CRI Online

د اويغوری قوم ښځينه سمندري عسکرانو د لومړي ځل لپاره له ملکی بيړيو سره د بدرګه کولو کارونه تر سره کړې

cri     (GMT+08:00) 2013-12-27 18:42:38

د اويغوری قوم ښځينه سمندري عسکرانو د لومړي ځل لپاره له ملکی بيړيو سره د بدرګه کولو کارونه تر سره کړې

په دې وروستيو دوو کلونو کې لا زياتو چينی ښځينه سمندري عسکرانو د سمندری پوځ پر جنګی بيړيو باندی ليدل کېږي. دوی د ښځو د جديتوب او دقيق د ځانګړتيا په اتکا د چين سمندری پوځ ته نور د يو بل ډول فعال ځواک رسولی او رسوي يې. د چين د سمندری پوځ له ملکی بيړيو سره د بدرګه کولو پنځلسمې ډلې د جينګ ګانګ شان په نوم پر لارښوونکې بيړۍ باندی اوولسو ښځينه بيړی چلونکو د مخابيراتو، رادار، د سمندري چلولو او د الکترونيکی مقابلې په برخو کې دندې پر غاړه لري. په دغو ښځو کې د شينجيانګ څلور اويغوري ښځينه بيړی چلونکي د ډېر پاملرنې وړ دی چې د چين د سمندری پوځ له ملکی بيړيو سره د بدرګه کولو په ډلې کې لومړی ځل د اويغوري قوم ښځينه عسکران شامل دي.

د روان کال د اګست په اتمه نېټه د اويغوري قوم څلور ښځينه عسکرانو د سمندري پوځ له ملکی بيړيو سره د بدرګه کولو په پنځلسمې ډلې کې شامل و چې د جينګ ګانګ شان بيړۍ په وسيله د عدن خليج په سمندري سيمه کې يې د بدرګه کولو کارونه پيل کړل. (اواز)

وړاندی کوم چې د بيړۍ روانيدو په لور دوې شکمنې بيړۍ پيدا شوي چې له ښې خوا سره د انحراف زاويه د پنځه څلويښت درجې او د اوو بحري ميلو په ځای کې پردې دې. دغې بيړې زموږ بيړې ته د نږدي کيدو په حال کې دی. پوهېږم!

دا د اويغوری قوم ښځينه عسکرې اينور د بدرګه کولو دندې پر غاړه اخيستلو په وخت کې د رادار په وسيله د شکمنو بيړيو پيدا کولو وروسته وړاندوينه وکړه تر څو شکمنې بيړې شړل شوې. اينور وويل دغه کار د بدرګه کولو په ترڅ کې ډېر عادی و. هر وخت چې دنده لري، هغه چمتو دی چې د ساتونکو بيړيو د امنيت تامين کړي. هغې وويل(اواز)

د ملکی بيړيو د امنيت ساتلو لپاره د بدرګه کولو په لومړې ډلې کې د برخوالې اويغوري ښځينه عسکرې په حيث زه ډېر وياړم او هم د دغې دندې اهميت پيژنم، نو زه هرومرو په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړم او د بدرګه کولو دندې بشپړيدو لپاره کوښښ وکړم.

اسيا چې له پوهنتون څخه فارع شوې، هم د بدرګه کولو په ترڅ کې د تلګرام مخابره کولو چارو عمده مسول دی. خو د بدرګه کولو دندې اجرا کولو په لومړی وخت کې هغې د نويو مخابياتی تجهيزاتو کارولو په ترڅ کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و چې پخوانی تجربی بيخی استفاده نه کېږي. هغې د لومړي ځل د تلګرام منلو په وخت کې د تجهيزاتو د کارولو په لارو پوه نه شو، نو پر وخت انفرميشن نه دی تر لاسه کړی چې سخته تيروتنې ته سبب شوی. د دې مشر جان چنګ پر دې باندې سخت انتقاد وکړ چې هغې د ډېر وخت لپاره ژړا کړې. په همدې وخت کې هغې له دې وروسته ټينګ هوډ جوړ کړی چې ژر تر ژره دغه نوي تجهيزات وکاروي. جان چنګ وويل د يوې مياشت د کوښښونو وروسته اسيا په پوره توګه د نويو تجهيزاتو کارولو لاری ښه پوهېږي او لومړې ښځينه بيړی چلونکې ګرځيدلې چې په خپلواکه توګه د تلګرام مخابيره کولو دنده تر سره کولای شي. هغه وويل(اواز)

اسيا کارونو ته په جدی توګه ګوري او هم زيار باسي. هغې په يوه مياشت کې د څه دپاسه لسو ډولو د نوي ډول مخابيراتی تجهيزاتو تخنيکونه او لاری نيولی او په خپلواکه توګه کارونه تر سره کولی شي.

د اوږد وخت لپاره پر سمندر باندی د بدرګه کولو کارونو تر سره کول ډېر بی ذوق دی، خو نوربيا چې د نښو خپريدو په مسلکی چارو زده کړه کوي، د بی ذوق روزنې په ترڅ کې ډېر احساسات لري. نوربيا وويل که څه هم د دې کارونه ډېر ارام او تکرار دی، خو علاقې پيدا کولی شي. هغې وويل (اواز)

مختلف بيرغ مختلف اهميت لري، موږ د شپږ څلويښتو مختلفو بيرغونو له لاری له بيړۍ څخه بهر ته نښې خپروو. هر ځل د بيرغ پورته کول او کښته کول زما لپاره يوه دنده او وياړ هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای