CRI Online

په شينجيانګ کې داو لنګ قبيله او ددې قبيلې د ايچک نومي موسيقي الې

cri     (GMT+08:00) 2013-09-29 17:46:08

د چين د شينجيانګ د يرچانګ سيند په لاندنۍ برخه کې د شاهه سيمې د يوکلي د داولنګ کنسرت کې ډېری کليوال راغونډېدل او لوبغاړو د سندرو په وسيله د نيکمرغه ژوند ستاينه کوله .

که چيرې په لاره کې له مخامخ اويغورڅخه پوښتنه کوئ چې ته داو لنګ وګړی يې؟ هغه به حتمأ هوکړه ووايي او دده کور ته د مېلمه په توګه به در ته بلنه ورکړي.

داو لنګ د راغونډېدو مانا لری چې د داو لنګ نومي کولتور په يرچانګ سيند په ناوه کې رامنځته شو. د تاريخي اسنادو له مخې په ديارلسمه پيړۍ کې د شينجيانګ جنوبي سيمه د چنګيز زوي چهتاي تيول و او يو شمير مغوليان ميکيت ته نقل شول او په کب نيولو لګيا وو . خو ترکان او تبتيان هم په کډه راغلل چې په نتيجه کې د داو لنګ نومي قبيله رامنځته شوه او په کوچيانو بدل شول .

اتيا کلن سپين ږيری عثمان محمد د ايچک نومي موسيقي اله لری چې دوه سوه کاله مخکې جوړه شوې ده . دغه ډول ساز څلور تارونه لری . هغه وويل چې دا ډول ساز د مقام غږولو په ترڅ کې ډېر رول لوبوي .

ايچک په قديمي فارس کې هرزک نومېده او د ورېښمو لارې په وسيله چين ته خپور شو او په نهمه پيړۍ کې دا ډول ساز د شينجيانګ په جنوب کې د داو لنګ قبيلې په ميشت ځايونو کې مروج و . د اويغوريانو په قول داو لنګ د دروازې خلاصولو او تړلو او د ګاډي د څرخ د ګرځېدو اواز دی او نژدې د دريو سوو کلونو راهيسې دغه ډول ساز له دريو تارونو څخه په څلورو تارونو بدل شو

د سپين ږيري عثمان محمد په کور کې خبريال وليدل چې دده لخوا ساتل شوی ايچک تک تور رنګ دی او بيخي په لاسونو جوړ شو. د ايچک لخوا غږول شوي اوازونه ډېری ښکلي دي . عثمان محمد په ځاي کې ډير شهرت لری او هر کله چې غونډه جوړېږي . عثمان محمد ته د ايچک غږولو لپاره بلنه ورکول کېږي . عثمان محمد د ايچک وهلو په مل څه باندی پنځوس سندرې ويلی شی.

عثمان محمد خبريال ته د خپل ايچک په باره کې يوه کيسه وکړه کله چې دده نيکه کريم د يرچان سيند په غاړه په کډه راغی ، له بيګ څخه يو چارمغز ولويد او د سيند په غاړه يې وکښيناوه چې په پايله کې يوه لويه ونه وګرځېدله.وروسته دده نيکه له زميندار سره شخړه پيدا کړه چې د مجبوريت له مخې بل ځاي ته وتښېده او دده پلار او د کورنۍ ټول غړي د زميندار په نوکرانو بدل شول . يوه شپه دده پلار په خوب کې خپله مور وليدله چې د چارمغز په ونه بدله شوه . مور يې ور ته وويل چې زما له وجود څخه يو ايچک جوړ کړي څو چې د ايچک په غږونو کې غريبان د نيکمرغۍ په فضا کې ژوند وکړي . دده پلار چې ويښ شو ، د دروازې په وړاندی د چارمغز ونه پرې کړه او يو ايچک يې جوړ کړ چې وروسته زميندار د قهريدلو وګړو په وړاندی بل ځاي ته نقل شو .

د عثمان محمد نوی کور يوه داسی ودانۍ ده چې په منځ کې يو انګړ شته او شاوخوا يې خونې دي. دده کور دوه کاله مخکې د هېواد په جنوب کې د دونګ ګوان ښار په مرسته جوړ شو ځکه چې د داولنګ قبيلې وګړي په يوه موده کې ډير غريب وو او په ټيټو خاورينو کورونو کې اوسيدل ، يوازی د هېواد د سمون او ورخلاصون تګلارې د پلی کېدو له امله ددوي ژوند ښه شوی ، په تېره بيا په ٢٠١٠ کال کې د دونګ ګوان ښار د مرستې په رڼا کې نوي کورونه جوړ شوي چې د ساعتېري او لوبې ډګر شته او څراغونه د لمر د وړانګو په وسيله بلېږي او اوسيدونکي په ښکلي چاپېريال کې ژوند تېروي

نن ورځ سپين ږيري عثمان محمد او دده د کورنۍ غړي څلويښت پسونه او شپږ هکتاره پټي لری، د خوښۍ وړ خبره دا ده چې هغه د ځايي حکومت لخوا د نامادي کورلتوري ميراث د اخيستونکي په توګه وټاکل شو او دايمي معاش اخلي . شپاړس کلنه هاناکز دده کشره شاګرده او لمسۍ هم ده دې خبريال ته وويل چې زه د داو لنګ مقام او ايچک خوښوم او غواړم چې د نيکه ايچک په وسيله ددې ساز د غږولو مهارت په ميراث واخلم .

نن ورځ عثمان محمد او دده کورنۍ د نيکمرغۍ په فضا کې ژوند کوي او باور دی چې ياد ساز او موسيقي به نسل په نسل خپرېږي .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای