CRI Online

په شينجيانګ کې د اخلاق روزنې مروجې شوېدي

cri     (GMT+08:00) 2013-09-29 17:43:14

په وروستيو کلونو کې د اخلاق روزنې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې مروجې شوېدي.چينايان د اقتصاد پرمختګ ته د پام کولو په عين وخت کې ښکلی اخلاق ته هم په درنه سترګه ګوري.د شينجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې ښکلی اخلاق هم په هر ځای کې ليدل کيږي.اوس به د دې په اړه لږ څه معلومات تاسو ته وړاندې کړم.

د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د ايلي په ښار کې يوه تقاعده شوې ښوونکې چې فن اين يان نومېږي او نهه شپېته کلنه ده ، د دوه څلويښتو کلونو په اوږده موده کې يې ساده ژوند تېراوه او په وار سره يې د اوو قومونو په ګډون پنځه ديرش بې وزلي ماشومان ساتلي او روزلي دي.

ددې لپاره چې ياد بې وزلي ماشومان نژدې ښوونځي ته لاړ شي ، ښوونکې فن ديارلس يتيمان په خپل کور کې ساتلي وو چې مشره يتيمه فن چيو پينګ اوس شپږڅلويښت کلنه او کشر يتيم ليو هان اوولس کلن دی.

تودي محمدي متحدي شل کلن ځوان دی او ټاټوبي يې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې هوټان دی.کله چې هغه دوه کلن و،پلان او مور يې د ناروغيو له امله له دنيا نه لاړل او هغه يتيم شو.کله چې عمر يې اوه کلونه وو،د بې وزلۍ له امله له ښوونې څخه بې برخه شو او د هوتان د يتيمانو مرکز ته ولېږل شو .څرنګه چې تودي محمدي په درسونو کې تل لوړې نمرې اخيستې چې له منځني ښوونځي نه د فارغ کېدو نه وروسته يې د ازموينې له لارې د جيانګ سو پوهنتون لخوا ومنل شو .

د يتيمانو مرکز چارواکي محمدامين په خوله،که څه هم مرکز تودي محمدي ته څلور زره او اوه سوه يوانه پيسې ورکړې،خو تعليمي لګښت يې شپږ زرو يوانه وو ،د مرکز لخوا برابرې شوې پيسې کافي نه وې.دغه چارواکي په عين وخت کې ويلي چې په راتلونکيو څلورو کلونو کې به مرکز هر کال تودي محمدي ته د زده کړې نيمه برخه فيس،د پوهنتون او کور تر منځ د تګ راتګ لګښت،د ليليې ،کتابونو او خوراکو فيس برابرکړي.د پوهنتون مشرانو د دې حالت له معلومولو وروسته دغه يتيم زده کوونکي ته ډېر پام ورکړ چې نه يوازې يې له ټاکلي وخت دمخه تودي محمدي ته د صابون په شمول د ژوند اړتياوړ شيان واخيستل،بلکې د تودي محمدي د هرکلي لپاره يې ښوونکی ګوان يي فونګ د اورګاډي ستيشن وليږه.پوهنتون ته تر رسيدو وروسته، د پوهنځي د ګوندي کميټې منشي سون جنګ او اوه اويا کلن استاذ جيو جيون په ملګرتيا تودي محمدي اړونده تشريفات بشپړ کړل.منشي او استاذ هم ور ته يو زر يوانه پيسې د ډالۍ په توګه ورکړې.د نورو زده کوونکيو ګرم زړونه لرونکی پلرونو او مېندو د ده پنډونه دده ليليې ته يووړل او تودي محمدي يې اسلامي خوړنځی بوت.

لس کاله مخکې نهه ديرش کلن بزګر چې لي چينګ ژن نومېږي او د ارتاي ښار اوسېدونکی دی ، د زړه ناروغۍ له امله د شينجيانګ په ولسي روغتون کې بستری شو او د زړه پيوند يا د زړه بدلون عمليات اجرا شو چې تر اوسه پورې روغ جوړ اوسېږي او ژوند او کار يې هم خوږ ښکاري .

ښاغلي لي يو بزګر دی او په ٢٠٠٣ کال کې ناڅاپه د زړه په ناروغۍ اخته شوی و او ددې ناروغۍ د درملنې او علاج تر ټولو ښه لار د زړه پيوند يا د زړه بدلون دی. د هغه وخت د حالت يادونې په مهال کې د ښاغلي لي ښځه وانګ چن لي لا تر اوسه ويره لری. کله چې دده د خاوند زړه د بدلون خبر واورېد، ډيره حيران شوه ، د خوشالۍ خبره وه چې روغتون يوازی پنځوس زره يوانه پيسې ترې واخيستې او نور لګښت وړيا و ، خو د هېواد په نورو روغتونونو کې د زړه د پيوند عمليات څلورو لکو يوانو ته په کار دي . عملياتو دوه ساعته او څلويښت دقيقې دوام درلود او ډاکترانو ويلي چې عمليات ډير بريالي دي او تر هغه وخته په چين کې يعنی له يو ميليادو او دريو سوو مليونو وګړو څخه يوازی دغه ډول څلويښت عمليات اجرا شوي دي

د عملياتو وروسته ولسي روغتون هم د ښاغلي لي سره د توان په اندازه مرستې ورکړې او دده د زخم د عفونت د وقايې او بدني قوت د تقويې لپاره په ټاکلي موده کې معاينه کړې او هره مياشت يې په وړيا ډول د څلورو زرو يوانو په ارزښت درملونه برابر کړي دي .دغه راز د روغتون ټولو کارکوونکو هره مياشت دوه يوانه پيسې د بسپنې په توګه ورکړې او دده د ښځې لپاره د اوسېدو ځاي حتی د کار دنده برابره کړې ده .

په ٢٠٠٩ کال کې د ښاغلي لي زوي پېدا شو چې دده کورنۍ ته نوې هيله رسول شوېده . خو نشی کېداې چې د زوي د روزلو او د کور د نورو لګښتونو د ادا کولو لپاره لا هم له روغتون څخه مرسته واخلي . نو بالاخره ښاغلي لي پرېکړه وکړه چې بل کار پيدا کړي چې په نتيجه کې يې د پروسږکال له مې مياشتې څخه د چټک ليږد دنده پيل کړه او په لسو مياشتو کې د درنې دندې له امله د بدن وزن يې څو کيلوګرامه ټيټ شو، خو ښاغلي لي په خندا وويل چې که څه هم ډنګر شوی يم ، خو صحت مې ښه شو او په دغو لسو مياشتو کې هيڅ ناجوړتيا نه پيدا شوه ،غواړم چې د خپلو کوششونو له لارې د روغتون بار کم کړم

که موږ يو له بل سره مرسته وکړو،زموږ نړۍ به لا ښکلې زموږ اينده به لا روښانه وي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای