CRI Online

د نينګ شيا مسلمانانو هيله

cri     (GMT+08:00) 2014-01-10 14:18:10

د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه په چين کې د هوی قوم مسلمانانو تر ټولو لويه اوسيدونکې سيمه ده چې د هوی قوم دوه مليونه مسلمانان پکې ميشت دي . د حج فريضې د ادا کولو لپاره د مکې شريفې ته تلل د دوی تر ټولو لويه هيله ده.

د هرې جعمې په ورځ د نينګ شيا د مرکز ين چوان ښار د دونګ ګوان په نوم لوی جومات کې د سيمې له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي لمونځ کوونکي راغونډيږي. دلته خبريال له حجي ما جون فو سره مرکه وکړه چې هغه تازه له مکې څخه راستون شو. هغه له خبريال سره اړوندې خوښۍ شريکې کړې او و يې ويل

(( سږ کال زموږ د ين چوان ښار درې سوه شپږ څلويښت تنه مسلمانان د کرايې الوتکې په وسيله د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره مکې ته تللي دي . زما په ذهن کې تر ټولو ژوره خاطره دا ده چې مکه ډېر مقدس ځاي دی. دا زما لومړی ځل دی چې د مکې ته تللی وم، هم د خوځېدو او هم د ستنېدو په وختونو کې څو سوو خپلوانو او ملګرو ما ته مبارکي وويله. هيله لرم چې په راتلونکی کې يو ځل بيا مکې ته ولاړ شم. ))

يو بل حجي چې وانګ جين يو نوميږي او د نينګ شيا د وو جونګ ښار د وو نان په نوم د جومات د امامت دنده په غاړه لری، دوه ځله يې د حج مبارکه فريضه ادا کړې ده. لومړی ځل يې په ١٩٩٨ کال کی و. هغه وخت د حج د فريضې ادا کول يو ډېر ستونزمن کار و. ښاغلي وانګ د دې بهير د يادولو په وخت کې وويل

(( ١٩٩٨ کال مې د لومړي ځل لپاره د حج ادا کولو د مکې شريفې ته ولاړ شوم، هغه وخت په دې مذهبي فعاليت کې د مسلمانانو شمېر ډېر لږ و چې د ټولو نينګ شيا سيمې لپاره دوه سوه څلور پنځوس ملسمانانو او د وو جونګ ښار يوازې پنځه څلويښتو مسلمانانو پکې ګډون وکړ. ترانسپورتي شرايط هم شخت وو چې موږ لومړی د اورګاډۍ په وسيله د نينګ شيا مرکز ين چوان ښار ته ، بيا د اورګاډۍ له لارې بېجينګ ته ولاړ شوو، ور پسې د الوتکې له لارې د سعودي عربستان ګيدا ته او بيا د منظم بس له لارې ميدينا ته او مکې ته ورسېدو. ))

که څه هم د سفر په ترڅ کې ډېرې ستونزې پېدا شوې ، خو د ښاغلي وانګ جين يو په اند، حج ته تلل ډېر د خوشحالۍ او نيکمرغۍ وړ سفر و. په وروستيو کلونو کې د نينګ شيا ځايي حکومت حج ته د تلونکو مسلمانانو لپاره ډېر کوششونه کړي چې د ويزې لګولو، د الوتکو د کرايه کولو او د روغتيا ساتلو په برخو کې يې زياتې مرستې برابرې کړي دي. په ٢٠٠٨ کال کې ښاغلي وانګ جين يو يو ځل بيا مکې ته ولاړ او دغه ځل يې په دې مذهبي فعاليت کې د وو جونګ ښار د تلونکو کاروان د لارښوونکي په توګه وټاکل شو. هغه خبريال ته وويل چې دغه بهير د تېر ځل په پرتله ډېر بدلون پيدا شو. هغه وويل

((په دغو لسو کلونو کې حالت ډېر بدل شوی دی. د ٢٠٠٨ کال حج ته د تلونکو شمير څلور سوو دوه اتيا تنه وو چې دغه شمېر د ١٩٩٨ کال په پرتله لس چنده زيات شوی. د وو جونګ ښار د مذهبي چارو ادارې تر ترتيب لاندې، موږ د څو ځانګړو لويو بسونو له لارې هوايي ډګر ته ولاړ شوو او د الوتکې له لارې په مستقيمه توګه مکې ته ورسېدو او په مکې کې زموږ د استوګنې هوټل هم ټاکل شوې وه. د استوګنې شرايط د لسو کلونود پخوا په نسبت ډېر ښه او مناسب وو. ))

د يوې شمېرنې له مخې، ٢٠١٣ کال د چين يوولس زره اته سوه ملسمانان د حج د ادا کولو لپاره مکې ته تللي چې پکې څه دپاسه دوه زره تنه د نينګ شيا سيمې وو. اوس دوی ټول په روغ بيرته هيواد ته راستانه شوي دي او ډېر زيات مسلمانان غواړي چې په راتلونکي کال کې مکې ته لاړ شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای