CRI Online

په شينجيانګ کې د ګړندی اورګاډي لومړۍ ډله چلوونکي روزل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2014-01-30 20:11:48

په شينجيانګ کې د ګړندی اورګاډي لومړۍ ډله چلوونکي روزل شوي دي

په شينجيانګ کې د ګړندي اورګاډي چلوونکي وو جي جون په خوښۍ سره وويل چې د ګړندي اورګاډي د چلولو دنده د هر چلونکي وروستی هيله ده لکه پيلوټ غواړي جنکي الوتکه وچلوي .

د شينجيانګ د اورمچي د اوسپنيزې لارې ادارې سږ کال د خپلې ادارې له ټولو اورګاډي چلوونکو څخه دوه ويشت تنه انتخاب کړي څو چې د راتلونکي کال د مې په مياشت کې له لانجو څخه تر شينجيانګ پورې د ګړندي اورګاډي د چلولو دنده په غاړه واخلي . اوسمهال دوي په دريو ځايونو کې سيسټماتيکې روزنې ومنلې او د ازموينې له لارې يې د ګړندي اورګاډي د چلولو جوازسيرونه وګټل .

خبريال په وروستيو کې د اورمچي ښار د توتون هه په سيمه کې د اورګاډيو د ترميم او ساتنې څانګې ته لاړ او له دغو روزل شويو چلوونکوسره يي لنډه مرکه وکړه چې منځني عمرونه يې د اوويشتو کالو په شاوخوا کې دي.

د يادو چلوونکو روزنه د تير اپريل په مياشت کې پيل شوه او روزل شوي چلوونکي بايد په روغ رمټ د يو لکو کيلومترو په واټن د لارو د وهلو تجربې ولری او عمرونه يې له پنځه څلويښتو کالو څخه کم وي ، پرته له دې نه دوي بايدد برقي اورګاډي د چلولو ليسانس هم ولری.

اويغوري ځوان عادل توردي چې سږکال درې ديرش کلن دی او د خپلې ادارې له دوو سوو څلويښتو منتخبواورګاډي چلوونکو څخه انتخاب شوی ، خبريال ته وويل چې د جدي ټاکنې له لارې انتخاب شوی يم په تيره بيا بدني معاينه يې ډيره جدي وه .کله چې په ټاکنه کې بريالی شوم ، دومره زيات خوشاله وم چې په يوه شپه کې سترګې مې هم نشوای پټولی . پخوا بردي حسن په شينجيانګ کې د لومړی اويغوري اورګاډي چلوونکي په توګه د شينجيانګ د پرمختيا لپاره وتلي خدمتونه ترسره کړي وو ، اوس زه دده ځاي ناستی يم چې په نوی زمانه کې به نوي خدمتونه بشپړ کړم .

د تېر می په مياشت کې دوي دوه ويشت تنو په باو جي ښار کې د اورګاډي چلوونکو د روزلو په ښوونځي کي د يوې مياشتې لپاره تيوريکي ښوونه ومنله ، ددوي په وينا که څه هم دوي تجربوي چلوونکي دي ، خو د ګړندي اورګاډي د چلولو اساسي تيوري ددوي لپاره هم ستونزمنه ښکاريده . عادل وويل چې دوي په يوه مياشت کې په زده کړه کې ډير کوشش کړي او حتی له ښوونځي څخه هم نه و وتلي . د جون په مياشت کې دوي ټولټال په بيجينګ کې له کتبي او شفاهي ازموينو څخه بريالي شول . د اګست په مياشت کې يې د سي ان د ترانسپورت په پوهنتون کې د ګړندي اورګاډي د چلولو په هکله تيوريکي ښوونه ومنله او په يوه مياشت کې يې د دوو زرو مخونو په شمول کتابونه يي ولوستل . په هغه وخت کې د شينجيانګ هر زده کوونکی د شپې ورځې د هڅو له کبله يو وار بيا په ښو نمرو له ازموينو څخه کامياب شول .

ورپسې دوي وو هان ښار ته لاړل او د ګړندي اورګاډي د چلولو په انسټيټوټ کې د چلونې عملي زده کړه وکړه .ښاغلي وو وويل چې ډير هيجان وو چې د کنترول خونه لکه د پيلوټ کابين په شان ده او ګړندی اورګاډي بيخي د کمپيوتر په وسيله کنترولېږي .

ښاغلي وو وويل چې موږ د ليسانس د ګټلو له امله ډيرې خوښۍ پېدا کړې دي ، خو دا احساس مو هم کړی چې په غاړو دندې مو ډيرې درنې دي ، خو موږ باور لرو چې په شينجيانګ کې د ګړندي اورګاډي د لومړيو چلوونکو په توګه خپلې درنې دندې په ښه توګه ترسره کړو او نوي ځوان چلوونکي وروزو.

د اورمچې د اوسپنيزې لارې د ادارې مرستيال جوون په وينا د راتلونکي کال د مارچ او مې په مياشتو کې ياده اداره د ګړندي اورګاډي د روزلو لپاره نورې دوه ډلې هم وليږي څو چې د راتلونکي کال تر پايه پورې له يو سلو شلو څخه تر يو سلو ديرشو تنو پورې وړ چلوونکي وروزل شی او په شينجيانګ کې د ګړندي اورګاډي د کارولو په لومړۍ موده کې دندې تر سره شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای