د شينجيانګ يو ډول ځانګړۍ اوپيرا چې په چيني ژبه چيوځه نومېږي ، په شينجيانګ کې د چين په ملي ژبه ويل شوي يوازنی ځاي اوپېرا ده او دغه ډول اوپېرا لومړی د چينګ د امپراطورۍ دورې د چيان لونګ په موده کې يعنی په يو زرو اووه سوه او يو اويا کال کې د ارومچي په هکله د مشهور اديب جي شياو لان لخوا ليکل شويو شعرونو کې ياده شوه. دغه ځايي اوپېرا د هېواد له سترې برخې څخه شيجيانګ ته خپره شوه او د بېلا بېلو قومونو د موسيقۍ په ګډولو سره د ازاد شکل، ساده بڼې او له ځايي وګړو سره د نږدي کيدا په شمول د ځانګړتياوو په درلودلو سره ورو ورو په شينجيانګ کې مروج شوه.
دری اويايم کلن وانګ يوی فا چې د شينجيانګ د قوتوبي ولسوالۍ د چيو ځه هنري ډلې تقاعد لوبغاړی دی، په دغه ولسوالۍ کې د چيو ځه اوپېرا د ويونکو په دريو لويو خپريدونکو کورنيو کې د وانګ کورنۍ ميراث اخيستونکی هم دی. اوس هغه د ارکسترا په روزلو او شاګردانو ته د اوپېرا ويلو هنر په ورزده کولو بوخت دی ، خو دده ډېره انديښنه دا ده چې دغه ډول ځانګړی هنر درکه شی.
د شينجيانګ د قوتوبي په ولسوالۍ کې وګړي د نورو ځايونو د وګړو په پرتله چيوځه ډېر خوښوي. د دې ولسوالۍ په ګوټ ګوټ ځاي کې د چيوځه اوپېرا د نندارې په اړه تبليغاتي پاڼې لېدل کېږي. د ولسوالۍ د ګوندي کميټې منشي ځنګ چون لې په وينا چيو ځه اوپېرا په کليوالو سيمو کې رامنځته شوه او محتويات يې د وګړو له ژوند سره ډېر نژدې دي. ځايي بزګرانو په خپله چيوځه ننداره کوي چې محتويات يې ددوي ژوند انځوروي چې له امله يې ددوي د فارغ وخت د ښکلا په عين وخت کې ددوي تر منځ د نيک ګاونډيتوب اړېکې هم ټينګې شوې دي. د چيو ځه اوپېرا د اغيزو د پراخوالي لپاره په قوتوبي ولسوالۍ کې د چيوځه اوپېرا د ښودلو فيستيوال جوړ شو. په وروستيو کلونو کې د چيوځه اوپېرا د خپريدو او ساتنې لپاره په قوتوبي کې د لوبغاړو د روزلو، د چيوځه ټولنې جوړولو، د چيوځه اثارو د راغونډولو او په ښوونځيو کې د چيوځه ډلو او کورسونو د جوړولو له لارې د چيو ځه اوپېرا د ښودلو سويه او اغيزه لوړه شوې ده.
د شينجيانګ چيوځه اوپېرا د رامنځته کيدو راپدې خوا د پرمختګ، سمسورتيا او زوال له دريو پړاوونو څخه تيره شوه. په قوتوبي کې د چيوځه زوړ نسل ويونکي مړه شوي، نو د زوال په وخت کې په ستيج کې د دې اوپېرا رسمی ننداره بيخی نه وه ښودل شوې، يوازی ځينو فلکلوری ډلو په کليو کې ننداره کوله .
د اصلاحاتو او ورخلاصون راپدې خوا د چيوځه اوپېرا د سمسورتيا موده بيا راغله چې حتی د هېواد په استازيتوب هم په نورو هېوادونو کې وښودله شوه. د دوه زره شپږم کال د می په شلمه نېټه د شينجيانګ چيو ځه اوپېرا د هېواد په کچه د دولتي شورا له خوا د لومړې ډلې د نامادی کلتوری ميراثونو په لست کې شامل شوه.
سپين ږيري وانګ يوی فا وويل چې ما د شينجيانګ چيوځه ښه راتلونکي وليدله، نو ډېرځواکمن يم. زما په شان لوبغاړي زاړه شوي چې دغه اوپېرا که نه خپرېږي ، ورکيدای شي. نو هېله لرم چې د ښوونځيو زده کوونکي د دې اوپېرا له هنر څخه زده کړه وکړي. زه به تر وسې پوری دوی ته خپلې تجربې ورزده کړم. د خوښۍ وړخبره دا ده چې اوس په کوچنيو او منځنيو ښوونځيو کې د چيو ځه اوپېرا د زده کولو لپاره درسي کتابونه پر زده کوونکو ويشل شوي دي .
د نامادی کلتوری ميراث د ساتنې مرکز د کارپوه په توګه د شينجيانګ مشهور لوبغاړي جاو ګو جو وويل کلتوری ميراثونه بايد په ښه ډول وساتل شی او لا زيات لوبغاړي وروزل شی چې دا به د دغه کلتور د پرمختګ لپاره يو ښه فرصت وی . دده په اند د دغه کلتور د خپريدو په بهير کې بايد لومړي کوچنيانو ته د چيو ځه اوپېرا ورزده کړي شي او لا زيات ځوانان له دې هنر سره علاقه پيدا کړي چې په دې توګه دغه ځانګړۍ اوپېرا په ښه توګه خپريدای شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |