CRI Online

په نينګ شيا کې د خميري مجسمې جوړولو هنر ميراث اخيستونکی سون فو باو

cri     (GMT+08:00) 2013-10-30 17:47:18

د خميري مجسمې د جوړولو هنر په چين کې يو دوديز هنر دی چې د پخول شويو خميرو څخه ډول ډول مجسمې جوړېږي. خو د وخت په تېرېدو سره اوس په چين کې ددې هنر وارثان کمېږي .

د هرې اوونۍ په پای کې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د مرکز ين چوان ښار د جونګ شان په نوم د باغ د دروازې په وړاندی يو اوه شپېته کلن سپين ږيری چې سون فوباو نومېږي، د خميري مجسمې په جوړولو بوخت دی او ددې هنر د شپاړسو کلونو تجربې لری. ماشومان ور سره ډېره مينه لري او په ځانګړي توګه يې د ده لپاره يوه ماشومي سندره جوړه کړه. اوس سپين ږيري سون دغه سندره هم ويلی شي او د دې سندرې د ويلو په عين وخت کې د چين په مشهورو افسانو او کارتوني فلمونو کې د اتلانو يا مرغانو مجسمې جوړوي، چې د انسانو په اند، دغه هنر يو ډېر غښتلی هنر بلل کېږي.

(( د سپين ږيري سون لخوا جوړې شوې مجسمې زموږ ډېرې خوښې دي چې دغه هنر د ماشومانو هوښيارۍ د غښتليتوب لپاره ډېر ګټوردي. ماشومان په خپلو لاسونو ځينی ساده مجسمې جوړولی شي ))

سپين ږيري سون خبريال ته وويل چې د ماشومتوب په وخت کې يې د خټو او خميرو په وسيله د مجسمو له جوړولو سره مينه درلوده، شپاړس کاله مخکې يې د دې هنر په زده کړې پيل وکړ. ده وويل

(( په ١٩٩٧ کال کې د خميري مجسمې د جوړولو له يو استاذ سره چې د هيواد له ختيځ شانګ دونګ ولايت څخه راغی ، مخامخ شوم او د يو زر او پنځو سوو يوانو پيسو په بدل کې مې دده څخه ددې هنر يوازی دوه ځله زده کړه وکړه ، ورپسی استاذ خپل ټاټوبي ته ستون شو او لس موډلونه يې ما ته پرېښودل ، خو د مجسمې جوړولو مهارت مې نه دی زده کړی. ))

د خوښۍ وړ خبره دا وه چې له دې نه وروسته سپين ږيري سون فو باو له دغه هنر سره مينه پيدا کړه او و يې غوښتل چې د دې مهارت په وسيله د کاله ګزاره وچلوي. نو ټينګ هوډ يې وکړ چې دغه مهارت خپل کړي. له دې وروسته چې استاذ لاړ شو، سون فو باو په ازمويښتي توګه پخپله خميرې پخولې او رنګونه يې پکې واچول څو چې د يوې وچې مړۍ د پېدا کولو لپاره خميري مجسمې جوړې کړي . ده د دې وخت د يادولو په ترڅ کې وويل ((کله مې چې د لومړي ځل لپاره څو مجسمې جوړې کړې، د يوه وړکتون په وړاندی ناست وم ،خو هيڅ اخيستونکی نه و ، نو ډېر نااميد شوم ، يو ساعت وروسته بالاخره يوه بايسکل سواره ښځه په يو يوان د يوه افسانوي اتل مجسمه واخيستله . هغه وخت مې له ځانه وويل چې که څه هم يوه مجسمه وپلورل شوه، دا هم زما د برياليتوب پيلامه بلل کېده. نو ډېر خوشحاله وم چې له دې وروسته د مجسمې جوړولو زما رسمي مسلک پيل شو. ))

سپين ږيري سون نه يوازی په خپلو لاسونو د خپلې کورنۍ د اعاشی او اباتي دنده په غاړه لری ، بلکې دده مهارت د ټولنې لخوا ومنل او د ين چوان ښار د نامادي کولتور د ميراث اخيستونکي په توګه وټاکل شو. نن ورځ سپينږيری سون په کور کې په اختراع لګيا دی يعنی په افسانو يا ناولونو کې د نامتو شخصيتونو مجسمې جوړوي . د خوښۍ وړ خبره دا ده چې هغه اوس څلور شاګردان لری او تر ټولو لويه هيله يې دا ده چې يو شاګرد خميري مجسمې د جوړولو هنر له ميراث واخلي ، باور يې دا دی چې دغه دوديز هنر به نسل په نسل خپور شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای