CRI Online

په شينجيانګ کې شيانګ شنګ يا خندنۍ خبرې (لومړې برخه)

cri     (GMT+08:00) 2013-09-29 17:37:34

شيانګ شنګ په ټول چين په تيره بيا د چين په شمال ،مثلا،بېجينګ،تيان جين ښارونو کې ډېر مينوال لری او ډېر د خلکو خوښ دی.شيانګ شنګ په اويغوري ژبه کې چکچک نوميږي يعنی د ټوکو مانا لري.اوس د چين د شينجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې شيانګ شنګ په ګړندی ډول مروج کيږي.د سيمې په مرکز د اورمچي په ښار کې،ځايي وګړي په فارغ وخت کې د اګست لومړۍ ورځې په نړم تياتر ته ځي او څلورپنځه تنه د يو کوچنی ميز تر څنګ کيني او د چای څښلو او د ميوو خوړلو په عين وخت کې شيانګ شنګ اوري چې دغه تياتر ته ځايي وګړي د شيانګ شنګ بازار وايي چې دغه بازار د لوبغاړي مو شينګ وې او د ده لسګونو ملګرو لخوا جوړ شوی دی.هغه وويل،په وروستيو کلونو کې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د شيانګ شنګ ډېرې ډلې جوړې شوي دي،خو زموږ په شينجيانګ کې داسې ډله نه وه.نو فکر مې کولو چې بايد په شينجيانګ کې د شيانګ شنګ يوه ډله جوړه کړم.زه د شيانګ شنګ د نمايش د شلو کلونو تجربې لرم او په تيرو پنځو کلونو کې مې شاګردان روزلي دي .زما تر ټولو کشر شاګرد چې جانګ يوو ګه نوميږي،عمر يې يوازې يوولس کلونه دي.هغه په تيرو څلورو کلونو کې د شيانګ شنګ هنر زده کړه وکړه.موږ د ډېرو کلونو د کوښښونو وروسته د شيانګ شنګ دغه بازار جوړ کړ.په شينجيانګ کې ډېر زيات قومونه ميشته دي او د بېلا بېلو قومونو وګړي خپل ځانګړي عادتونه لري.د هان قوم ژبه يعنی د چين ملي ژبه د لږکيو قومونو له ژبو سره ډير فرق لري.نو د شيانګ شنګ په هنر کې موږ بايد د شينجيانګ د ځايي وګړو د فکرونو سره سم خندنې خبرې وکړو څو چې په شينجيانګ کې د ملي لږکيو په مطابقت د شيانګ شنګ بل هنري شکل جوړ شی.

لوبغاړي په ټاکلی وخت او ټاکلی ځاي کې په ياد بازار کې ننداره کوي چې د دوديز شيانګ شنګ،د شينجيانګ د ځانګړی شيانګ شنګ،د دوو باڼسي ټوټو په وهلو د داستان ويلو او داسې نورو شکلونو هره ننداره يې په داسی حال کې چې د نندارچيانو لخوا په پرله پسې خندا او تودو چکچکو بدرګه کېده ، پای ته ورسوله چې له امله يې شيانګ شنګ زيات مينوالان راجلب کړي دي.

سوداګر بينګ شوي وويل،پخوا ما او زما دوستانو په فارغ وخت کې عمومأ سندرې ويلې،ډوډۍ مو خوړله يا سينما ته تللو،خو اوس زه هره شنبه د شيانګ شنګ په بازار کې شيانګ شنګ اورم.په بازار کې تزيينات قديمي سبک لري.فکر کوم چې د بازار فضا زما زړه جذبوي.

جانګ شواې چې په حکومتي څانګه کې کار کوي وويل،د شيانګ شنګ هنر زموږ ډېر خوښ دی.خو پخوا د دې په اړه صحنه او د دې هنر د ليدلو فرصت نه و،موږ يوازې له ټلويزيون يا انترنيټ څخه شيانګ شنګ وليدلو.اوس موږ کولی شو چې له نژدې شيانګ شنګ ننداره وګورو.د دې هنر لوبغاړي ټول ځوانان دي،دوی موږ ته ډېرې زياتې خوشحالۍ راوړي.

وانګ يان چې د شيانګ شنګ مينوال دی ، وويل،په شينجيانګ کې د بېلا بېل نندارو شمير د بېجينګ پا تيان جين ښارونو په پرتله ډېر لږ دی.په شينجينګ کې هره شپه د ډوډۍ له خوړلو نه علاوه موږ يوازې فلم ګورو.په هر ښار کې سينما شته،خو د شيانګ شنګ ننداره يوازې په ځينو ښارونو کې ليدل کېږي..د مه شينګ وې لخوا جوړ شوی ياد بازار په شينجيانګ کې د شيانګ شنګ د نندارې لومړی ځای دی چې ننداره دوه ساعته دوام لري او د ټکټ بيه يې هم ټيټه ده .که څه هم موږ ځوانان يو،خو د خپل هيواد له عنعنوي هنر سره هم ډيره مينه لرو.

د شيانګ شنګ په بازار کې زاړه واړه لوبغاړي حتی ښځينه او اويغوري لوبغاړي هم لېدل کېږي او دوي په اصل کې د شرکت چارواکي،سرتيري،د واده د مراسمو رياست کوونکي دي .جانګ ينګ په ياد بازار کې يوازنۍ لوبغاړې ده چې پخوا په يوه هنري ډله کې د باڼسي ټوټو وهونکې وه .د شيانګ شنګ په نندارو کې د دې توان ښه ښودل کېږي ، نو په فارغ وخت کې هم تمرين کوي.هغې وويل چې زموږ زياتره تمرينونه په فارغ وخت کې تر سره کيږي.زه هره ورځ د خپل کار له بشپړېدو وروسته د شيانګ شنګ بازار ته راځم او دلته د دوو يا درېيو ساعتو تمرين کوم.زما کور په ارومچي کې نه دی، په هره شنبه کې ننداره شته ، نو کور ته نه شم تلی.تقريبأ يوه مياشت کور ته نه وم تللی.

يوولس کلن هلک جانګ يوو ګه د ارومچي ښار د خلکو په ډګر کې د شيانګ شنګ له اورېدو وروسته له دې هنر سره مينه پيدا کړه او له دې وروسته د مه شينګ وې د شاګرد په توګه وټاکل شو.هغه وويل،ما له کوچنتوب راهيسې له شيانګ شنګ سره علاقه درلوده.پخوا مې له ټلويزيون او انترنيټ څخه شيانګ شنګ واورېد.اوس زه د استاذ مه شاګرد يم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای