CRI Online

په شينجيانګ کې شيانګ شنګ يا خندنۍ خبرې (دوهمه برخه)

cri     (GMT+08:00) 2013-09-29 17:39:40

شيانګ شنګ په اويغوري ژبه کې چکچکو ته وايي يعنی د ټوکو مانا لري.شيانګ شنګ په ټول چين په تيره بيا د چين په شمال،مثلا،بېجينګ،تيان جين ښارونو کې ډېر مينوال لري.اوس دغه هنر د شينجيانګ د اويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې هم په ګړندی ډول مروج کيږي.په تيره خپرونه کې مې د اګيست لومړۍ ورځې په نوم د شيانګ شنګ د تياتر په اړه معلومات تاسو ته وړاندی کړيدي.په دغه تياتر کې د شيانګ شنګ يوه ډله چې د لوبغاړي مو شينګ وې لخوا جوړ شوې ده،نندارچيانو ته په زړه پورې نندارې ښيي.اوس به په مداوم ډول د دغې ډلې په اړه کيسه تاسو ته درکړم.

د شيانګ شنګ لوبغاړي مو شينګ وې ډېر شاګردان لري.تر ټول کشر شاګرد چې جانګ يوو ګه نوميږي،عمر يې يوازې يوولس کاله دی.دغه هلک د ارومچي ښار د خلکو په ډګر کې د شيانګ شنګ له اورېدو وروسته له دې هنر سره مينه پيدا کړه او له دې وروسته د مو شينګ وې د شاګرد په توګه وټاکل شو.هغه وويل،ما له کوچنيتوب راهيسې له شيانګ شنګ سره علاقه درلوده.پخوا مې له ټلويزيون او انترنيټ څخه شيانګ شنګ واورېد.اوس زه د استاذ مو شاګرد شوم.

له دې وروسته،زوژګلي عمر د جانګ يوو ګه ننداره وکتله او خپل دوه زامن يې د اګيست لومړۍ ورځې په نوم تياتر ته يووړل او له دوی يې وغوښتل چې د شيانګ شنګ هنر زده کړه وکړي.هغې وويل،ما د کوچينتوب په موده کې له ټلويزيون څخه شيانګ شينګ واورېد.شيانګ شنګ زموږ ملي هنر دی.زما زوی د مشهور لوبغاړي ګوه ډه ګانګ نندارې ډيرې خوښوي .کشر زوی می پرته د لوبغاړي ګوه ډه ګانګ نوم نه نوره چيني کلمه نه شی ليکلی.دوی دواړه هيله لري چې په راتلونکې کې د شيانګ شنګ لوبغاړي وګرځي . غواړم چې استاذ مو زما زامن د شاګردانو په توګه ومني.

د زوژکلي عمر دوه زامن هم په ذوق سره وويل،د استاذ مو نندارې زموږ ډېرې خوښې دي.له ټلويزيون څخه د شيانګ شنګ نندارې کتنه زړه وړونکې نه ده،په تياتر کې کتنه ډېر په زړه پورې ده او ډېر زيات نندارچيان په تياتر کې د نندارې په ترڅ کې په پړق خندي او تودې چکچکې کوي.

د شيانګ شنګ مينوال ياد تياتر ته د شيانګ شنګ بازار وايي.وانګ يان هونګ د شيانګ شنګ بازار له جوړېدو راهيسې په هره شنبه د اوږد واټن سرويس په وسيله د شيانګ شنګ نندارې د کتلو لپاره دغه بازار ته ځي .هغه وويل، شيانګ شنګ عموما په بيجينګ لهجه ويل کېږي ،په ياد بازار کې زموږ نندارې له عنعنوي شيانګ شنګ سره توپير لري چې د ملي لږکيو د وګړو په ژوند پورې اړه لری .زما په اند په تيرو شوو څلورو مياشتو کې د ياد بازار لوبغاړو په ګړندی ډول ترقی موندلې ده. په لومړيو وختونو کې دوی لا هم د عنعنوي شيانګ شنګ ننداره وکړه، وروسته دوی ورو ورو د ملي لږکيو د ژوند په اړه نوی شيانګ شنګ وښود.اوس د شينجيانګ وګړو د ژوند،د ګډې علاقې وړ ټولنيزو مسئلو په اړه شيانګ شنګ،حتی په اويغوري ژبه ويل کيږي .موږ له دغه ډول شيانګ شنګ سره لا زياته علاقه لرو.زما پلار،مور،وروڼه،خويندې او دوستان ټولټال د نوي شيانګ شنګ مينوال دي.زما دوستان چې له نورو ځايونو څخه شينجيانګ ته راغلي،په دې ډېر حيران دي چې په شينجيانګ کې د شيانګ شنګ هنر هم شته.دوی هم له نوي ډول شيانګ شنګ سره مينه لري.

د مينوالو د ملاتړ له امله پر خپلو چارو د استاذ مو شينګ وې او د ده ملګرو باور غښتلی شوی دی . استاذ مو وويل،دا حقيقت دی چې په شينجيانګ کې د خلکو هنري ژوند د پرمختللو ولايتونو په پرتله وروسته پاتی دی.خو دا نظر لرم چې د شينجيانګ هنري ژوند د پرمختګ ښه فرصت او روښانه اينده لري.په تيرو شويو کلونو کې شينجيانګ د نورو ولايتونو د مرستې له برکته ګړندي پرمختيا موندلې ده .د شينجيانګ د کلتوري چارو د پرمختګ پسرلی راغلی دی .نو زه د شيانګ شنګ هنر په راتلونکې ډېر باور لرم.اوس د شيانګ شنګ بازار مو جوړ کړی او د دغه هنر د لا سمسورتيا مسئوليت پر غاړه لرو. دغه راز موږ هم غواړو چې د ګډو کوښښونو له لارې د شينجيانګ ځانګړتيا لرونکی شيانګ شنګ هر چا ته اشنا شی او په فارغ وخت کې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو هره کورنۍ ياد بازار ته لاړ شی ، برسيره پردې له شينجيانګ شيانګ شنګ سره د نورو ولايتونو د خلکو مينه زياته شی او زموږ د شينجيانګ کلتور،ولسي دودونه او بدلونونه ښه وپيژندل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای