلن تاريخ لري. ده وويل

زموږ کورنۍ د څو نسلونو لپاره د سپين زرو ګاڼې جوړې کړی دی، په کور کې مو يوه توليدي خونه شته. د سپين زرو ګاڼو د جوړولو په هکله د نورو کورونو په پرتله ، زموږ د کورنيو کسانو شمېر ډېر دی او زموږ لاسي کارونه ډېر جدي او غښتلي دي.

سپين ږيري يانګ خبريال ته وويل د دوی دغه تکنالوژۍ يوازې زوی او ناوې ته ور زده کېږی. که څه هم لور او لمسۍ يې هم نقره يي ګاڼه جوړولای شي، خو کلي تکنالوژۍ يې نه شي زده کولای. د سپين ږيري يانګ د دوهم لمسي ناوې مي تينګ درې کاله مخکې واده وکړ او د يانګ کورنۍ يوه غړې ګرځېدلې او د نقره يي ګاڼو جوړلو تکنالوژۍ يې زده کړه. هغې خبريال ته وويل

کله چې مې د دې لاسي کار په زده کړه پيل کړی، ور سره مې ليوالتيا پيدا کړې. څرنګه چې د نقره ګيڼو ډولونه ډېر زيات دي، نو د هر ډول د جوړونې تکنالوژۍ په خپلولو سره ډېر خوشحاله يم. دغه تکنالوژۍ دومره مشکله نه دی، خو جدي رويې او وخت ته اړتيا لري.

د دې کورنۍ په ځوان نسل کې مشر لمسی يانګ شو نيان د سپين زرو ګاڼو د جوړولو په برخه کې يو غښتلي سړی بلل کېږی. که څه هم هغه يوازې دېرش کلن دی، خو د شلو کلونو راپدې خوا يې نقره يي ګاڼې جوړه کړې او جوړوي يې. هغه خبريال ته وويل د دې لاسي کار جلبونه دا ده چې هغه د جوړولو په بهير کې خپلې نوې نظريې منع کولای شي. ده وويل

دغه لاسي کار په بهير کې تاسې کولای چې خپلې نوې نظريې منع کړی، نو ور سره به ډېر لېوالتيا پيدا کړي. د مثال په توګه، تاسې ګوری چې دلته په څو توليداتو کې کوم تر ټولو ښکلی دی؟ دغه شی ډېر وختي دی، نو رنګ يې څرګند نه دی او مساحت يې هم کوچنی دی. د جوړونې په بهير کې مو د ده مساحت لوی کړی او رنګ يې هم ډېر شوی، ور پسې مو بيا د ده شکل بدل کړی. وګوره، اوسنی توليد دا دی چې رنګ يې ډېر څرګند دی او تر ټولو ښکلی دی.

مي تينګ په دې اړه هم خپل نظر لري او و يې ويل

ويل کېږی چې د بازاري اړتيا له مخې زموږ د توليداتو رنګونه او شکلونه هم د بدلون په حال کې دي.

د يانګ شو نيان پلار يانګ جيا شيان خبريال ته وويل د دوی عمده مشتريان د يي قوم وګړي دي، څرنګه چې د يي قوم وګړي يو عادت لري چې د سپين زرو ګاڼې اغوښتي. خو دوی پخپل نقره يي ګاڼې نه شي جوړولي، نو دوی د هوی قوم وګړيو لخوا جوړ شوي نقره يي توليدات اخلي. دا په دې سيمه کې د هوی او يي قومونو تر منځ د تبادلې يوه څرګنده ځانګړتيا ده. ښاغلي يانګ جيا شيان وويل اوس د وګړيو د ژوند سويه د مخکې په پرتله ډېره لوړه شوې ده، نو د نقره يي ګاڼو د پلورلو اندازه هم زياته شوې ده.

د مرکې په وخت کې ، د يي قوم څو نجونې د نقره يي ګاڼو د اخيستلو لپاره د يانګ کور ته راغلې، يوې نجلۍ خبريال ته وويل

موږ دلته د واده لپاره شيان اخلو، داسی نقره يي ګاڼو زموږ د واده په مراسمو او د مېلمنۍ په وخت کې استعمال کېږی. هر کال موږ دلته نقره يي ګاڼې اخلو.

ښاغلي يانګ جيا شيان خبريال ته وويل د نقره يي موادو د اندازې او د تکنالوژۍ د اسانتيا او ستونزې له مخې، د نقره يي ګاڼو توليداتو بيې له څو سوو يوانو څخه تر لسګونو زرو يوانو پورې رسيږي. نن ورځ د دوی کورنۍ کلني عايدات له يو مليون يوانو څخه اوښتی دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای