CRI Online

د توروفان وګړي د نوښتونو له لارې پيسې اخلي

cri     (GMT+08:00) 2013-07-05 10:24:35

د توروفان ځايي وګړو د نوښتونو له لارې لا زياتې پيسې او لا ښه ژوند لاسته راوړلي دي.ځايي حکومت هم دوی ته مرسته ورکړېده.د توروفان حکومت يو چارواکي وانګ هاې لونګ خبريال ته وويل، تصدۍ د امتيازي حق غوښتلو ته په درنه سترګه ګوري.موږ هم د دغو تصديو ملاتړ کوو.د جنګ شين نومي د ميوې شرکت هم داسی شرکت دی.موږ له يوې خوا دغه شرکت ته پيسې برابرې کړې،له بلې خوا مو له دغه شرکت سره هم مرسته ورکړې چې په توليدي چارو کې خپل نوښت وکاروي.

د چنګ شين نومي د ميوې شرکت مشر باري ابراهيم نوميږي او له کوچنيتوب نه راهيسې په توروفان کې ژوند کوي.له دوه زره او لسم کال مخکې،هغه تل د انګورو په سوداګرۍ بوخت و. يوه ورځ د ده زوی په انټرنيټ کې د انګورو پاڼو د اخيستلو په اړه د يوه يوناني سوداګر غوښتنه ولوسته.په يونان،ترکيې او منځني ختيځ کې يو ډول خوراک دی چې وريج او غوښې د انګورو په پاڼو کې نعښتل کېږي او "دوما "نوميږي او ډېر د خلکو خوښه دی.نو باري ابراهيم پرېکړه وکړه چې د انګورو پاڼو سوداګري وکړي.د انګورو پاڼې تغذيه لري او د وريد په اړه ناروغۍ د درملنې لپاره ګټورې دي.

نو باري څو څو ځله له يوناني سوداګرانو سره تماسونه ونيول،د انګورو پاڼې نمونې يې يونان ته وليږلې او يوناني سوداګرانو ته يې توروفان ته د سفر بلنه ورکړه.په پاي کې هغه له يوناني سوداګرانو سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ.د تړون له مخې ابراهيم بايد په دوه زره او يوولسم کال کې يونان ته د انګورو دوه سوه ټنه پاڼې وليږي.خو د دومره زياتو پاڼو د تازه ګۍ ساتل يو ستونزمن کار دی.ابراهيم د څو ځله ازموينو وروسته د انګورو پاڼو د تازه ګۍ ساتنې يوه ښه لاره پيدا کړه.

د انګورو پاڼې بايد په سهار او شپه کې راغونډېږي،ځکه چې په دې مهال کې هوا سړه ده.په غرمه کې هوا ډېره ګرمی ده او پاڼې به ژر وچيږي.ور پسې پاڼې د مالګې په اوبو کې اچول کېږي او څليروېشت ساعته وروسته به ژر دغې پاڼې يونان ته وليږل شي.

برسيره پر دې،باري ابراهيم په اوږده لاره کې د انګورو پاڼې د ليږلو يو لړ وسايل هم اختراع کړل ، مثلا د پاڼو د خيشتولو او چاڼولو وسايل يې د هېواد د امتيازي حق لاسته راوړ.دغه راز باري ابراهيم د نوي تخنيک په کارولو سره په وړم او تېر کال کې خپلې دندې بشپړې کړې او يوازې تېر کال يې دوه مليونه يوانه پيسې واخيستلې.

هر کال د مې مياشت د توروفان د انګورو د غوړيدو فصل دی.پخوا په دې مياشت کې د بزګرۍ چارې بوختې نه وې.خو په تيرو دوو کلونو کې بزګر عمر اسلامي په مې مياشت کې د انګورو پاڼو په شکولو بوخت و.د وړم کال په پسرلي کې د هوا يخنۍ له امله عمر اسلامي ګمان کاوه چې له انګورونو څخه اخيستل شوې ګټه کمه شي.نو د انګورو پاڼې يې وشکولې او باري ابراهيم ته يې وپلورلې.د ده د اټکل وړ خبره دا وه چې د پاڼو له پلورلو څخه يې لس زره يوانه پيسې واخيستلې.هغه ډېر خوشحاله شو او نورو کسانو ته يې وويل چې د انګورو پاڼو پلورل د شتمن کېدو يوه نوې لاره ده.هغه وويل،

پروسږ کال مې د انګورو پاڼو د پلورلو له لارې لس زره يوانه پيسې واخيستلې.سږ کال به زه په پر له پسې ډول دغې پاڼې وپلورم.له سوداګرانو سره مې تماس نيولی دی او له ګاونډيانو سره يو ځای د انګورو پاڼې وپلورم.

د توروفان په سيمه کې د انګورو باغونو پراخوالی ديرش زره هکتاره دي او د هوا د ښو شرابطو له امله په دې سيمه کې روزل شوي انګور د بهرنيو سوداګرانو خوښ دی. د يو هکتار ځمکې څخه د انګورو له پاڼو څخه پنځلس زره يوانه اخيستل کېږي.اوس د توروفان په سيمه کې لا زيات بزګران د انګورو پاڼو د پلورلو په معامله کې لګيا دي.باري ابراهيم پلان لري چې دوه زره او پنځه سوه ټنه پاڼې وپلوري او په راتلونکي وخت کې به بلغاريا او يونان ته پنځوس زره ټنه د انګورو پاڼې برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای