CRI Online

د ختن حال او ماضي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-29 17:08:55

ختن په نړۍ کې ډير شهرت لری او د نړۍ د څلورو نامتو فرهنګونو د راغونډولو مرکز دی او له لرغونۍ زمانې راهيسې د سامان ، داويزم ، بوديزم او اسلام مذهبونه پکې موجود وو او ډيرو توکمونو پکې د سولې په فضا کې ژوند تېراوه چې له امله يې د ختن بې ساری کولتورونه او عادتونه رامنځته شوي دي.

په پخوا زمانه کې د چين مشهور راهبان فاشين او هوسان هند ته د سفر په ترڅ کې ختن ته رسېدلي وو . ختن په چيني ژبه کې هه تيان نومېږي چې هه د سولې او ارامۍ او تيان د دښتې مانا لري.

له دې امله چې ختن له صنعتي سيمو څخه لېرې پروت دی او په کال کې ډېرې ورځې لمر لېدل کېږي ، نو په ختن کې روزل شوي ميوې لکه انان ، خرما ، خټکی ډېرې خوږې دي او هيڅ ککړتيا نه لري . د يادولو وړ ده چې په ختن کې د انګورو باغونه چې په دره کې خواره واره واقع دي ، په نړۍ کې ساری نه لری. برسيره پردې په ختن کې ډول ډول کبابونه هم خوندور دي .

د ختن انان

د شمېرنې له مخې ختن دوه مليونه او اوه لکه نفوس لری چې په سلو کې شپږ نوي اويغوريان دي ، د ختن پراخوالی دوه لکه او ٤٧٨ زره مربع کيلومتره دی او په سلو کې درې شپېته شګلنې سيمې او يوازی درې اعشاريه اوه برخه يې څړ ځايونه لري.د ختن وګړي صادق وګړي دي او ځان قانع کوي . هره ورځ يوازې يوه ډوډۍ ، يوه پياله چاي او يوه ميوه کافي ګڼي او نورې پوچې غوښتنې نه لري، نو د ډير عمر سپين ږيري او سپين سرې پکې لېدل کېږي.

په ختن کې د ختن نومي سيند شته چې د ختن قيمتي ډبرې پکې پيدا کېږي او دغه ډول ډبرې د ختن ډبرو په نوم ډير شهرت لری او بيه يې هم ډيره قيمته ده .

ځکه چې دغه قيمتي ډبره د ميږې د لم وازدې په شان سپينه ده .

د ختن سيند

په لرغونۍ زمانه کې هر کال د ختن سيند په غاړو ګڼ شمير وګړي راغونډېدل او په داسی حال کې چې د ختن پاچا د وزيرانو په ملګرتيا په لوڅو پښو په سيند کې لومړۍ قيمتي ډبره پيدا کړه او د ډبرې په پورته کولو سره يي د أسمان ، ځمکې او سيند اربابو ته دعا وکړه چې ټول وګړي قيمتي ډبرې ومومي او ښه حاصلات تر لاسه کړي. ورپسې د قيمتي ډبرو موندنه په رسمي توګه پيل شوه . په هغه وخت کې په سيند کې قيمتي ډبرې ډېرې وي او حتی د کور ديوالونه به هم له قيمتي ډبرو څخه جوړ و، که چا هغه ډبره چې رنګ به يې سپين نه و ، وموندله ، يوې خوا ته به يې وغورځوله ځکه چې دا ډوله ډبرې ارزانې وې .

د ختن قيمتي ډبره

نن ورځ په ختن کې لا هم هر کال يو ځل د قيمتي ډبرو د موندلو په هکله کولتوري او سيلانيز فيستيوال جوړيږي او پيمانه يې په لرغونۍ زمانه کې د قيمتي ډبرو د موندنې له درنو مراسمو څخه هم لويه ده ، خو د تاسف وړ خبره دا ده چې د فيستيوال د جوړېدو ځاي د کشغر سيند په غاړه نه دی او عمومأ په ډګر او يا جمنازيوم کې جوړېږي.د ختن وګړي لا هم ددې سيند ډير عبادت کوي او يوه کوزه اوبه چې له ختن سيند څخه اخيستل شوې وې، په بازار کې په لسو يوانو خرڅېږي ، د وګړو په خولو په دغو اوبو کې د روغتيا لپاره څو ډوله ګټورې معدي مادې شاملې دي او هغه ناروغان چې په بډوډۍ يا د صفرا په کڅوړه کې تيږې لری ، د اوږدې مودې لپاره د يادو اوبو د څکلو له لارې دغه تيږې پخپله حل کېږي. نن ورځ په ياد سيند کې قيمتي ډبرې کمېږي. خو د زمانې د پرمختګ سره سم د ختن سيند سيل د ټولو سيلانيانو لپاره يو ښه پروګرام دی او غواړي چې په سيند کې قيمتي ډبرې ومومي ، خو اوس دغه پروګرام بالکل يو سمبالي پروګرام دی ځکه چې په سيند کې د قيمتي ډبرو موندنه ډيرستونزمن کار دی . هر کال د دوبي او مني په موسمونو کې د ختن سيند په غاړو کې د سيلانيانو ګڼه ګوڼه زياته وي چې ځينی يې قيمتي ډبرې مومي ، ځينی يې انځور يا عکس اخلي او ځينی يې قيمتي ډبرې پلوري . يوه خبره دا ده چې ختن د چين په لويديځه څنډه کې يوه ځلانده ملغلره ده

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای