CRI Online

د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د انټرنيټی کلتور فعاليت تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2013-11-07 19:48:44

د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د انټرنيټی کلتور فعاليت تر سره شو

د تاليمو په ټيټ ځای کې د مني موسم د حاصلاتو فصل وي، خو د بېلا بېلو قومونو وګړي د بوختيا په بارغ وخت کې د شينجيانګ د انټرنيټی کلتور له ولسي هنرمندانو سره د ټوکو او سندرو ويلو ، نڅا کولو او يا د انټرنيټي لوبې کولو په شمول په زړه پورې فعاليتونه شريکوي. دغه فعاليتونه چې د عامو وګړو له ژوند سره نژدی اړيکې لري، نه يوازی د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړو تمسخر او فعاله روحيه يې ښودلې ، بلکی د ژر بدلون په حال کې د نوي ژوند خوشحالي يې هم احساس کړې ده.

د روان کال د اپريل په مياشت کې د شيجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ګوندي کميټې د تبليغاتو دفتر او د انټرنيټی مالوماتو دفتر په ګډه د شيجيانګ د انټرنيټی کلتور فيستيوال جوړ کړ چې د شيجيانګ له بېلا بېلو ځايونو څخه د راغلو ملکي لوبغاړو په ويبپاڼه کې ويډيويی سيالی وکړه چې په پايله کې يې د ويبپاڼې لوستونو لخوا ځينی ملکي لوبغاړي وټاکل شول .

د اکتوبر په پای کې د انټرنيټی کلتور فعاليتونه په کليوالو سيمو کې تر سره شوي چې په انټرنيټ کې غوره شويو سندرغاړو او ټوکې ويونکو د جنوبی شينجيانګ په اته علاقه داريو او کليو کې د ځايي بزګرانو او مالدرانو لپاره رنګا رنګ نندارې وښودلې . د شينجيانګ د خبري ويبپاڼې مشر او د يادو فعاليتونو تنظيمونکي جو چيونګ وويل په جنوبی شينجيانګ کې د ميشت شويو ملي لږ کيو د کولتوري فعاليتونو د غني کولو لپاره اويغوری فلکلوری لوبغاړو ته د نندارو بلنه ورکړه شوې چې ځينی يې بزګران، يا زده کوونکي او ځينی يې شخصی سوداګران وو . د اويغوری قوم وګړي د شوخ او تودو احساساتو خاوندان دي ، دغو ملکي لوبغاړو د نندارو د بلن ليکونو له تر لاسه کولو وروسته سمدلاسه خپل کارونه پريښودل او په خوښۍ سره يې په نندارو کې برخه واخيستله.

حبيب الله مرام د موسيقي الې په غږولو سره د سندرو او ټوکې ويلو ماهر دی او د اويغوری وګړو په منځ کې ډېر شهرت لری. ټوکې ويل د اويغوريانو په خوښ دي چې له ټوکو څخه د ژوند هوښيارتيا هم څرګندېږي او ترې ګټه اخيستی شی. حبيب الله مرام وويل چې په جنوبی شينجيانګ کې بزګران او مالداران دغشان کلتوری فعاليت ته اړتيا لري، نو زه به هرومرو د دغه فعاليت ملاتړ وکړم. نورو ته خوشحالۍ رسول زما لپاره هم د ډېرې خوښۍ وړ کار دی.

په هر ځای کې نندارې ته د ځايي وګړو لخوا تود هرکلی وويل شو. د اقسو ښار د اييکور په علاقه دارۍ کې ننداره د بازار په ورځ کې تر سره شوه ، خو کليوالو بازار ته نه ورغلل او د بېلا بېلو قومونو څه دپاسه درې زره اوسيدونکي د علاقه دارۍ د حکومت په لوی انګړ کې راغونډ شول او ښکلۍ ننداره يې وکتله . د ياقسوکوناشهر ولسوالۍ د ګولياوات په کلي کې د نندارې په ډګر کې دوه زره او نهه سوو څوکۍ ډکې شوې او څه دپاسه څلور زره اوسيدونکي په داسی حال کې چې يا په مرغه چڼه کې ناست وو او يا پر موټرونو باندي درېدل ، ننداره يې وکتله.

د ملکي لوبغاړو نندارو وګړو ته خوشحالی رسولې ده. درويشت کلن ځوان محمد احمدی توردي وويل په عادی وخت کې موږ د کرکيلې چارو تر بشپړولو وروسته يوازی ټلويزيوني پروګرامونه ګورو او يا قطع بازي کوو، هېله من يو چې دغه شان نندارې ډېرې وښودل شي. چوګر عثمان چې پنځه اتيا کلن سپين ږيری دی، وويل زاړه کسان د اويغوری قوم دوديزې ټوکې ټکالي خوښوي او هېله لرم چې د فلکلوری ټوکو ويلو نندارې په راتلونکې کې ډېرې ليدل کېږي.

د مالوماتو له مخې: د شيجيانګ د انټرنيټی کلتور په فيستيوال کې د لنډو فلمونو، د سندرو او ټوکو ويلو سياليو په شمول څوارلس ډولونه شامل وو. ياد فعاليتونه د انټرنيټی کلتور د لومړې دورې فيستيوال دی چې په ويبپاڼو کې انتخاب شوي ښکلي پروګرامونه د لومړی ځل لپاره وښودل شول . د تبليغاتو څانګې يو مشر وويل چې په دغو نندارو کې ډېر مشهور مسلکي هنرمندان نه وو چې ټول لوبغاړي يې د ويبپاڼو د لوستونکو له خوا په خپله ټاکل شوي. د دوی په زړه پورې پروګرامونه د خلکو له ژوند سره نږدې دي او وګړي هم له دغو نندارو څخه د نوی ژوند خوشحالی او بدلون احساسولای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای