CRI Online

د بادام روزلو چارې د ياکان ولسوالۍ وګړو ته ډلرې رسوي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-29 16:50:15

د ياکان ولسوالی چې دوه زره کلن تاريخ لري،د شينجيانګ د اويغوري قوم د خودمختارې سيمې د کون لون غره په شمالي لمن کې پراته ده.دوه زره کاله مخکې د چين د هان د امپراطورۍ په دوره کې،ياکان د چين يو وابسته هېواد و او په پخوا زمانه کې د ورېښمود لرغونۍ لارې په اوږدو کې د غلو دانو د زيرمتون په توګه وبلل شو.اوس ياکان د بادام روزلو د ټاټوبي په حيث په چين او نورو هېوادونو کې ډېر شهرت لري.

د مې د مياشتې په پاې کې،خبريال له ياکان ولسوالۍ څخه د ليدنې کتنې په وخت کې وليدل چې د بادام ميوې د پخېدو په حال کې دي.بزګران د ښو حاصلاتو له امله د بزګرانو په څيرو کې د خوشحالۍ او خوښۍ نښې بريښي .

د ياکان په ولسوالۍ کې د بادام روزل د تانګ ديارلس سوه کاله وړاندی د چين د تانګ د امپرطورۍ له دورې څخه پيل شوي.له دې امله دغه بادام ډول ډول غذايي مواد لري،نو د منځني اسيا او اروپا په يو شمېر هېوادونو کې تود بازار لری او په نړيوال بازار کې بيه يې هم لوړه ده.اوس د ياکان د بادام توليدي اندازه د هېواد په ټولو ميوو کې نوي سلنه نيسي.

د ياکان ولسوالۍ د ميشا په علاقه داري کې،اته څلوېښت کلن محمد امين د ګټې اخيستلو په اړه تجربې خبريال ته وروپيژندلې او و يې ويل ،که غواړی چې ښه کيفيت بادام وروزی ،بايد حيواني سرې وکاروي.په تېره بيا په پسرلي کې بايد د بادام ونې څانګې پرې کړی او په دوبي کې بايد د بادام ونې ښه اداره وکړي.برسيره پر دې،بايد اړوند تخنيکونه زده کړه وکړي.زه کله کله فني پرسونلو ته بلنه ورکوم چې د بادام د روزلو په هکله زما سره مرسته وکړي او د بادام د روزلو په اړه کتابونه مې هم اخيستي دي.

په غرمه کې،محمد امين خبريال ته بلنه ورکړه چې دده په کور کې ميلمه شي.د محمد امين کور د اويغوري قوم ساختماني ځانګړتيا لري او مساحت يې کابو دوه سوه مربع متره دي.محمد امين وويل،زما په کور کې ټول غړي بوخت دي.زه په پخپله بزګري کوم او پروسږ کال مې دوه لکه او څلوېښت زره يوانه پيسې اخيستي وې چې له څلوېښت زرو امريکايي ډالرو سره برابرې دي .زما زوی د ګاډۍ په وسيله د مالونو په ليږد رالېږد لګيا دی او هر کال شپيته يا اويا زره يوانه پيسې اخلي.زما ښځه د غويو،پسونو او چرګو له روزلو څخه هم هر کال شل زره يوانه پيسې اخلي.د محمد امين ښځه چې د ده تر څنګ ولاړه وه ، وويل،د شينجيانګ په اړه د مرکزي حکومت د کاري غونډې وروسته،زموږ ژوند ښه شوی.اوس د عامو وګړو ژوند ډېر ډېر ښه دی.

هر کال د جون مياشت د ياکان د داودي ګلونو د غوړېدو فصل وي.د وان شيو نومي داودي ګل کرل د ياکان ولسوالۍ وګړو ته د ګټې رسولو يوه بله لاره ده.دغه ډول داودي ګل په دوه زره او دوولسم کال کې د چن ګوان نومي د بيلوژيکي تخنيک له شرکت څخه اخيستل شوی دی.د شرکت عمومي منيجير وو شنګ شوي وويل،موږ د څيړنې سره سم د نظر يووالي ته رسېدلي يو چې بادام د دوو کتارو ونو په منځ کې داودي ګلونو کرل نه يوازې د چاپيريال د ښکلا لپاره ګټور دي،بلکې ځمکه په ډېره ښه توګه استعمالېږي.د بادام ونې او داودي ګلونه په وار سره غوړېږي او کېدای شی چې د شاتو مچۍ په مسلسله توګه له ګلونو څخه شات جوړ کړي او د مصنوعي القاح پر ځاي القاح وکړي .دغه راز د ياکان ولسوالۍ د شاتو مچيو د روزلو چارې هم وده کړې.

هر کال د مارچ په مياشت کې د بادام او د اپرېل او مي په مياشتو کې د شړشمواو له جون څخه تر اکتوبره پورې د داودي ګلونو د غوړېدو وختونه دي چې له امله يې د شاتو مچيو څخه د زياتو ګبينو د برابرولو پرته د ياکان په وسلوالي کې،د مچيو سيل ، د بادام او نورو ميوو د روزلو او د ځايي دودونو پر بنسټ د کلتور چارې سمسوروي.اوس په ټوله ولسوالي کې دوه سوه تنه مچۍ روزونکي شته او دوی هر کال دوه دېرش مليونه يوانه پيسې اخيستی شي.د ميشا علاقه دارۍ د شاتو مچۍ روزونکي قربان خبريال ته وويل،پخوا کم شمير قومي وګړو مچۍ روزلې.اوس حکومت يو صندوق مچيو ته سل يوانه پيسې د مرستې په توګه برابروي چې له امله يې مچۍ روزونکي ورځ په ورځ زياتېږي.زه په فارغ وخت کې نورو بزګرانو ته د مچيو د روزنې په هکله د توجه وړ مالومات ورکوم او څو تنه شاګردان هم لرم.د بادام ګلونو څخه د جوړ شوي شات کيفيت ډير ښه دی او په راتلوونکې کې به نورو هېوادونو ته صادر شي.

د بادام ونو او د شاتو مچيو د روزلو چارو د سمسورتيا له کبله به د ياکان وګړي لا شتمن شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای