CRI Online

د شينجيانګ د عولجا ښار پلان لري چې د اوريښمو لارې په اقتصادي سيمې کې د عمده ښار جوړيدو لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2013-12-27 16:24:33

د شينجيانګ د عولجا ښار پلان لري چې د اوريښمو لارې په اقتصادي سيمې کې د عمده ښار جوړيدو لپاره کوښښ وکړي

لږه موده مخکې د شينجيانګ د ييلي قزاق خودمختار ايالت په مرکز عولجا ښار کې د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړيدو تر ستراتيژيکی پلان لاندی د عولجا ښار د اقتصادي پرمختګ په هکله سيمينار تر سره شو. په سيمينار کې برخوالو سياستوالانو او کارپوهانو وړاندی کړی چې د عولجا ښار بايد د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړيدو مهم فرصت ونيسي او په دغه اقتصادي سيمه کې عمده ښار وګرځي.

د عولجا ښار د شينجيانګ په شمال لويديځ کې د چين او منځنۍ اسيا او اروپا تر منځ د اسيا او اروپا ترم نځ پر نوی ځمکنی پل باندی په لويديځ کې پروت دی او هورموس، دولاتا او موجالت له بندرونو سره ګاونډی دی. د دولتی شورا په منظورولو سره د عولجا ښار د هورموس د ځانګړی اقتصادي سيمې يوه برخه ګرځيدلې ده.

د قزاقستان په پلازمينه الماتا کې د عمومی قونسلګري عمومی مدير دو ده وين په ياد سمينار کې وويل د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ټينګ بنسټ شتون لري او په اوږده موده کې خپلمنځی دوستی اړيکې ساتل شوې، يو له بل سره سياسی باور هم ټينګ دی چې په تاريخ کې په ډېرې لوړې سويې کې دې. د چين او د منځنۍ اسيا د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو په اتکا چين باور لري چې د لرغونې اوريښمو لارې په اوږدو کې د اوريښمو يوه نوې لاره جوړيدای شي. عولجا د منځنۍ اسيا سره نږدی دی چې جغرافيايی او ترافيکی تفوق لري، نو بايد د ترافيکې لارې رول ولوبوي او د اوريښمو لارې د اقتصادي سيمې په جوړيدو کې برخه واخلي.

د ييلي د قزاق خودمختار ايالت د کمونست ګوند د کميټې دايمی غړي او د عولجا ښار د کميټې منشی لي نينګ پينګ وويل د عولجا ښار به د جغرافيايی تفوق په اتکا د اوريښمو لارې په اوږدو کې عمده ښار اباد کړي. هغه وويل دولتی شورا دغه هدف وړاندی کړی چې د عولجا ښار به د چين په لويديځ کې د ورخلاصولو لپاره د دروازې په حيث مهم ښار او په دغه سيمه کې مرکز جوړ کړي. د دغه هدف عملی کيدو لپاره د عولجا ښار به د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادی سيمی د مهم ترافيکی مرکز، د سوداګريزو توکيو د ليږلو مرکز، پولی مرکز، د سيلانۍ مرکزی او د کلتوري تګ راتګ مرکز جوړيدو لپاره کوښښ وکړي. د عولجا ښار به د چين په لويديځ، د منځنۍ او لويديځۍ اسيا په سيمه کې نومونه ښار وګرځي چې د فعال ځواک، راجلبونکی توان او د پانګونی له پټ توان څخه ډک دی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د بهرنې اقتصاد د انسټيټيوټ مشر بي جي ياو وويل په نوی حال کې د اوريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې جوړيدو لپاره بايد لومړی د اروپا او اسيا تر منځ د ځمکنی لارې او ترافيکی شبکې ابادی، د اوسپنيزو لارو، عمومی سړکونو او بندرونو په ګډون د بنسټيزو ترافيکی تاسيساتو د جوړدو او د اروپا او اسيا تر منځ د اقتصادی او سوداګريز تګ راتګ د پيمانې پراختيا ته د بنسټونو برابرولو لپاره هڅونه وشي.

د مالوماتو له مخې د هورموس په بندر کې تر قزاقستان پوري باروړونکی اورګاډی کارول شوی دی چې له عولجا ښار څخه تر قزاقستان پوري فاصيله يوازی نيم ساعت ته اړتيا لري. د شينجيانګ د ترافيکی څانګې اړوند کارپوه وويل له شينجيانګ څخه منځنۍ اسيا او اروپا ته د اوسپنيزو لارو شبکه د جوړيدو په حال کې ده او عولجا په دغه لاره کې عمده بنسټيز ښار وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای