CRI Online

د ګان سو ولايت د لين شيا اسلامي توکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2013-11-06 20:06:16

د ګان سو ولايت د لين شيا د هوی قوم خپلواکه لويه ولسوالی د چين په جنوب لوېديځ کې پرته ده چې په چين کې د هوی قوم له دوو خپلواکو لويو ولسواليو څخه يوه ده. په دې ولسوالۍ کې د عمومي نفوس په سلو کې اوه پنځوس برخه مسلمانان دي . نن ورځ له بهر سره د لين شيا سوداګريزه راشه ورشه مخ په زياتېدو ده او د روسيې، ترکيې او يا هند په بازارونو کې د چين د هوی قوم د مسلمانانو په لاسونو د جوړو شويو غاليو ليدل معمول دي .

د شينګ جيانګ په نوم شرکت په لين شيا کې لومړی شخصي شرکت دی چې نورو هېوادونو ته غالۍ صادروی. د دې شرکت د نندارې په خونه کې ډول ډول ښکلۍ غالۍ ليدل کېږي. شپېته کلن منيجر ما شياو شيان خبريال ته وويل په دې خونه کې د غاليو اودل زر کاله تاريخ لري او د دوی لخوا اودل شوې غالۍ ټولې له غوښتن ليکونو سره سم ترسره کېږي. ده وويل

(( زموږ عالۍ بيخي په لاسونو اودل کېږي او د اخستونکو خوښ دي . اوس زموږ لخوا ادول شوې غالۍ پرته د هېواد د بېلا بېلو لويو ښارونو نه روسيې، ترکيې، هند، نيپال او جاپان ته هم صادرېږي.))

له غاليو نه پرته، د مسلمانانو د ژوند د اړتيا وړ توکي هم د نورو هېوادونو د مشتريانو لخوا هر کلی کېږي. د شو هه په نوم د لين شيا يو شرکت په ځانګړي توګه د مسلمانانو د اړتيا وړ شيان توليدوي. د دوی توکي لکه رنګارنګ خولۍ او دسمالونه نه يوازې د شينجيانګ، نينګ شيا، يون نان او چينګهای په شمول د مسلمانانو د استوګنې سيمو ته پلورل کېږي، بلکې د ماليزيا، پاکستان او سعودي عرستان ته هم صادرېږي.

د لين شيا د لويې ولسوالۍ د ګوندي کمېټې مشر جو چيانګ څو ورځې مخکې له خبريال سره د مرکې په وخت کې ويلي د عنعنوي لاسي صنايعو د پرمختګ ښه راتلونکی لري. په دې وروستيو دوو کلونو کې د دې ولسوالۍ ځايي حکومت د دغو دودويزو لاسي صنايعو د هڅولو لپاره يو لړ تګلارې پلی کړي دي. د بېلګې په توګه ځانګړې پيسې يې بېلې کړې او د سوداګرۍ لپاره يې اغېزمن اسانتياوې برابرې کړې دي. هغه وويل

(( د اسلامي خوراکونو، مذهبي شيانو او په لاسونو جوړيو شويو غاليو په شمول د لين شيا ځانګړي عنعنوي توليدات ډېری مشتريان لری او د پرمختګ راتلونکی يې هم ښه ده . ))

د ښاغلي جو چيانګ په قول، لين شيا له ماليزيا سره د ځانګړو اسلامي توکو د سوداګريزې همکارۍ ډګر جوړ کړی چې هر کال په اکتوبر مياشت کې دواړه خواوې د اسلامي خوراکونو، مذهبي شيانو او ځانګړو توليداتو نړيوال نندارتون جوړوي. برسيره پر دې، د توليداتو د حمل و نقل صنعتي سيمه به ژر په راتلونکي کال کې بشپړه شي. ښاغلي جو چيانګ وويل په دغه صنعتي سيمه کې به د کورنيو ماشين الاتو، موټرونو، ساختماني توکيو او غوړيو په شمول د دوولسو ډولونو توليداتو معامله ترسره شی او اړوندې فابريکې او ترانسپورتي ډلې به پکې شاملې شي. ښاغلي جو چيانګ د لين شيا د پرمختيايي پلان د ورپېژندلو په وخت کې وويل

((موږ غواړو لين شيا د اسلامي توکو، د مسلمانانو د ژوند د اړتيا وړ شيانو او لاسي هنري اثارو د توليدولو او چمتو کولو اډه او د حمل و نقل يو مرکز جوړ کړو))

ښاغلي جو چيانګ زياته کړه چې د لين شيا د لويې ولسوالۍ د بېلا بېلو قومونو وګړي غواړي چې د يوې ارامې، سمسورې او ښکلۍ لين شيا د ابادولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. دا د دوی له ګډې هيلې سره سمون خوري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای