CRI Online

دولان مقام

cri     (GMT+08:00) 2013-10-18 17:39:18

د چين د شينجيانګ په کشغر کې د هلال په بڼه يوه اباده اوسمسوره سيمه پرته ده چې د څو سوو کلونو راهيسې د دولان قبيلې وګړي پکې ميشته دي او د سندرو ، نڅاوو او موزيک په ګډون ددې قبيلې ځانګړی کولتور لا تر اوسه په ميراث اخيستل شوی دی.

د مقام موزيک ډول ډول اهنګونه لري او د زياتو موسيقي الو په غږولو سره ترسره کېږي .

د څو سوو کلونو د پرمختګ او بشپړتيا سره سم دوولس مقام ، د دولان مقام ، د توروفان مقام او هامي مقام رامنځته شوي دي. د دولان مقام عمومأ د دولان په ميشت ځايونو کې په تېره بيا په ميکت ولسوالۍ کې مروج دی. ددې ولسوالۍ د سيلانۍ لارښوونکي مقدس خبريال ته وويل

  دوولس مقام زموږ د اويغوريانو نامادي کولتوري ميراث دی او موسسه يې زموږ د ولسوالۍ فقيده مشهوره نڅاګره اماني شاه خان وه . پرته دوولس مقام نه د دولان مقام هم شهرت او ځانګړتيا لری. د دولان نڅاګانې او کولتور ډېر لرغونی دی .

دولان په اويغوري ژبه کې د ډلې مانا لری او دولان قبيله په لومړي کې په کب نيونې او ښکارۍ لګيا وه او ددوي ننداره چې د موسيقي الو د غږولو په مل په غټو اوازنو سندرې ويل کېږي ، د کوچيانو د زړه ورتوب له طبع څخه ډکه وي .

د ميکت ولسوالۍ په يانتاق لوي کلي کې خبريال د دولان مقام له تجربه لرونکي لوبغاړي څلوراويا کلن سپين ږيري يوسوف يايا سره مرکه وکړه

 يوسوف يايا په دي کلي کې د دولان مقام له لسو لوبغاړو څخه يو دی او په وار سره يې د نندارې لپاره اتو هېوادونو او سيمو ته تللی و . اوس هغه لس شاګردان لری او غواړي چې د مقام ويلو هنر دوي ته ورزده کړي . ده وويل

  د کوچنيتوب په موده کې زما په کلي کې د واده په مراسمو يا مېلمستيا کې عمومأ د دولان نڅاګانو او مقام ويلو او غږولو ننداره وښودله شوه ، له هغه وخته مې له دغه هنر سره مينه درلوده او له تجربه کارو لوبغاړو څخه مې زده کړه وکړه . ددې کولتور سرچينه د ميکت ولسوالۍ ياتاق کلی دی .موږ اصلي دولانګان يو.

د دولان مقام شعرونه د مينې ، کورنۍ ، کار او د ژوند د بدلون په محتوياتو پورې اړه لری . په دوه زره او شپږم کال کې دولان مقام د هېواد په کڅه د نامادي کولتوري ميراثونو د ساتلو په ليست کې درج شوی دی . ددې لپاره چې د دولان کولتور په پر له پسې ډول خپور شی او لا زيات کسان په دغه ځانګړي کولتور وپيژنی ،د ميکت ولسوالۍ حکومت له ياتاق کلي څخه د دولان منظره لرونکې سيمه جوړه کړې څو چې لا زيات سيلانيان د اصلي دولان مقام له نندارې څخه خوند واخلي . ددې کلي مشر پرهات عمر خبريال ته وويل

 د دولان منظره لرونکي سيمې د جوړېدو وروسته راغلي سيلانيان ډېر شوي دي چې په نتيجه کې د ځايي کليوالو عايدات زيات شوی او په عين وخت کې د نظر ساحه يې هم پراخه شوې ده .

دولانګان له موسيقۍ او نڅا سره ډيره مينه لری په تېره بيا د ياتاق کليوالان . د ياتاق کلي مشر پرهات عمر وويل

  بزګران له دولان مقام سره ډيره علاقه لری ، د بېلګې په توګه که چيرې زموږ په کور کې لوبغاړي مقام غږوي ، شاوخوا بزګران به حتمأ راغونډ شی او سره به يو ځاي سندرې ووايي او نڅاګانې به وکړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای