CRI Online

يو لاس لرونکی ګوندي منشي

cri     (GMT+08:00) 2014-01-30 20:19:59

يو لاس لرونکی ګوندي منشي

ګرانو اورېدونکو ، د پروګرام په دې کړۍ کې به د خپلو کليوالو په لارښوونه د شينجيانګ د يو کلي د مشر عباح زاينورا کيسه واورئ .

د شينجيانګ د قابا په ولسوالۍ کې يو کوچنی کلی شته چې لويديځ مايساخوو نومېږي او د شپږو قومونو په اړه د دوه اوياوو کورنيو په شمول درې سوه پنځلس تنه کليوال اوسيږي، په دغه وړوکي کلي کې پنځه ديرش کاله وړاندي يعنی د ١٩٧٨ کال د مني په موسم کې يوه ورځ د يوويشت ځوان عباح ښی لاس د غنمو کوټلو په وخت کې د بې پروايۍ له امله پرې شو او په داسی ستونزه کې عباح حتی د ځان وژنې خيال درلود ، خو له نيکمرغه د ځايي حکومت او کليوالو په مرسته په شانګهاي کې مصنوعی مټ پرې نصب شو ، په هغه وخت کې مور يې د ستوني سرطان د پرې کولو عمليات تازه اجرا شول او پلار يې څو کاله مخکې مړ شو ، دغه راز څلور خويندې هم لری چې مشره يې ديارلس کلنه او کشره يې يوازی اته کلنه وه .د خوښۍ وړ خبره دا وه چې د خپلوانو او کليوالو په تشويق عباح په يو مټ د اس د سپرلۍ ، د کرکيلې او کورجوړونې مهارتونه خپل کړل . په ١٩٨٥ کال کې عباح په کرکيله کې د فسفر سرې وکارولې او په خپله ولسوالۍ کې لومړی قزاقي بزګر و چې دغه ډول سری يې استمعالولې چې په همدې کال کې دده لخوا د کرل شويو غنمو واحده توليدي اندازه د نورو کليوالو په پرتله دوه سوه کيلوګرامه جګه شوه.

له دې نه وروسته عباح په ډول ډول کورسونو کې د ګډون له لارې د کرنې او د څارويو د روزنې مهارتونه زده کړل چې له امله يې په کلي کې دده کورنی د نورو شتمنه شوه . له همدې وخته د عباح په زړه کې دا خيال پيدا شو چې د نورو کليوالو په مشرۍ د شتمنۍ په لور لاړ شی.

په ١٩٩٣ کال کې په ... کلي کې د کليوالو کميټې ټاکنې جوړې شوې چې په نتيجه کې عباح د ټولو رايو په ګټلو سره د کلي مشر په توګه وټاکل شو. کليوالو باوردرلود چې د عباح په مشرۍ ټول کليوال شتمن شی.

... کلی د هيواد په شمال لويديځه څنډه کې پروت دی او د کال په څلورو موسمونو کې سخت باد لګېږي او شګې پورته کېږي چې يو شمير کليوالو د بې حاصلۍ له کبله خپل کورونه پرېښودل او حتی يو شمير يې نورو ځايونو ته نقل شول .

تازه ټاکل شوی مشر عباح ټينګ هوډ درلود چې د شګو د مخنيوي له لارې کليوال له غريبۍ او خوارۍ څخه وژغوري ، نو کليوالو ته يې د ونو کينولو وړانديز وکړ ، خو کليوالو پرې باور نه درلود چې په شګلنو ځمکو کې ونې کرل کېږي. په داسی حـال کې عباح لومړی د کليوالو کميټې له غړو سره پنځه زره دانې نيالګي واخيستل او د پټيو په اړخو کې يې وکينول، دغه راز هغه په خپلوپټيو کې د نيالګيو په روزلو پيل وکړ او د خپلو څارويو ساتنځی يې وران کړ چې لرګي يې د باد پر ضد د نيالګيو د ساتلو لپاره وکارول ، برسيره پردې هغه د نيالګيو د ژوندي کولو لپاره د کليوالو په مشرۍ ويالې وکيندلې او سرې يې وويشلې . درې کاله وروسته نيالګي د شګو او باد پر ضد ځنګلونو بدل شول چې له امله يې حاصلات هم تر زياتې اندازې پورې اوچت شوي او کليوالو يې هم ترې ګټه اخيستې وه ، دده تر هڅونې لاندی زياتوکليوالو هم هر ځاي کې ونې وکينولې چې په پايله کې تر اوسه پورې شل هيکتاره ځنګلونه کرل شوي او دوه سوه هيکتاره کرنيزې ځمکې له باد او شګو څخه بچ شوي دي.

چاپيريال ښکلی شوی او د کليوالو په جيبونو کې پيسې ډکې شوي دي. د عباح په ونيا د زياتو کلونو د کوششونو په رڼا کې د کرنيزو محصولاتو د اخيستلو ډير سپارښت پاڼې په پرله پسې ډول رارسيږي ، نن ورځ د عباح په کلی کې د غواګانو روزلو فارم جوړ شو او د عصري کرنې د ترويج له امله د کليوالو عايدات ډير زيات شوي چې تير کال د هر کليوال په سر کلنی عايدات اته زرو دوو سوو يوانو ته رسېدلي وو. يوه خبره ده چې د عباح کلی دده تر مشرۍ لاندی بډاي شوی دی. په کلي کې د قير واټونه غځيدلي او د واټ په دواړو خواوو کې ونې کتار په کتار ولاړې دي او کليوال د تليفون ، تلويزيون او نل اوبو له کارولو څخه ګټه اخيستونکي او ځيني يې د موټرسايکل او بارليږدونکې کراچۍ خاوندان ګرځيدلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای