CRI Online

د شينجيانګ د سانجي د هوی قوم په خپلواکه ناحيه کې خوندور خوراکونه (٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-07-30 17:11:12

د سانجي ناحيې د اسلامي خوراکونو په ياد واټ کې د چرګ غوښې يو پلورنځی شته او تيارې شوې غوښې په ٢٠٠٨ کال کې د چين د مشهور خوراک په نوم ووياړل شوې. په تيارې شوې غوښې د تور مرچ پودر او له کونجد څخه اخيستل شوي غوړي دوړول شوی ، نو خوند يې ډېر ښه دی. د دې پلورنځي خاوندې جانګ کای لي خبريال ته وويل

زموږ پلورنځی په سانجی کې د دا ډول غوښې د پلورلو لومړی هټۍ ده چې په دوه زريم کال کې خلاصه او اوس نور څلور فرعي پلورنځي هم خلاصې شوي دي . د شينجيانګ په يوه سندره کې د سانجي دا ډول غوښه هم يادېږی..

مېرمن جانګ کای لي وويل د دغه خوراک د پخلي يوه ځانګړتيا دا ده چې بايد هغه ځايي چرګان انتخابېږي چې يوازی له يو کال څخه زيات روزل کېږي ، د پخلي وخت بايد دوه ساعته دوام ولري او اور هم بايد ښه کنټرول شي، په دې توګه به تيارې شوې غوښې ډېرې خوندورې وي. د دې هټۍ لخوا تيارې شوې غوښې ډير مشتريان لری ، د مثال په توګه د تېر کال د مې لومړې نېټې يعنی د کارګرو د نړيوال جشن په موده کې يوه ورځ څه دپاسه يو سلو پنځوس تيار شوي چرګان پلورل شوي دي.

مېرمن خبريال ته زياته کړه چې ډيره وياړه ده چې د دې هټۍ د اسلامي خوراکونو په واټ کې پرانيستله شوه. دې وويل

دلته لومړی کال د هټۍ کرايه وړيا وه او اوس کرايه يې د نورو سيمو په نسبت ټيټه ده. له موږ سره د ځايي حکومت مرستې ډېرې دي، اوس زموږ دغه واټ په ټول شينجيانګ کې شهرت لری او موږ ترې زياتې ګټې اخلو چې د بېلا بېلو ځايونو سيلانيان حتی د بېجينګ او شانګهای سيلانيان هم دلته راځي. زما په اند دا د ځايي حکومت د تبليغاتو نتيجه ده.

د سانجي د اسلامي خوراکونو د واټ په دواړو خواوو هټيو کې ډول ډول کلچې او کيکونه پېدا کېږي چې لسګونه ډوله کلچې او کيکونه يې ډېر سيلانيان جلبوي. دوي دغه کلچې او کيکونه د سوغات په توګه خپلکو ملګرو ته ورکوي چې له امله يې د سانجي اسلامي خوراکونه د هېواد د نورو سيمو د لا زياتو وګړو لخوا پېژندل شوي دي.

له تاجکستان څخه راغلي امرالدين چې د شينجيانګ په مرکز اورمچي ښار کې يې څلور کاله زده کړه کړې وه ، د موټر په وسيله کله کله له اورمچي څخه سانجي ته ځي څو چې هلته ډول ډول خوندور خوراکونه وخوري. ده خبريال ته وويل

په اورمچي کې مې د څلورو کلونو لپاره زده کړه کړې، نو هره اونۍ له خپلو ملګرو سره يو ځای سانجي ته ځم. دلته تيارې شوې د چرګ غوښې ډېرې خوندورې دی، . برسيره پر دې، د شينجيانګ نور عنعنوي خوراکونه هم مشهور دي او زما ډېر خوښ دي.

د سانجي ناحيې د اسلامي خوراکونو په دغه واټ کې د خوندورو خوراکونو تر خوړلو وروسته، سيلانيان کولی شی چې ځايي ننداره وګوري او ځايي شيان واخلي. ويل کېږي چې د دې واټ جذابيت مخ په زياتېدو دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای