CRI Online

د توروفان ښار مخترعان

cri     (GMT+08:00) 2013-06-28 15:58:01
کله چې د چين په شينجيانګ کې د توروفان په هکله خبرې کېږي ، سړي ته انګور تر سترګو ياديږي.خو د توروفان وګړي نه يوازی د انګورو د روزلو په برخه کې تجربه لرونکي دي ، بلکې د کار او ژوند په برخه کې د نويو تکنالوژيو او نوښتونو په لټولو بوخت دي او زيات کسان په ماهرانو بدل شوي دي . د توروفان سيمې د پوهنې ملکيت د ادارې ريئس وانګ هاي لونګ وويل چې په تېرو څو کلونو کې د نوښتونو د ثبتوونکۍ تصدۍ او کسان زيات شوي دي چې دغه شمېر له ٢٠٠٩ کال څخه تر پروسږکال پورې دوه اعشاريه څلور چنده جګ شوی دی.

که څه هم توروفان په دی نسبت ډير شهرت لری چې د دوبۍ په موسم کې هوا ډيره توده ده ، خو هلته د ژمي موسم هم اوږد دی او په دې موسم کې سخت باد لګېږي او خاورې او لوخړی هم پورته کېږي ، نو د توروفان په هر کور کې نغری بلوي چې په نتيجه کې کله کله ځيني کسان د ګازو له امله مسمومېږي. امين جان تروسن چې ټاټوبي يې د توروفان ښار يو کلی دی، د کوچنيتوب په موده کې وليدل چې مور يې د نغري بلولو په وخت کې ډيره ټوخېدله ،نو غوښتل يې چې يو ډول نوی نغری جوړ کړي . هغه له ١٩٩٧کال څخه د عسکري خدمت په موده کې وليدل چې په پوځي يونټ کې د بخاري ديګ په وسيله خونو ته ګرمي برابرېدله ، نو فکر يي کولو چې يو ډول بخاري ديګ اختراع کړي چې چاپېريال ته هيڅ ککړتيا نه رسوي . د عسکري خدمت له ختمېدو وروسته امين جان تروسن په فارغ وخت کې د اورمچي او توروفان د بخار او ګازو ديګونو د پلورلو بازارونو ته تله اوغوښتل يې چې يو ډول نوی بخاري ديګ جوړ کړي .په ٢٠٠٦ کال کې هغه خپل کار استعفا وکړ او په کور کې يې د نوي بخاري ديګ څيړنه وکړه او يو کال وروسته يې يو نوی بخاري ديګ جوړ کړ چې کمه انرژی استعمالېږي. هغه د دې دېګ په باره کې د انحصار اته حقونه ثبت کړي دي.

د توروفان د عامو وګړو کور

د مالوماتو له مخې دغه نوي ډول ديګ د امين جان تروسن د اوو کلونو د کوششونو نتيجه ده . د مثال په توګه د ژمي په يو موسم کې د معمولي ديګ د بلولو لپاره لس ټنه سکاره کارول کېږي ، خو دغه نوی ډول ديګ يوازی دوه ټنه سکاره مصرفيږي.نو دغه ډول ديګ د انرژۍ د سپما کولو او د چاپيريال د ساتنې لپاره ډېر ګټور دی.

د نوی ديګ تر اختراع وروسته،د امين جان تروسن مور ډېره خوشحاله شوه او هره ورځ يې تبسم کاوه.هغې وويل،

پخوا زموږ له ديګ څخه غړوسکی غړوسکی لوګی ختل ،خو اوس دغه نوی ديګ ډېر ډېر پاک دی.پخوا د ديګ په وسيله د چرګې غوښې پخلي دېرشو دقيقو ته اړتيا درلوده،خو اوس يوازې دوولس دقيقې دي.پخوا د يوې کوزې اوبو د خوټولو لپاره شل دقيقې په کار وې،اوس فقط شپږ دقيقې.نوی ديګ ډېر ښه دی.موږ په هره مياشت کې د يو ځل لپاره له نوی ديګ څخه د سکرو ايرې راوباسو.د ديګ ايرې زياتې نه دي نو د پخوا په نسبت کوټې پاکې دي.

په دوه زره او اتم کال کې امين جان تروسن پخپله پيسې راغونډې کړې او د نوی ديګ د جوړولو يوه فابريکه يې جوړه کړه.په هغه کال کې د اخيستونکو تقاضا د فابريکې له توليداتو نه هم زياته وه.اوس د دغې فابريکې پراخوالی دوه سوه مربع متره دي او هر کال دوه زره نوی ديګونه پکې جوړېږي او امين جان تروسن دوه مليونه يوانه خالصه ګټه اخستی شی.سږ کال هغه د توروفان ښار د يار په علاقه دارۍ کې ځمکې واخيستې څو چې د څلورو سوو مربع مترو په پراخوالي يوه بله فابريکه جوړه کړي.د توروفان ښار اوسيندونکي باري حبيب وويل،

پخوا په ژمي کې زما ديګ د بلولو لپاره لس ټنه سکاره کارول کېدل.پروسږ کال مې په نوي کور کې د امين جان تروسن له خوا جوړ شوي ديګ څخه استفاده وکړه او په ټول ژمي کې د سکرو د اخيستلو لپاره يوازې درې سوه او پنځوس يوانه پيسې ولګولې.د نوی ديګ د ښيګڼې له اورېدو وروسته زما ټول دوستان او خپلوال دغه ډول ديګ واخيست.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای