CRI Online

په شينجيانګ کې د فوټبال کوونکو هلکانو هيله

cri     (GMT+08:00) 2013-10-31 17:12:08

په شينجيانګ کې د فوټبال کوونکو هلکانو يوې لوبډلې د تير جولاي په پنځه ويشتمه نېټه د هيلې په نوم د فوټبال په څلورمه ملي سيالۍ کې اتلوالي وګټله .

پخوا مې وغوښتل چې د پلار په شان د طبل جوړولو په مسلک لګيا شم څو چې زياتې پيسې وګټم، خو اوس مې دغه تصور پرېښود او هيله لرم چې د فوټبال په لوبه کې برخه واخلم څو چې په ولسوالۍ او بيا په سيمه کې لومړي لمبر وګټم او په پاي کې د والمپيک لوبو د کتلو لپاره بيجينګ ته لاړ شم

ګرانو اورېدونکو ، دغه د زړه خبرې د محمد ٢٠٠٨ کال په نوم فلم کې اورېدل کېدلې چې دغه فلم د شينجيانګ د تيان شان فلم جوړولو د کارخانې لخوا واخيستل شو . په دغه فلم کې په يوه ګوښه غرني کلي کې يوه ډله فوټبال کوونکي هلکان انځور شو چې و يي غوښتی چې د اولمپيک لوبو د کتلو لپاره بيجينګ ته لاړ شی.

نن ورځ د شينجينګ فوټبال کوونکي هلکان نه يوازی دا چې د سيالۍ لپاره بيجينګ ته تللي ، بلکې د هيلې په نوم ياده سيالۍ کې يې د اتلوالۍ لقب وګاټه . ددې لوبډلې مشر جليلي عفور وويل چې تر سيالۍ وروسته د يوه جاپاني کلوب مشر ما ته کرنش وکړ او و يې ويل چې دده له اټکل څخه وتلې خبره دا وه چې په چين کې دومره غښتلي فوټبالر هلکان شته . دغه راز هغه موږ ته بلنه راکړه چې په راتلونکي کال کې د سيالۍ لپاره جاپان ته لاړ شو.

د ياد فلم دايرکتر سيرزات په شينجيانګ کې د فوټبال لوبې د يادونې په وخت کې داسی وويل چې د فوټبال لوبه په شينجيانګ کې ډيره مروجه ده او په تيره بيا د اتوش ښار په ايکساس کلي کې . ددې کلي پرهلکانو باندي د برازيل د مشهورو لوبغاړو لکه د مالادونا او رونارتو نومونه کېښودل شول او د دغو اوه اته کلنو هلکانو د کورونو په ديوالونو د يادو مشهورو فوټبالرو انځورونه نصب شويدي .

د شينجيانګ په ښوونځيو ، تصديو او حتی کليو کې ليدل کېږي چې د فوټبال مينوال په ډګرونو کې فوټبال کوي . په شينجينګ کې د ژمي موسم د هېواد د مرکزي ځايونو په نسبت اوږديږي او د هوا تودوخه يې هم ډيره ټيټه وي ، خو لا هم ډير مينوال د ژمي په موسم کې چې تودوخه يې منفي شل ديرشو درجو ته رسېدای شی ، د فوټبال لوبه کوي. د شينجيانګ د فوټبال لوبې د اداري مرکز مشر علام نصرالدين وويل چې په ٢٠٠٦ کال کې د فوټبالرو هلکانو د انتخابولو لپاره ايجشا ولسوالۍ ته لاړ او و يې ليدل چې له څلوېښتو نه زياتو هلکانو په لوڅو پښو په خاورين ډګر کې لوبه کوله چې له امله مې له سترګو څخه اوښکې توېېدلې وې.

له وروستيو کلونو راهيسې د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د حکومت د پاملرنې او ملاتړ په رڼا کې د فوټبال لوبه غښتلې شوې او په ٢٠١٠ کال کې ميتجان د لومړني شينجيانګي لوبغاړي په توګه په ملي لوبډله کې شامل شو. تر اوسه پورې د شينجيانګ په يو سلو پنځوسو ښوونځيو کې دغه لوبه پيل شوه او يو لکه تنه هلکان پکې برخه لري.

د اورمچي ښار د پنځم ښوونځي د فوټبال لوبډلې په ياده ملي سيالۍ کې اتلوالی ترلاسه کړه او په دغه ښوونځي کې د فوټبال لوبه د تېرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې پيل شوه چې اوس په دغه ښوونځي کې د هلکانو درې لوبډلې او د نجونو يوه لوبډله شته . په ٢٠٠٩کال کې دغه ښوونځی د هېواد په درجه د فوټبال لوبې د نمونوي ښوونځي په توګه او په ٢٠١٠ کال کې د اسيا د فوټبال ټولنې د روزنيزې اډې په توګه ونومول شو. برسيره پردې ياد ښوونځی نور پنځه څلويښت افتخاري لقبونه ګټلي چې دغه فخرونه ددې ښوونځي د ښوونکو او شاګردانو د زياتو هڅو او زحمتونو نتيجه ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای