CRI Online

د شينجيانګ پوهنتون د بيسبال ښځينه لوبډله

cri     (GMT+08:00) 2013-08-31 22:08:19

د ٢٠١٣ کال د چين د محصلينو د بيسبال سيالی څو ورځې مخکې د چين په تيان جين پوهنځي کې پای ته ورسېدله. د نهه ويشتو پوهنتونونو د بيسبال شپږدېرش لوبډلو په دې سيالی کې برخه واخيستله. د شينجيانګ پوهنتون د بيسبال ښځينه لوبډلې چې د لومړي ځل لپاره يې د هېواد په کچه سيالۍ کې ګډون کړی، شپږم مقام ونيوه.

د يادې لوبډلې عمومي روزونکي عبدالله لطيف خبريال ته وويل ياده ښځينه لوبډله په ٢٠٠٥ کال کې جوړه او ډېر غړي يې له پوهنتون څخه فارغ شوي دي. اوسنۍ لوبډله په ٢٠١١ کال کې تازه جوړ شوه او د جوړېدو په لومړی وخت کې دوی د غړيو د لټولو لپاره ډير کوښښ وکړ او ور پسې يې په ٢٠١٢ کال کې په رسمي روزنه پيل وکړ. روزونکي عبدالله لطيف وويل دغه سيالی د دوی لپاره يوه مهمه روزنه وه. څرنګه چې په شينجيانګ کې د بيسبال نوره لوبډله نشته، دوی يوازې پخپله روزنه کوله. ده وويل تيان جين ښار ته له ورتګ مخکې، د لوبډلې نجونو پرځانونو پوره باور درلود، خو په سيالی کې تر ګډون وروسته نظر يې بدل شو. ده وويل

تيان جين ښار ته له ورتګ مخکې زموږ ډېرو غړيو پر ځانونو پوره باور درلود او و يې غوښتل چې د هېواد د نورو لوبډلو ته د شينجيانګي نجونو مهارت وښيي. تر دوو سياليو وروسته، دوی دا تجربه ترلاسه کړه چې سيالی سخته ده . باور لرم چې دوی له دې سيالۍ څخه ډېرې تجربه وګټي څو چې په راتلونکي کې خپل مهارتونه غښتلي شی .

د مالوماتو له مخې، د شينجيانګ پوهنتون د بيسبال نارينه لوبډلې تېر کال د محصلينو د بيسبال په ملي سياليو کې لومړی لمبر وګاټه. خو سږ کال د پيسو د کمښت له امله، د شينجيانګ پوهنتون يوازې ښځينې لوبډلې ته په ملي سياليو کې د ګډون فرصت ورکړ او موخه يې دا ده چې ښځينه لوبډله د دې سيالۍ له لارې اړوندې تجربې تر لاسه کړي. نو د دغو نجونو پر غاړه فشار دروند و. د لوبډلې قزاقي غړې اکمرال خبريال ته وويل دوی د دې سيالۍ لپاره تر وسې پورې تياری کړی. کله چې دوی تيان جين ښار ته ورسېدلې، له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې، خو ټولو غړو په ټينګ هوډ سره دغې ستونزې ليرې کړي دي. دې وويل

تيان جين له شينجيانګ څخه د اورګاډي په وسيله دری ورځې لېرې دي او موږ ډېرې ستړې شوو. خو هېچا ګيله و نه کړه. د تيان جين هوا له شينجيانګ سره توپير لري، ډېر غړې ناروغ شوې، خو دوی د درملو خوړلو تر څنګ لا هم په سيالی کې ګډون وکړ. په سيالۍ کې د ګډون فرصت د نارينه لوبډلې لخوا موږ ته راکړی شو ، نو موږ بايد تر وسې پورې کوښښونه وکړو.

د روزونکي عبدالله لطيف په وينا د بيسبال نارينه او ښځينه لوبډلې له يووالي څخه ډکې لوبډلې دي او غړي يې په روزنه کې ډېر کوششي دي. خو د پيسو او روزونکيو د کمښت له امله، له ډېرو ستونزو سره مخامخه ده. هغه وويل

زموږ د لوبې سامان الات کافي نه دي او هر کال له دې امله زموږ ډېر غړي له لوبډلې څخه وزي. برسيره پر دې، زموږ روزونکي ډېر لږ دي. زه مخکې د نارينه لوبډلې يو غړی وم او په ٢٠٠٥ کال کې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د ښځينه لوبډلې روزونکی شوم. متاسفانه کومه مسلکي روزنه مې نه ده تر لاسه کړی.

روزونکي عبدالله لطيف وويل که څه هم دغه لوبډله له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده، خو دوی هېڅکله له دې لوبې څخه لاس وا نه خيست او د ستونزو د ليری کولو لپاره يې ډېره هڅه وکړه. د بېلګې په توګه، د نارينه لوبډلې تجربه لرونکي غړي پخپله د ښځينه لوبډلې د روزونکي مرستيال دنده پر غاړه لری تر څو د سر روزونکي عبدالله لطيف دنده کمه کړي . د لوبې سامان الات کافي نه دي، دوی پخپله سامان الات جوړوي. قزاقي نجلۍ اکمرال خبريال ته وويل په دې لوبډله کې د ګډون راپدې خوا، هغه تل د غړيو د يووالی روحيې تر اغېزې لاندې ده. د دوی د لوبډلې سندره د دوی د روحيې يوه نښه ده.

(اواز) په سږني سيالۍ کې د شينجيانګ پوهنتون د بيسبال ښځينه لوبډلې شپږم مقام وينوه.

اکمرال خبريال ته وويل دوی ډېرې تجربې تر لاسه کړي دي او غواړي په راتلونکی کې د دغو تجربو پر بنسټ خپلې روزنې ته دوام ور کړي او لا سترې لاس ته راوړنې وګټي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای