CRI Online

د شينجيانګ د مه کت ولسوالۍ بزګري انځورګران

cri     (GMT+08:00) 2013-08-21 20:31:47

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د مه کت ولسوالۍ د تکلامګن صحرا په جنوب لوېديځ کې پرته ده. د څو سوو کلونو راپدې خوا د داو لنګ په نوم قومي وګړي دلته ميشته دي او د اوږدې مودې لپاره يې خپل ځانګړی کلتور جوړ کړی دی. په وروستۍ نيمه پيړۍ کې دوي د انځورونو په وسيله خپل ژوند يادوی، نو مه کت ولسوالۍ د بزګري انځورګرانو د ټاټوبي په نوم ډير شهرت لری.

((کله چې دوي د انځور قلم پورته کوي، انځورګران دي. کله چې قلم پرېږدي، بزګران دي. ددوي له انځورونو څخه د ځايي وګړو رښتيانی ژوند څرګنديږی. ))

کله چې خبريال د مه کت ولسوالۍ د قوم قوسر علاقه دارۍ د داو لنګ د بزګرانو انځورونو نندارتون ته ننوت، لومړی يې داسی تفسيرونه واورېدل . مفسر وانګ جوانګ يي وويل د داو لنګ بزګرانو د تېرې پېړۍ په اومه لسيزه کې په فارغ وخت کې په انځورولو پيل وکړ څو چې د نيکمرغه ژوند په هکله خپلې نيکې هيلې څرګندې کړي. ده وويل

(( د ټولنيزې پرمختيا سره سم د خپل ژوند د يادولو او د خپلو احساساتو د څرګندولو په غرض د داو لنګ وګړو هيله نوره هم غښتلې شوه . خو دوي زياتره بې سواده بزګران دي او نه توانيږي چې په ليکلو خپلې هيلې او غوښتنې وليکي. نو دوی د انځورونو په وسيله خپل ژوند ثبتوي چې په پايله کې يې يو شمير بزګري انځورګران رامنځته شوي دي . ))

د څلويښتو کلونو په تېرېدو سره، د داو لنګ بزګري انځورونو ځانګړتيا پيدا شوه. د قوم قوسر لوی کلی په مه کت ولسوالۍ کې د داو لنګ د بزګري انځورونو استازيتوب کوي چې اتيا انځورګران او څه دپاسه درې سوه مينه وال پکې رامنځته شول. ځايي حکومت اوسمهال دوي ته د نقاشۍ د ښې زمېنې د برابرولو او نړۍ ته د دغو انځورونو د معرفي کولو لپاره د يوې ځانګړې سيمې په جوړولو بوخت دی. خبريال په دغه علاقه دارۍ کې د واټ په دواړو غاړو او د کورونو پر بهرنيو ديوالونو باندي د ځايي بزګرانو د ښکلي ژوند په باب انځورونه وليدل . د ياد نندارتون په تالار کې خبريال له اته شپېته کلن رحمان اپيز سره مرکه وکړه چې په دې سيمه کې له لومړيو بزګري انځورګرانو څخه شمېرل کېږي. هغه خبريال ته وويل

(( په ١٩٦٦ کال کې مې په انځور کولو پيل وکړ. کله چې د لومړي ښوونځي يو شاګرد وم، له انځورولو سره مې مينه پيدا کړه. د بزګرانو انځورونه له مسلکي انځورګرانو لخوا رسم شويو تصويرونو سره فرق لري. هر هغه شی چې موږ يې وينو او يا په زړه کې يادوو، انځور کوو، نو رنګونه او خطونه په ازاد ډول استعمالوو))

له څلويښتو کلونو راپدې خوا، رحمان اپيز څه دپاسه دری زره انځورونه کړي او دده يو انځور چې نوم يې دی د سندرې سيالی، په ٢٠٠٣ کال د فرانسې د پاريس په نندارتون کې طلايي جايزه وګټله. اوس د ده لخوا د رسم شوو انځورونو بيې له څو سوو يوانو څخه تر څو زرو يوانو دي. هغه اويا زده کوونکي هم لري. د دې نندارتون تالار په دوهم پوړ کې يوه ځانګړې خونه شته چې ځايي انځورګران او مينه وال هره ورځ دلته انځور کوي او سره مطالعه کوي.

په وروستيوکلونوکې د داو لنګ بزګري انځورونه په کورنيو او بهرنيو نندارتونونو کې ډېر ليدل کيږي او په ځينو سياليو کې يې هم جايزې تر لاسه کړي دي. ويل کېږي چې اوس ددوي د انځورونو شهرت ورځ په ورځ لوړېږي. نو قوم قوسر علاقه داری غواړي د دغو انځورونو د خپرېدو او د ځايي بزګرانو د عايداتو د نور زياتوالی لپاره يوه ځانګړی سيمه جوړه کړي. دغه سيمه د تېرې جولای مياشت په ديارلسمه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شوه. ګڼ شمير بزګران او هم انځورګران کوشش کوي چې سيلانيانو ته د داو لنګ وګړو ښکلی ژوند د انځورونو په وسيله وښيي

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای