CRI Online

د يون نان ولايت د دونګ ليان هوا کلي ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2013-06-19 17:04:02

په يون نان ولايت کې د هوی قوم تقريبا شپږ لکه تنه مسلمانان اوسيږي، د يونګ جيان په علاقه دارۍ کې د هوی قوم يو کلي شته چې نوم يې دی دونګ ليان هوا کلی. د دې کلی په هکله يوه لرغوني کيسه شته چې وايې مخکې دلته ځمکې ټيټې وې، نو اوسيدونکي يې کله نا کله له سيلابونو سره مخامخ وو او د غلودانو خاصلات ډېر لږ و. نو کليوالو د نيلوفر د کرلو له لارې خپل ژوند وساته. د نيلوفر ګل په چيني ژبه کې ليان هوا ويل کېږي، نو دغه کلی دونګ ليان هوا ونومول شو. کله چې خبريال دغه کلی ته ورسېد، منظم ودانۍ يې وليدل او د قران مجيد د لوستلو اواز يې واورېد. د اواز سرچينې د پيدا کولو په وخت کې خبريال يو جومات وليد.

د کلی دروازې ته په نژدې سيمه کې يو لرغونی جومات موجود دی. دغه وخت د لمونځ اواز ختم شوی او لمونځ کوونکي له جومات څخه وتلی. کليوال جانګ هوی جون وويل د هوی قوم کلی د يو اوسيدونکي په توګه، هره ورځ يې د پنځو ځلو لمونځ کولو لپاره جومات ته ځي. ده وويل

ټول اوسيدونکي هره ورځ پنځه ځله لمونځ کوي. که څه هم ځينی کسان په غرمی کې جومات ته نه شی وتلی، خو لا هم په کور او يا د کار په ځای کې لمونځ کوي.

کليوال جانګ هوی جون خبريال ته د دې کلی تاريخ معرفی وکړ. ده وويل

دغه کلی د هوی قوم يو کلی دی. په دې کلی کې دوه سوه شپږ اتيا کورنی شته او څه دپاسه يو زر سل تنه اوسېدونکي ټول د هوی قوم دي. د يوان اپراطورۍ له مودې راهيسې دغه کلی موجود وی. هغه وخت د هوی قوم عسکرانو د دا لي ښار ونيوه، ځينی عسکران يې پاتی شوي او له ځايي اوسيدونکيو سره يې واده کړی او ګام په ګام دغه کلی جوړ شوی.

په دونګ ليان هوا کلی کې ډېر لرغونی ودانی ليدل کېږی چې د چين عنعنوي ساختماني شکل لري. پر ډيوال باندې په انځورونو کې عربي لعتونه هم د خاوندانو مسلماني حيث څرګنديږی. که څه هم داسی ودانی څه دپاسه سل کلن تاريخ لري، خو د کليوالو تر جدي پاملرنې لاندې اصلي بڼه يې ساتل شوه. ښاغلي جانګ هوی جون وويل د وې شان ولسوالی د نورو کليو په پرتله، د اس ډلې کلتور د دونګ ليان هوا کلی يوه څرګنده ځانګړتيا ده. د تېرې پېړۍ په سر کې دغه کلی د يون نان ولايت او شاوخواوو ولايتونو تر منځ د تجارت په لار کې د تفريح يو مهم ځای و، شتمن شوي وګړيو په جلا جلا توګه ښکلی کور جوړ کړی.

دا يو واقعيت دی چې په دونګ ليان هوا کلی کې نه يوازې اسلامي بڼه ودانی ساتل شوی، بلکې د مسلمانانو عادتونه او دودونه هم نسل په نسل خپرېدا شوی. اوس د حج ادا کولو لپاره د مکې شريفې ته تلل لا هم د ټولو کليوالو هيله ده. اويا کلن سپين ږېری جانګ خبريال ته وويل

٢٠١١ کال مې له کورنيو سره يو ځای د حج ادا کولو د مکې شريفې ته ولاړم، په دې توګه زما تر ټولو لويه هيله عملی شوې ده. موږ په مکه کې پنځه ويشت ورځې پاتی شوي، د الوتکې له لارې دغه سفر ډېر ګړندي او اسان و.

وخت په ګړندي توګه تېر کېده، د مرکې په پای کې د مزديګر وخت و او په جومات کې ازان بيا اورېدل کېده، سپين ږېری جانګ له خبريال سره خدای په امانی وکړه او جومات ته ولاړ شو.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای