CRI Online

د ژمي په موسم کې په شينجيانګ کې د واورو او کنګلونو سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-12-27 20:02:51

د ژمي په موسم کې په شينجيانګ کې د واورو او کنګلونو سيل

نن ورځ له دې امله چې د چين دولتي قوت غښتلي شوي ، د وګړو ژوند هم ښه شوی دی ، نو لا زيات چينايان د رخصتۍ يا اختر په موده کې د نورو ښکليو ځايونو سيل کوي او په عين وخت کې د ژمي په يخ موسم کې هم د سيلانۍ لپاره نورو ځايونو ته ځي. خو پخوا د ژمي موسم د رارسېدو سره سم په شينجيانګ کې سيلانيزې چارې کنګل شوې يعنی ځنډيدلی وې چې د سيلانۍ ادارې او هوټلونه ټولټال تړل شوي وو ، نو هر کله چې د ژمي فصل رارسېږي، د واورو او کنګلونو سيل توديږي .

په شينجيانګ کې د واورو او يخو سيل په نولس سوه اووه نويم کال کې پيل شو او د پنځلسو کلونو راهيسې دغه ځانګړې سيلاني سمسوره شوې ده په بله ژبه اوسمهال په شينجيانګ کې د هېواد د لويديځو سيمو د ولسي دودونو د سيل او په ژمي کې د لوبې کولو پروګرامونه ټاکل شوي دي، نو ويل کېږي چې د چين لويديځه سيمه په ژمي کې د ځانګړي سيلانيز هدف په توګه ګڼل کېږي .

د شينجيانګ د سيلانۍ ادارې مرستيالې ګلي عبليم وويل چې د دوه زره شپږم کال مخکې يوازی نهه لکه تنه د ژمني سيلانۍ لپاره شينجيانګ ته راغلي وو ، خو تير کال دغه شمير له شپاړسو مليونو نهو لکو تنو څخه واړول شو ، د يادولو وړ خبره دا ده چې تير کال شينجيانګ ته د راتلوونکو سيلانيانو شمير اته څلويښتو مليونو شپږو لکو تنو ته رسېدلی و ، په بله ژبه په ژمي کې راتلونکي سيلانيان شينجينګ ته د راتلونکو عمومي شمير څخه يو پر درېمه برخه نيسي.

د چين لومړي سکي وهونکي اتل شان جاو جين وويل چې په شينجيانګ کې ژمني سيلانی ډېر په زړه پورې ده او په تېره بيا د سکي وهلو لپاره د نورو سيمو په پرتله سيمه ايزه ځانګړتيا لری.

په شينجيانګ کې د ژمي موسم ا وږد وي او هر کال له نوامبر څخه د بل کال د مارچ تر پايه پورې په پنځو مياشتو کې واوره اوري چې دغه موده د هېواد د شمال ختيځ هي لونګ جيانګ ولايت څخه هم اوږده ده . دغه راز په شينجيانګ کې د سکي وهلو اکثر ډګرونه ښارونو ته نژدې واقع دي ، نو دغو ډګرونو ته د رسېدو اسانتيا موجوده ده . برسيره پردې هلته د هوا درجه عمومأ له صفر څخه شل درجې په شاوخوا کې ده چې دا درجه د سکي وهلو لپاره ډيره مساعده ده . د يادولو وړ خبره دا ده چې دغه ډګرونه د غرونو په لمنو کې دي ، نو په ژمي کې هوا صافه او د واورو کيفيت يې ښه وي او د لمر پلوشه په هر لوري خپرېږي چې ښکلۍ منظرې يې د سکي وهونکي اطريش او سويزرلنډ سره برابرې دي.

اوسمهال په شينجيانګ کې د سکي وهلو دوه سوه ډګرونه شته چې يوازی په مرکز اورمچي ښار کې نژدې ديرش لوي يا کوچني ډګرونه موجود دي او هره ورځ پنځوس زره تنه سکي وهونکي راجلبوي . د نابشپړې شميرنې له مخې شينجيانګ د ژمنۍ سيلانۍ په برخه کې د درو ميلياردو يوانو پيسو په لګولو سره د سکي وهلو غوره ډګرونه جوړ کړي دي چې له نړيوالې کچې سره برابر دي .

نن ورځ د تيان شان غره په شمالي لمن ، التاي ، کرامايي ، هامي کې د سکي وهلو سيمې ټاکل شوې ، دغه راز په هغو ځايونو کې مثلا د توروفان ، بايغولن ،اکسو ، کشغر او هوتان حکومتونه چې د سکي وهلو لپاره نسبتأ ښه اسانتيا پکې نه شته ، هم د ژمي په موسم کې د ځايي کولتور او ولسي دودونو او د لمر د زرينو او طلايي پلوشو په کارولو سره د ژمني سلانۍ د ابادولو لپاره هڅه کوي.

که څه هم د هي لونګ جيانګ ولايت په مقايسه په شينجيانګ کې د ژمني سيلانۍ په هکله تاسيسات بشپړ نه دي او اړوند سيلانيز پروګرامونه يې کافي نه دي ، خو ځايي حکومتونه لا هم د ژمني سيلانۍ د پرمختيا لپاره هاند او کوشش کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای