CRI Online

د درېيو کلونو تر پرمختيا وروسته د شينجيانګ راتلونکی روښانه شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-06-28 15:54:21

په ارومچي ښار کې د دوبي فصل د مې په مياشت کې پيل کېږي او په هر ځاي کې په د لونګ ګل ښه بوی ډک وي.د ژن مين په پارک کې ځينی کسان نڅا کوي يا سندرې وايي ، ځينی يې ورزش کوي او نور يې يو د بل غيبت کوي.د پارک په بهر کې لارويان په په بيړنۍ تګ راتګ کوي.

دا د ارومچي ښار يو عادي سهار دی او هم د يادونې وړ ورځ ده.د مې اوولسمه نېټه د شينجيانګ په اړه د مرکزي کاري غونډې د جوړېدو د درېيمې کليزې د لمانځنې ورځ ده او په دغه غونډه کې د شينجيانګ د چټک پرمختګ او دايمي سولې او امنيت د ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه ټاکل شوي دي.

د بګزيګ کلی د تاريمو ټيټې ځمکې په شمالي څنډه کې واقع دی،د ځايي بزګر هوما ګلي نوی کور د جوړېدو په حال کې دی.هوماګولي يوه ديرش کلنه ښځه ده او له ډېرې خوشحالۍڅخه په کاليو کې نه ځاېېده ده ، دې وويل،

زموږ د ژوند بدلونونه ډېری دي.اوس زه په کرکيله کې نه يم ،ګلدوزي زما نوی کار دی.

د دې په خوله،په وروستيو کلونو کې د بګزيک حکومت د ګل کارۍ د پرمختيا لپاره ښځې راغونډې کړې او د ګلدوزۍ شوو پارچو د خرڅولو په برخه کې يې له دوی سره هم مرسته کړېده.هوما ګلي وويل،يوه ګل کاري پارچه په ښار کې د څو سوو حتی څو زرو يوانو په ارزښت پلورل کېږي.هغې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يې ويل چې په وروستيو دوو کلونو کې حکومت زده کوونکيو ته وړيا غرمنۍ ډوډۍ برابروي،د کرنې او د کرنيزو ماشينونو د اخيستلو په برخه کې بزګرانو ته مرسته ورکوي . اوس موږ شتمن شوي يو،نو د نويو کورونو په جوړولو مو پيل وکړ.

د قزاقي قوم شپون ګمين بيګ چې د تيان شان غره په لمن کې ژوند کوي،خبريال ته وويل،پخوا په چوپانۍ لګيا وم او هيڅکله مې فکر نه کولو چې په خپل کور کې سيلانيان ومنم .دوه کاله مخکې،د کوچيانو د دايمي هستوګنې پلان پلی شو چې ددې پلان لمخې د ګمين بيګ په کلي کې قزاقي ځانګړتيا لرونکي دوه پوړيز کورونه جوړ شويدي.ځايي شپانه چې پخوا يې د کوچيان ژوند تېراوه ، اوس په دايمي ځاي کې اوسيږي او هم په چوپانۍ او هم په سيلانۍ لګيا دي. په دايمي ځاي کې د اوسېدو په لومړی کال کې د ګمين بيګ عايدات د تېر شوي کال د ټولې کورنۍ له ګټې څخه هم زيات شويدي.

په تيرو شوو درېيو کلونو کې،مرکزي حکومت د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې ته خپلې مرستې زياتې کړې وې.د سيمې لږ عايد لرونکي وګړي نويو کورونو ته نقل شوي او له نل اوبو او طبيعي ګازو څخه يې ګټه اخيستې ده او د ژوند نوی لاره يې خلاصه شوې ده .د تازه شميرنې له مخې،د سږ کال تر جنورۍ مياشتې پورې،شينجيانګ کې يو زرو شپږ سوه او اوه وېشت مرستندويه پروژې بشپړې شوې چې د هېواد د نورو ولايتونو او ښارونو لخوا جوړې شوې او عمومي پانګې يې پنځلسو مليارډو او درېيو سوو مليونو يوانو ته رسيدلې دي .له دغو پروژو څخه اتيا سلنه پروژې د عامو وګړو د ژوند د ښه والي لپاره تر سره شوې.د تيرو شوو درېيو کلونو کې،د شينجيانګ د هر بزګر يا مالدار پر سر د منځني عايد د زياتوالي انډول د هېواد تر نورو ځايونو نه لوړ ښکاريده.

په شينجيانګ کې پنځه پنځوس قومونه ميشته دي او دودونه او ژبې يې بېلې دي.پوښتنه ده چې دوي په څه ډول د نظريو تبادله کوي؟ وانګ پنګ چې په ارومچي کې کار کوي خبريال ته وويل،زما په اند تبسم د خلکو تر منځ د نظريو د تبادلې تر ټولو ښه وسيله ده.که زه بل ته تبسم وکړم،هغه به هم ما ته تبسم وکړي.

اوس د شينجيانګ په عمومي سرويسونو کې زړو وړو يا ښځو ته د څوکيو ورکولو دود مروج دی. اويغوري نڅا د ټولو وګړو خوښه ده،په پارکونو او ميدانونو کې کله کله دا ليدل کيږي چې خلک د ښکلو سندرو په مل د اويغوري نڅاوو زده کړه کوي.

اوس د شينجيانګ د اويغوري په خپلواکه سيمه کې،د هېواد د نوولسو ولايتونو او ښارونو لږ تر لږه اته زره تنه کارکوونکي په جدي ډول د شينجيانګ د عصري ابادۍ لپاره کوښښ کوي.دوی د ځايي وګړيد د دودونو ناوي کوي او ځايي وګړي هم پرې اعتماد کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای