CRI Online

د شينجيانګ د سانجي د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې خوندور خوراکونه

cri     (GMT+08:00) 2013-07-30 17:22:09

د سانجي د هوی قوم خپلواکه سيمه د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې يوه برخه ده. په تاريخ کې دغه سيمه په اورښمو لارو کې منځنی اسيا او اروپايي سيمې ته د تللو لازمه لاره وه، نو په شينجيانګ کې يوه ډېره لرغوني سيمه بلل کېږی. د سانجي د هوی قوم ځانګړي خوراکونه هم د دې سيمې يوه نښه ده.

کله چې خبريال د سانجي د هوی قوم د خوراکونو لوټ ته ورسېد، د يو ګاو په نامه د يو ډول ځانګړی خوراک پر مغازې باندې د مشتريانو اوږدې دستې د خبريال پاملرنه جلب کړه. عريم جان چې له اورمچي ښار څخه راغلی، ځينی يو ګاو واخيستل او خبريال ته وويل

(( زما مېرمن دغه يو ګاو ډېر خوښوي. دا سانجی سيمې ته زما لومړی سفر دی او زما مېرمن په ځانګړی ډول له ما څخه غوښتنه وکړه چې دلته يو ګاو واخلم. هغې وايي د يو ګاو پلورنځای د هوی قوم د خوراکونو په لوټ کې هغه مغازه ده چې پر دروازې باندې اوږده دسته ليدل کېږی، نو د لټولو لپاره ډېره اسانه ده. ))

د سانجی د هوی قوم د خوراکونو لوټ د ٢٠٠٨ کال په سپتمبر کې پرانيستل شو . که څه هم دغه لوټ دومره اوږد تاريخ نه لري، خو خوراکونو يې په ګړندي توګه د بېلا بېلو سيمو سيلانيان راجلب کړي او د همدې کال په اکتوبر کې دغه لوټ د چين د پخولو ټولنې لخوا د چين د هوی قوم د ځانګړو خوراکونو مشور لوټ په نامه ونومول شو.

د دې لوټ پانګونه پنځه څلويښت مليونه يوانه ده او پراخوالی يې يو اعشاريه اوه هکتاره ده چې د ځانګړو خوراکونو، د ټوکيو اخيستلو او ساعتېرۍ په دريو برخو ويشل کېږی. اوس په دې لوټ کې د خوراکونو څلويښت مغازې شته چې د سختې سيالۍ په تېرېدو سره يې په دې لوټ کې خپل ځای ثابت کړی دی.

د ما شه په نوم د وری غوښه مغازه په دې لوټ کې هم ډېر شهرت لري. د دې مغازې خاوند د دريو نسلونو د وری غوښې د پخولو دودونه خپرېدا کړ او پر دې بنسټ د پخولو په بهير کې يې خپلې نوې نظريې منع کړی، نو اوس د دوی لخوا پخول شوي وری غوښه ډېره خوندوره ده چې د ځايي وګړيو او سيلانيانو لخوا تود هر کلی کېږی. شپېته کلن خاوند ما يان چينګ خبريال ته وويل د ده پخوالی تکنالوژۍ له خپل نيکه څخه زده کړه شوه.

(( زما تکنالوژۍ له نيکه څخه راخپرېدا شوی. زما نيکه پخونکی و، زما کاکا هم پخونکی و، ور پسې مې هم يو پخونکی ګرځېدلی يم. ))

سپين ږيري ما يان چينګ وويل ولی د دوی لخوا پخول شوی وری غوښه ډېره هر کلی کېږی، د پخلي په بهير کې زيات رمزونه شته.

((لومړی د غوښه انتخاب ډېر مهم دي، بايد د شينجيانګ ځايي روی وي او وزن يې بايد له څوارلسو کيلوګرامو څخه ټيټ وي. دوهم د پخلي په ترڅ کې اور بايد ښه کنټرول شي. لومړی وخت بايد يخ اوبه استعمال او ورو ورو تودېږی. د غوښې خپلي لپاره تقربيا دوه نيم ساعتو ته اړتيا لري. ))

سپين ږيري ما يان چينګ د وينا کولو په عين وخت کې له ديګ څخه خپلی شوي غوښې واخيستلې. دا د همدې ورځې څلورم روی و. د مې د لومړې نېټې د کارګرو اختر او يا د ملي جشن په ورځ به د دوی مغازه اوه يا اته روی پلوروي.

د سانجي د هوی قوم د ځانګړو خوراکونو په دې لوټ کې زياتره مغازې د چين د مشهور خوراک، د شينجيانګ د نمونوي خوراک او يا د سانجي د مشهور خوراک نوم تر لاسه کوي. ويل کېږی چې هرې مغازې ته ننوځي، پر ډيوال باندې د جايزې مډال او د جايزه اخيستونکي خوراک عکس ليدل کېږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای