CRI Online

په شينجيانګ کې په ملي او مورنيو ژبو ښوونې د لږ کيو زده کوونکيو د خيالونو د بشپړولو لپاره يو پل جوړ کړی دی (٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-07-24 17:41:02

 د شينجيانګ د ځينو ښارونو د منځنی ښوونځيو په لومړۍ دوره کې د هغو زده کوونکيو لپاره ځانګړی ټولګي جوړ شوي چې د شينجيانګ له ګوښه او ليری سيمو څخه راغلي دي. د چين په ملي او مورنيو ژبو د ښوونې تر بشپړولو وروسته ياد زده کوونکي کېدای شی چې د هېواد د نورو پرمختللو ولايتونو په ښارونو کې د منځنی ښوونځی دوهمې دورې ته ننوزي.

د شينجيانګ د اورمچي ښار په شپږشپېتم منځني ښوونځي کې له ٢٠٠٤ کال څخه راپدې خوا دغه ډول ځانګړی ټولګی جوړ شوي چې د هان قوم او د ملي لږکيو زده کوونکي سره يو ځای درس لولي او ژوند کوي. د دې ښوونځي مشر منګ لانګ وويل ښوونځی کوشش کوي چې د ټولو زده کوونکيو لپاره يوه ګډه کورنۍ جوړه کړي. ده وويل

(( د بېلګې په توګه، موږ سره يو ځای د اختر نمانځنه کوو، هم د هان قوم اختر او هم د لږکيو اختر، د کوچنی اختر، پسرلي او سپوږمۍ اخترونو په رارسېدو سره ښوونکي زده کوونکيو ته اړوند مالومات ور پېژني چې دا د هان قوم او ملي لږکيو زده کوونکيو تر منځ د تفاهم او تبادلې د پياوړتيا لپاره ګټوره ده. ))

څرنګه چې د دې ځانګړي ټولګي زده کوونکي زياتره د شينجيانګ له ګوښه او ليری سيمو څخه راغلي او په کال کې يوازی يو ځل بيرته کور ته ځي ، نو ښوونځی د دوی کور او ښوونکي د دوی خپلوالان دي. په ياد شپږشپېتم منځنی ښوونځی کې د درس ټولګی نه پرته، د ژوند ټولګی هم شته او د هر ټولګي لپاره سر ښوونکی ټاکل کېږي چې د زده کوونکيو د ژوند مسئوليت په غاړه لری .

اويغوري نجلۍ مرحبا ځانګړی ټولګي ته د ننوتلو په وخت يوازی دوولس کلنه وه. هغې خبريال ته وويل

((کله چې دلته تازه راغلم، د هېڅ أشنا په نشتوالي کې مې يوازيتوب او بې کسی احساسوله . ښوونکيو او نورو زده کوونکيو له ما سره ډېرې مرستې وکړې او ورو ورو له ژوند سره عادی شوم. د ژوند ښوونکي ما ته د ژوند په هکله زيات بنسټيز مالومات راپېژندلي. زموږ په ښوونځي کې د درس نه پرته هم د ساعتيري بېلا بېل فعاليتونه شته. ))

اوس مرحبا د شپږشپتم منځني ښوونځي د ټلويزيوني چينل مشره ده او په فارغ وخت کې د کمرې په وسيله د زده کوونکو د ژوند او د ښوونځي لخوا د ترتيب شويو فعاليتونو په هکله ويډيويي فلمونه جوړوي ، نو ټولنيزې بوختياوې يې ډېرې دي .

د ٢٠٠٤ کال راپدې خوا، د شينجيانګ د لږکيو ډېر زده کوونکي د شپږشپتېم منځنی ښوونځی له دغو ځانګړی ټولګی څخه فارغ شول او د منځني ښوونځي د دوهمې دورې د بشپړولو لپاره د هېواد د نورو پرمختللو ښارونو ښوونځيو ته وليږل شول. مثلا د مرحبا مشر ورور اوس په شانګهای کې زده کړه کوي.. مرحبا خبريال ته وويل

(( زه هم غواړم شانګهای ته ولاړ شم، څرنګه چې ورور مې په شانګهای کی دی. هغه کله نا کله موږ ته د شانګهای عکسونه راليږي . يقين دی چې شانګهای يو ډېر پرمختللی او ښکلی ښار دی. ))

د اقتصاد په پرمختګ سره د لږکيو سيمو ډېرو خلکو په دې پېژندلی چې که دوی غواړي لوی پرمختګ ومومي، بايد لومړی له خپل ټاټوبی څخه د هېواد نورو سيمو ته ولاړ شي، نو لازمه ده چې لږکي زده کوونکي بايد په ملي او مورنيو ژبو تسبط ولری. د ٢٠١١ کال په مارچ کې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې حکومت په ملي او مورنيو ژبو د لږکيو زده کوونکيو لپاره د ښوونېز نظام يو پرمختيايي پلان خپور کړ چې له مخې يې تر ٢٠٢٠ کال پورې به د اجباري ښوونې په موده کې پنځه نوي سلنه لږکي زده کوونکي په ملي او مورنيو دواړو ژبو ښوونه ومني.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای