CRI Online

د دوولسو مقامونو هنر

cri     (GMT+08:00) 2013-08-29 17:03:05

د شينجيانګ د قومي نڅاوو نړيوال فيسټيوال اوس د اروموچي،کورلا او شيهزي په ښارونو کې روان دی.د دوولسو مقامونو ننداره چې د اويغور قوم ځانګړتيا لري ډېره د نندارچيانو خوښه ده.خبريال څو ورځې مخکې د دوولسو مقامونو ټاټوبی يعنی د ياکان ولسوالۍ ته لاړ و او هلته يې دغه ځانګړی کلتور له نژدې څخه وليده .

د دوولسو مقامونو په اړه انځور

خبريال په ياکان کې وکتل چې په سلو تنو کې اته تنه دوولس مقامونه ويلی او غږولی شي.په دغه ولسوالۍ کې د مقام نومي ډګر ډېر د پام وړ دی.د ډګر په مخامخ د دوولسو مقامونو د مشهور هنرمند اماني شاه مجسمه ولاړه ده او د دې مجسمې په وړاندې د مقامونو د خپرېدو کولتوري مرکز او تياتر هم دي.د ياد مرکز مشر ايليخام ژعيم وويل چې دغه ډګر د غځېدلي دوتار په څېر دی او اتيا زره مربع متره پراخوالی لری او پنځه کاله مخکې د شلو مليونو يوانو پيسو په لګولو سره جوړ شوی دی.پروسږ کال د مقام د هنري فيسټيوال په ترڅ کې د يو مليون يوانو پيسو په لګولو سره يوه صحنه جوړه شوه چې په ټول شينجيانګ کې يوازنې عصري صحنه ده .لوبغاړي په ژمي کې په دې تياتر کې او په دوبي کې په بهر کې ډول ډول نندارې اجرا کوي .

ايليخام ژعيم خبريال ته وويل،د ياکان په ولسوالۍ کې زاړه او واړه د دوولسو مقامونو د ښودلو توان لري او په فارغ وخت کې په پارک کې لوبغاړي راغونډېږي او حتی پخپله د موسيقۍ الات له ځان سره وړي او مقامونه غږوي او وايي .له دوه زره او درېيم کال څخه راپدې خوا،د ياکان هنري ډله هره شنبه او يکشنبه کې وړيا ننداره کوي او په دوه زره او شپږم کال کې د ياکان حکومت د اګيست پنځلسمه نېټه د مقام ورځې په توګه وټاکله.

خبريال او ايليخام ژعيم د خبرو اترو په عين وخت کې دوه واټونه تېر کړي او ژعيم خبريال د ياکان ولسوالۍ په مرکز کې د عبدالله سيليت نومي يوې چايخانې ته بوت او و يې ليدل چې مشتريان په شپږو غټو کټونو کې ناست دي او کړکۍ ته نژدې يو غټ کټ کې پنځو سپين ږيرو لوبغاړو د ډول ډول موسيقي الاتو په غږولو سره د مقام سندرې ويلې .

دريال وهونکی چې عبدالله سيليت نوميږي او نژدې اويا کلن دی.هغه ددې چايخانې خاوند دی او د هېواد په کچه د دوولسو مقامونو ميراث اخيستونکی هم دی.د ده د دريال وهلو مهارتونه ډېر په زړه پوری دي.هغه خبريال ته وويل،دغه چايخانه خاص د دوولسو مقامونو د خپرولو لپاره جوړه شوې ده، نه د پيسو د اخيستلو لپاره .که څه هم اوس زوړ شوی يم،شل شاګردان هم لرم او کشر شاګرد می يوازې اته کلن او مشر شاګرد له اتيا کلنۍ څخه هم اوښتی دی.

هغه وويل،دوولس مقامونه زما ټول ژوند دی.کولی شم چې ډوډۍ و نه خورم،خو دا نه شم کولی چې دريالونه و نه وهم.هېوا هر کال ما ته لس زره يوانه د مرستې په توګه برابروي.ولسوالي هر کال ما ته پنځه زره يوانه راکوي.زما په چايخانه کې د مقامونو اورېدل وړيا دي او د دې هنر خپرونه زما مسئوليت دی.زما کور کوچنی دی،دغه ځای پراخ دی،نو شاګردان مې هم زيات دي. عبدالله سيليت وويل،د دوولسو مقامونو د ويلو او غږولو هنر ته د حکومت پام ورځ په ورځ زياتېږي.په دوه زره او پنځم کال کې ياد هنر د م م د يونيسکو سازمان لخوا د نړۍ د نامادي ميراث په حيث وټاکل شو.عبدالله سيليت هم د جاپان په ګډون نورو زياتو هېوادونو کې نندارې وړاندې کړې او نندارې يې د زياتو نندارچيانو لخوا ستايل شوي چې دا نندارې د مقام هنر د خپرولو لپاره ډېرې ګټورې دي.

د دوولسو مقانومو ننداره

خبريال دا احساسوي چې دوولس مقامونه د ياکان وګړو د افکارو او احساساتو ، د ژوند او روح د ستاينې سندرې او د اويغوري قوم د روحي حماسې په توګه بلل کېږي .خبريال له ځايي وګړو څخه پوښتنه وکړه چې ستاسو لپاره مقام څه شي دی؟ يو کس ځواب ورکړ چې مقام يوازې د موسيقي په غږولو سره تعريفولی شي ، نه په خبرو.

ياکان په تاريخ کې د چين د هان امپراطورۍ په دوره کې د چين يو وابسته هېواد و.په پخوا زمانه کې يوه نجلۍ چې اماني شاه نومېده او د کوچنيتوب په موده کې يې له موسيقۍ غږولو او شعر ويلو سره علاقه درلوده ، د ديارلس کلنۍ په وخت کې يې د يارکند له پاچا سره مينه پيدا کړه او ملکه شوه ورپسې يې د مقامونو د راغونډولو او تنظيمولو لپاره يو شمير موسيقي وهوونکو ، سندرغاړو او شاعرانو ته بلنه ورکړه چې په پايله کې يې د ٣٦٥ سندرو په شمول دوولس مقامونه رامنځته کړل او د ويلو او غږولو لپاره يې ٢٤ ساعته په کار دي.

د ايليخام ژعيم په وينا د دوولسو مقامونو د راغونډولو کار اوس هم روان دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای