د ښکلي شينجيانګ په نوم د چيني او بهرنيو عکاسانو فعاليت روان دی.د روانې مياشتې په دوهمه نېټه عکاسان د اينين ښار ته ورسېدل او لومړی يې د کازانچي په نوم اويغوري قوم د دوديز کولتور د ښودلو په موخه يو کلی له نژدې وکوت . عکاسانو ځايي ايس کريم وخوړ چې د اويغوري قوم د دود له مخې جوړ شوی دی. د امريکا يوې عکس اخيستونکې ويلسن ددې ايس کريم ډير وستايه او و يې ويل
( اواز) دغه ايس کريم ستا خوښېږي؟
له جرمني هاګنداس نه هم ښه دی.
رښتيا ؟
يقينا ، ډير ښه دی چې دا اصلي ايس کريم دی
د ايس کريم د جوړولو بهير
ياد کلی په ٢٠٠٨ کال کې جوړ شو او د اويغوري قوم څه باندی شل لاسي مهارتونه ساتل شوي دي . ددې کلي د عمومي منيجر مرستيالې ګليني عکاسانو ته وويل
( اواز) کازانچي په اويغوري ژبه کې د ديګ مانا لری او د کازانچي کولتور د سيل په سيمه کې ډير مهارتونه ښودل کېږي ، مثال د زين او متروکې جوړولو مهارتونه او دغه ډوله مهارتونه له پلاره زوي ته خپرېږي.
د فرانسې عکس اخيستونکي پونچيل ډير عکسونه واخيستل او په هيجاني توګه يي وويل
( اواز) ددې کلي له ليدنې څخه مې وليدل چې په شينجيانګ کې د ملي لږکيو دوديز کولتورونه نه يوازی دا چې ښه ساتل شوي ، بلکې سمسور شوي دي.
عکاسان د عنعنوي مهارتونو د ښودلو په تالار کې
ياد کلی په شيجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د کولتورونو د ښې ساتنې يوه نمونه ده . شينجيانګ په چين کې يوه داسی سيمه ده چې د اويغور ، قزاق ، هان او مغول په شمول ديارلس قومونه ، کولتورونه او مذهبونه پکې موجود دي او کولتورونه يې هم رنګارنګ دي . له وروستيو کلونو راهيسې د چين مرکزي او ځايي حکومتونو په شينجيانګ کې د دوديزو کولتورونو د ساتلو لپاره زياتې هڅې کړې دي .د بېلګې په توګه دوولس مقام په ٢٠٠٥ کال کې د م م لخوا د نامادي کولتور د ميراث په توګه ټاکل شوي دي. محمد حافِظ چې د پاکستان يو مشهور عکاس دی ، د شينجيانګ موزيم تر کتلو وروسته وويل
( اواز)موږ د ملي لږکيو موزيم او د وګړو کورونه وليدل چې ددوي مذهبي عقيدې او د ژوند لارې چارې ښه ساتل شوي دي.
د باز روزنه
د شينجيانګ د قزاقي قوم عنعنوي کور
شينجيانګ کې نه يوازی غني قومي کولتورونه شته دي ، بلکې لرغوني تاريخي او کولتوري اثار موجود دي . په جنوبي شينجيانګ کې عکاسانو د قيزيل په ډبرينو غارونه کې عکسونه واخيستل چې زرګونه لويې يا کوچنۍ بودايي مجسمې پکې حکاکي شوي دي . دغه غارونه د نورو غارونو په نسبت ښه ساتل شوي او د چين په لويديځه څنډه کې تر ټولو لومړي کيندل شوي غارونه دي. خو د کلونو کلونو د باد ، سيلاب او زلزلې له امله ځيني غارونه خراب شوي دي . د خوښۍ وړ خبره خو دا ده چې د چين د اصلاح او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې د غارونو د ساتلو ښه تدبيرونه غوره شوي دي . مثال د تېرې پيړۍ د اتمې او نهمې لسيزې په موده کې حکومت دوه ځله د دغو غارونو د ساتلو لپاره پيسې بيلې کړې او په غارونو کې ديوالي انځورونه ترميم شوي دي . د غارونو تر کتلو وروسته د ترکيې عکاس طاهر يون وويل
( اواز) موږ شينجيانګ ته د سفر په بهير کې ډير لرغوني اثار ليدلي دي . لکه څنګه چې پخوا مې معلوم کړی ، په دغه سفر کې ما هم د طبيعي ميراثونو د ساتلو په برخه کې د چين کوششونه ليدلي دي. رښتيا ده چې دا لرغوني اثار د نړۍ يوازنۍ کولتوري خزانه ده .زما په اند د کولتوري اثارو د ساتلو په عين وخت کې د ځايي وګړو د استخدام او د چاپېريال د ساتنې په ساحو کې د چين د حکومت هاند او کوشش ډير د ستاينې وړ دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |