CRI Online

چين له منځنۍ اسيايي هيوادونو سره د وريښمو لارې د اقتصادي سيمو د جوړولو په هکله سلامشورې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2013-12-27 18:59:21

چين له منځنۍ اسيايي هيوادونو سره د وريښمو لارې د اقتصادي سيمو د جوړولو په هکله سلامشورې وکړې

له چين او اوو منځنيو لويديځو اسيايي هيوادونو څخه څه باندې شل ښاروالان په دې وروستيو ورځو کې د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په مرکز اروموچي کې سره راغونډ شوي وو چې په پنځو ساحو کې د تګ راتګ له لارې د پرمختګ هڅولو او په ګډه سره د اقتصادی سيمې جوړولو په هکله يې بحثونه وکړل تر څو د پرمختګ نوره پراخه فضا او زيات ننګونه ولټوي.

په غونډه کې برخوالو ميلمانو د وريښمو لارې په اوږدو کې د چيني او بهرنيو ښارونو ترمنځ د همکارۍ او پرمختګ د هڅولو لپاره د تګلارو، د ترافيکې شبکې، سوداګرۍ ، د پيسو رواج او ولسي تګ راتګ په هکله سلامشورې وکړې. د اوريښمو لارې په اوږدو کې پر اقتصادی کرښې باندی د چين مهم ښارونه شانګهای، ليان يون ګنګ، جنګ جو، شي ان، لان جو، ين چوان، شي نينګ او د شينجيانګ د ځينو ايالتونو او ښارونو حکومتي پلاويو د خپلمنځي همکارۍ پيدا کولو لپاره سلامشورې تر سره کړې. چين او منځنۍ اسيايي هېوادونه په لرغونې زمانه کې د اروپا او اسيا تر منځ د اوريښمو لارې د تړلو پر بنسټ د نوې اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادی سيمی د جوړيدو پلان جوړوي. د نوې وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې جوړيدو وروسته شينجيانګ د منځنۍ اسيايی هېوادونو تر منځ د همکارۍ په نقشه کې د پيل ځای او مخکنی ستراتيژيکی ځای ته بدلېږي او په همدې وخت کې لويديځ ته د چين د ورخلاصون هڅونه کېږي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د شميرنې له مخې په ٢٠١٢ کال کې د چين او د پنځو منځنۍ اسيايی هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت شپږ څلويښت مليارډ امريکايی ډالرو ته ورسيد، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې دغه سوداګريز ارزښت ٣٢ مليارډ او ٤٠٠ مليونه امريکايی ډالرو ته ورسيد چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپاړس اعشاريه اووه سلنی زيات شوی. چين د قزاقستان او ترکمنستان تر ټولو لوی سوداګريز همکار، د ازبکستان او قرغيزستان دويم لوی سوداګريز همکار او د تاجکستان دريم لوی سوداګريز همکار ګرځيدلی دی.

د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په چينی برخه کې د شينجيانګ تفوق ډېر څرګند دی چې په کې له نورو هېوادونو سره نهه ويشت بندرونه شته. د شينجيانګ د عولجا ښار لرغونې اوريښمو لارې مهم تم ځای دی، اوس مهال د چين په لويديځ کې له نورو هېوادونو سره سرحدي سيمو کې تر ټولو لوی خلاصونکی ښار او لويديځ ته د ورخلاصولو لپاره مهمه دروازه ده او د ييلي په سيمه کې د مالونو ليږلو او د سوداګريزو توکيو د راغونډولو ګرځيدونکی ځای هم دی چې د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اسيا او اروپا تر منځ په اقتصادي همکارۍ کې ځانګړی او مهم رول لوبوي. د ٢٠١٠ کال په می مياشت کې په مرکزي حکومت کې د شينجيانګ کارونو په هکله په سمينار کې د هورموس اقتصادی سيمې جوړيدو پلان وړاندی شوی او په دې پلان کې د ييلي ښار سرحدی اقتصادی همکاريزه سيمه د هورموس په اقتصادی سيمې کې شامل و. د ٢٠١٣ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پوري د هورموس د اقتصادي سيمو ٥٩ پروژې جوړې شوې چې په کې د څلور مليارډ او دری سوه او اته اويا مليونه يوانو پانګونه شوې ده.

د قزاقستان په الماتا کې د چين د عمومي قونسلګري مشر دو ده وين وويل چې د قزاقستان حکومت د چين د لويديځ او د اروپا د لويديځ تر منځ د سړکونو په ډيزان او ابادی کې په مليارډو امريکايی ډالرو پانګونه کړی او د اټکل له مخې به په ٢٠١٥ کال کې په کارونو ولويږي. دغه سړکونه په ختيځ کې له هورموس څخه پيلېږي او له جنوب څخه تر ختيځ پوري د قزاقستان له پنځو ناحيو او يو ښار څخه تير شوی او د روسيی د سانتی بورګ له لارې اروپا ته رسېږي چې عمومی اوږدوالی به اته زره کيلومترو ته ورسيږي او د اروپا او اسيا تر منځ يوه بله مهمه ترافيکی لاره وګرځي.

د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې جوړيدو له امله په چين کې د سمندر له لارې د مالونو ليږلو او د سمندري بندرونو په اړه تصدي سوداګريز فرصتونه تر لاسه کړي او کوي يې. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګريزې او اقتصادی همکارۍ د انسټيټيوټ مشر هو جيان ګو وويل د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمه به د چين په منځنۍ لويديځې سيمه کې د سرچينو راغونډيدو او د اقتصادي جوړښت د تنظيم او د شکلونو لوړتيا هڅونه وکړي او د چين د اقتصادي پرمختګ نوی ټکی وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای